کتاب: د ماشوم ارواپوهنه
لیکوال: ډاکټر عبدالرؤف
ژباړه: رحمت شاه فراز
نهمه برخه
د ماشومانو عادتونه
د درې کلنۍ په عمر کې لا ماشوم ته داسې عادتونه ور ولوېږي چې که ناسمه بڼه یې غوره کړه، نو په راتلونکي کې د هغو بدلول ډېر زیات ستونزمن کېږي. ماشوم هر هغه کار بیا بیا تکراروي، چې خوند ورکوي. د خوند همدا احساس د عادت اساس ګرځي، نو په دې ځای کې باید احتیاط وشي چې کورنی چاپېریال داسې برابر شي چې ماشوم په هر ښه کار د خوشحالي او په بد کار د خفګان او وېرې احساس وکړي. له ښو خبرو سره مینه او له ناوړه بوختیاوو نه د ځان ساتنې عادت د ماشوم په شخصي تجربو او احساساتو پورې اړه لري. په دې اساس یوازې په وچو مذهبي یا پېچلو اخلاقي نصیحتونو د ماشوم د روزنې بنسټ ایښودل اصلاً د شګو کلا ودانول دي.
څو اساسي ټکي
د تشو یا ډکو بولو کول، خواړه خوړل او د خوب کولو اساسي جسمي عادتونه ماشوم ته د ژوند په لومړنیو میاشتو کې لا ور ولوېږي. په ماشومانو کې د دې عادتونو د پخېدو پر مهال د والدینو بېباکي یا کوم تادیبي نظم او ډسپلن په ډېر شدت عملي کول ډېر زیات زیان لري. بولو ته د کېناستو، پر وخت ډوډۍ خوړلو او د خوب د ادابو د ښوولو پر مهال باید دې ته پام وشي چې پر ماشوم دغه ابتدايي روزنه بوج ونه ګرځي، ځکه په راتلونکي کې د نوموړي ذهني او بدني روغتیا د همدې ابتدايي عادتونو په مناسبې ودې او تکامل پورې غوټه وي.
په کوڅه کې د بولو عادت
زموږ په هېواد کې د بولو لپاره ډېری ماشومان په ډېرې بېباکۍ سره د کوڅې پر چټلو لښتیو کېنول کېږي، نو که چېرته د سهار له خوا له کومې کوڅې څخه تېرېدئ، نو ډله، ډله ماشومان به په لښتیو ناست ووینئ. د دغو ماشومانو مور او پلار هېڅ کله دا فکر نه کوي چې د کوڅې لښتی په تشناب بدلول یو ډېر ناوړه کار دی. د دې هدف لپاره په کور کې تشناب یا یو بل ځای باید ځانګړی وي او له ماشومتوب څخه لا ماشومان باید په همدې ځایونو کې له حاجت پوره کولو سره عادت شي.
په دې خبرو کې له ډېرې توندتیا کار اخیستل له مصلحت سره سمون نه کوي. که سزا ورکړئ او په زوره غواړئ چې په ماشومانو کې ښه عادتونه وروزئ، نو په یاد لرئ چې ماشوم به مو په ورځ کې یو نیم ځل له تاسې نه په پټه د بولو لپاره ارومرو داسې ځای ټاکي چې د هغه د خپل ماشومانه لیدلوري له مخې به ښه ځای وي، نو ښه لاره دا ده چې د ځان پاک ساتلو او په معلومو ځایونو کې د حاجت د پوره کولو په بېلا بېلو ګټو يې په نرمه ژبه پوه کړئ.
ناوړه تشنابونه او قبض
په ځینو کورونو کې ماشومان له دې امله هم تشناب ته زړه نه ښه کوي، چې تشناب د کور په اخري پوړ کې وي او ماشوم چې تر هغه ