کتاب: د ماشوم ارواپوهنه
لیکوال: ډاکټر عبدالرؤف
ژباړه: رحمت شاه فراز
د نجونو پر لوبو ټولنیز بندیزونه
په زلمیتوب کې هلکان معمولاً له هغو لوبو سره علاقه ښيي چې مبارزه، زړورتیا، ځواک، ځیرکي او چالاکي پکې پکار وي او له یو بل سره د مخامخ مبارزې لوبې یې ډېرې زیاتې خوښېږي. نجونې هم غواړي چې همدا ډول لوبې وکړي. خو د ټولنې له وېرې خپلې لوبیزې بوختیاوې محدودې کړي او د خپل بدن په طبیعي کمزورتیاوو سربېره د ښځینه دودونو او چاپېریال تر بوج لاندې عموماً نجونې په داسې لوبو بسنه کوي چې ټوپونه او خېزونه پکې کم وي.
په لویدیځو هېوادونو کې د خلکو عام نظر ډېر زیات متمدن شوی دی. په دغو ټولنو کې پر نجونو باندې تفریحي بندیزونه لګول اوسمهال یو ظلم ګڼل کېږي. پایله يې دا ده چې هلته نجونې هم د «نارینه وو په لوبو» کې برخه اخلي، مثلاً په هاکي، ټېنس، والي بال، بایسکل ځغلونې، لوړ ټوپ اچونې، اوږد ټوپ وهنې او داسې نورو لوبو کې د آزادۍ له کبله د مغربي ښځو بدني روغتیا هم بهتره شوې. خو موږ ډېری داسې لوبې لرو چې په دې خبره پرې بندیز لګوو، چې ګواکې «نجونې يې نه کوي.» زموږ د هېواد د نجونو بدني روغتیا په ټولیز ډول ښه نه ده او په دوی کې د کمترۍ او احساس محرومیت د زیاتېدو یوه لویه وجه پر روا لوبو باندې د ناپوهه ټولنې بې ځایه بندیزونه دي. د خوښۍ ځای دی چې اوس دې لور ته یو ډول هیله بښونکې ویښتیا تر سترګو کېږي.
لوبې او ځیرکتیا
په لوبو کې ځیرکتیا هم لوی لاس لري او دا عام فکر چې له ذهني پوخوالي سره سره له لوبو سره علاقه کمېږي، ناسم ثابت شوی دی. ځیرک، کم عقل او د بېلا بېلو ذهني کچو ټول ماشومان ارومرو یوه نه یوه لوبه کوي، بلکې ځیرک ماشومان په لوبو کې تر نورو ډېر ګډون کوي، د دوی له یو بل سره ګډ اوسېدل خوښېږي او له داسې بوختیاوو نه ډېر خوندي اخلي چې غور او فکر پکې ډېر او های و هوی پکې کم وي. دوی په یوازې ځان هم لوبې کوي او د خپلو همزولو په نسبت درس هم ډېر وايي. د نورو ماشومانو په پرتله ځیرک ماشومان د مبارزې له لوبو سره ډېره کمه علاقه ښيي. بل خوا، د لږ ځیرکو، کند ذهنه او بې عقله ماشومانو عموماً دا خوښېږي چې له لرې يې ننداره وکړي او د ځیرکتیا د کمښت له امله د لوبو په بېلا بېلو اړخونو باندې د پوهېدو وړتیا هم ورکې نه وي او ډېر کله ناکامه او جنګېره لوبغاړي ترې جوړېږي. دغه ډول ماشومان که په ګډه هم لوبه کوي،نو تر ځان کم عمره ماشومانو سره يې کوي تر څو دبدبه يې پرې جوړه وي.
لوبې او توکمیز تعصب
د نړۍ په ګڼو سیمو کې لا هم د رنګ او توکم توپیر موجود دی. دغه توکمیز تعصب پر لوبو هم یو ناوړه اغېز پرېباسي، په کومو سیمو کې چې تر نن ورځې پورې له تورپوستو سره ناوړه چلند کېږي، نو هلته تورپوستي ماشومان د کمترۍ احساس د جبران لپاره په لوبو کې وړتیا پیدا کوي او هڅه کوي چې تر نورو وړاندې شي، تر څو له دې لارې د خلکو په سترګو کې د ځان لپاره درناوی او مقام پیدا کړي. ډېری تورپوستي حبشیان په کیسو او ټوکو کې وړتیا ترلاسه کړي. په همدې ډول د نورو وروسته پاتې قومونو ماشومان هم د لوبو په ډګر کې ځان یوه مقام ته رسوي او د خپل قومي وروسته والي د ختمولو هڅې کوي.
د توکمیز تعصب جنګونه د لوبو فضا هم زهرجنه کوي، ډېری وختونه د مظلومو قومونو ماشومان د ټولنې له خبرو او پېغورونو دومره تنګ شي، چې له لوبو څخه له یوې مخې لاس پورته کړي. په دې ځای کې یوه ډېره په زړه پورې کیسه ذهن ته راغله. د لاهور په یوه کلي کې څو ماشومان په لوبو اخته وو. په دې کې یو څو ماشومان د چوړو د کورنۍ هم وو. همدې وخت کې وریځې راغلې، نو ماشومانو ټوپونه او خېزونه پیل کړل او په لوړ غږ يې دا سندره پیل کړه:
اې خدایه باران راوله.
زموږ په کور کې غله را زرغونه کړه
د چواړیانو کره چونګښې وچغوه.
د چواړیانو ماشومانو چې ولیدل چې د لوبو مثبته او خوندوره فضا په دا بل مخ اوړي، نو د خپلو خېمو په لور يې منډه کړه او هغه ماشومان يې په میدان پرېښودل. په کلو کې هم د «ټیټ نسل» خلک د ډول ډول تنګ نظریو ښکار وي. د «لوړ ذات» ډېری کلیوال خپل ماشومان د «ټیټ ذات» له ماشومانو سره له لوبو منع کوي.
لوبې او چاپېریال
ماحول هم د ماشومانو پر لوبو ښکاره اغېز ښندي. د معتدلو سیمو ماشومان د غرنیو ماشومانو برعکس عموماً مختلفې او جلا لوبې کوي. دغه راز، د محدودو سرچینو له امله د کلیوالو ماشومانو لوبې د ښاري ماشومانو په پرتله ډېرې ساده او د شمېر له مخې خورا کمې وي. په همدې ډول ښارونو کې هم د تنګو او تیاره کوڅو او چټلو سیمو اوسېدونکو ماشومان د ازادې فضا له لوبو نه بې برخې وي. ښاري ماشومان چې یو څه را لوی شي، او د سینما لیدل پیل کړي، نو د مبارزې له لوبو سره يې لېوالتیا مخ په کمېدو شي؛ نو که دې وخت کې يې سمه لارښونه ونه شي، نو د دې وېره شته چې د ټولنې ضد فعالیتونو او مجرمانه کړنو میلان پکې زیات شي.
لوبې او موسم
لوبې له موسم سره هم ژوره اړیکه لري. د بارانونو په ورځو کې کیسې لوستل، شیان پخول او کورنۍ لوبې زیات خوند لري. بل خوا، ژمي کې بیا ماشومان په واوره ښویېدل، د واورې کورونه جوړول او باډیوې الوځول خوښوي. د پسرلي په موسم کې یې له ټوپ وهلو، پړي اوښتلو، پټ پټاني، څرخي تاوولو او بایسکل ځغلولو سره علاقه زیاته شي. په دوبي کې بیا چکر او ګرځندويي د دوی د لوبو لېوالتیا وګرځي. په دې سربېره، د همزولو معیار، د لوبو په باره کې د والدینو نظر، د هغوی ټولنیز او اقتصادي حالت، د کلي او ښوونځي چاپېریال، تر دې چې د ماشوم ورځنی لباس، روغتیا او خواړه هم د لوبو په ذوق کې د ښکاره توپیر سبب ګرځي.
د ماشومتوب په دوره کې لوبې یوه بیخي فطري بوختیا برېښي، په ماشومانو کې د حرکت او منډو جذبه د لوبو په بڼه د اظهار مناسبه لاره ترلاسه کوي او دا هېڅ ضرور نه وي چې ماشومان لوبو ته وهڅول شي. لوبه که هر ډول وي، ماشومان يې د پایلې په اړه له فکر کولو پرته بې باکه ترسره کوي؛ لوبې په اصل کې د ماشومانو د واقعي او طبیعي ارامتیا او خوښۍ دپاره دلچسپه موارد برابروي.
لوبې او بدني روغتیا
د روغتیا له مخې، لوبې د ماشومانو لپاره زښته ګټوره بوختیا ده. په لوبو کې د ګډون کوونکو ماشومانو بدني ځواک وده کوي. د منډو، ټوپونو، غورځېدو، ټیټېدو، جګېدو، اوښتو، غورځولو، ښویېدلو، ولېدلو او ځان سنبالولو له امله يې د بدن غړي خلاصېږي، وینه په ډېره اسانۍ پکې دوره وهي او د بدن بېکاره مادې د خولې په بڼه وځي.
زموږ بدني وده او غوړېدنه تر ډېره د لویو پلو په خوځښت پورې اړه لري. همدا پلې په لوبو کې د خوځېدو په حالت کې وي او پیاوړې او وازې شي او ورسره د ماشومانو خوځښتي سلیقه هم رغېږي. په دې ډول په ماشومانو کې د خوځښت او حرکت پورې اړوند رنځونه هم له منځه ځي. د مناسبې بدني ودې په اساس په بدن کې له ناروغیو سره د جنګېدو پرېمانه ځواک را ټولېږي، تېز او چالاک لوبغاړي ماشومان د بدني نظم او ډسپلن په سبب په خپل ځان هم باوري وي او ډېر کم داسې پېښېږي چې د کمترۍ د احساس ښکار شي.
لوبې او ذهني روزنه
د ماشومانو ژوند له کړنو څخه جوړښت مومي. د لوبو په جریان کې ماشومان له ډول ډول وسایلو سره مخ کېږي. دوی دغه توکي په بېل بېل ډول کاروي او ځینې شیان جوړوي او ماتوي، او له دې لارې يې د خپل مادي چاپېریال په هکله پوهه او معلومات پراخېږي. په ذهن کې يې نوي نوي فکرونه ټوکېږي. د پېښو پر اسبابو يې سر خلاص شي. د لوبو له توکو او د ډولو له نوو جوړښتونو څخه اغېزمن کېږي او پر بېلا بېلو امکاناتو باندې د فکر کولو وړتیاوې پکې پنځېږي. او په دې ډول د دوی نوښتګر ذهن د شاوخوا پر نړۍ له نوو، نوو لارو څخه فکر او غور کولو ته چمتو کېږي.
څومره چې ماشوم لویېږي، له لوبو سره یې ذوق هم پراختیا مومي. په لوبو کې د مبارزې په جریان کې د ځان په څېر، له ځان نه مختلف او ډول ډول همزولو سره ویني او د ژوند له یو څه جلا او بېل فکر او طرز سره اشنا کېږي. په دې ټولنیز لیده کاته کې د ماشوم په شخصیت کې وسعت او انډول رامنځته کېږي. د نورو له کړنو او فکر سره بلدېږي او ذهني پوخوالی او سلیقه يې غوړېږي. د لوبو په ډګر کې ماشوم د تمرکز کولو، تصمیم نیولو، مبارزې کولو، ټاکلو او لاس ورکولو ځانګړنې زده کوي. له نوو ماشومانو، نوي انداز، نوو لغتونو او نویو فکرونو نه له برخمنتیا وروسته ماشوم د ذهني بلوغت پر لویه لار رهي کېږي.
د لوبو ټولنیز ارزښت
د ماشومانو په ټولنیزه او ذهني روزنه کې لوبې لوی لاس لري. لوبه یوه په زړه پورې ډله ییزه بوختیا ده. په لوبو کې تنها ماشوم د کورني ناز او مینې له فضا څخه وځي او چې د لوبو په ډګر کې پښه ږدي نو هله احساسوي چې په نړۍ کې نور ماشومان هم ژوند کوي او د ځان په څېر د نورو ماشومانو هیلې او حقونه هم هماغسې اړین دي. نوموړی ډېر ژر پوه شي چې یوازې د زړورتیا، لاسنیوي، زغم، برابرۍ او ورورګلوۍ له لارې په لوبو کې بریالی ګډون کولی شي او دا چې په ښکېلتیا، غوسې ښودلو او ټېل ماټېل هېڅ څوک هم له ده سره ملګرتیا نه خوښوي. د ټولنیزو لوبو له لېوالتیاوو نه د برخمنتیا په خاطر نوموړی مجبوره کېږي چې د خپل وران شوي شخصیت ډېر نازونه او نخرې شاته وغورځوي او د لوبډمشر خبره منل او له نورو سره په ګډه د لوبېدو ټولنیزه سلیقه ورکې ټوکېږي. د لوبډلې ټولنیز ژوند ته له ور ننوتو وروسته د شرمېدنې، زړه نا زړه توب، بې زړه توب، غوسې او د شخصیت نورې ټولنیزې نیمګړتیاوې ترې لرې کېږي. ځان څو ټاکلو اصولو ته ژمن ساتل او د یوه سوله ییز ښاري کېدو روزنه یې هم په همدې لوبو کې کېږي. که چېرته په دې دوره کې د ماشومانو د لوبو مناسبه څارنه او لارښوونه وشي، نو په راتلونکي ژوند کې هم د یوې رغنیزې ډلې د ګټور غړي کېدو او د خلکو د مشرۍ لوړتیاوې پکې ټوکېږي.
که ستاسو ماشوم د څه شي له امله په لوبو کې ګډون نه کوي، نو د دې کلکه اندېښنه شته چې د دروني حرکت او فعالیت زېرمه به يې د مجرمانه کړنو بڼه غوره کړي او د دې هم ډېر امکان شته چې د خیال پلاؤ عادت ور ولوېږي او څومره چې لویېږي، هماغومره يې له ټولنیز ژوند سره کینه پیدا شي. د لوبو له هوساینو نه د بې برخې ماشومانو په شخصیت کې د شرمېدنې، بې زړه توب، ازرده کېدو، نورو ته ضرر رسولو، بې ځای سر تمبګي، خلق تنګي او ځانځاني په څېر عیبونو د پیدا کېدو احتمال ډېرېږي. په همدې ډول يې د بالغ ژوند لمنه هم داغجنه کېدلی شي. په لوبو کې د ګډون له امله د مبارزې، غورزېدو، پررزېدو او منډو ترړو له لارې د ماشومانو د خلق تنګي او غوسې بړاس وځي او په راتلونکي ژوند کې د ټولنې د یوه باشعوره، متمدن او زغم لرونکي غړي کېدو وړتیا مومي.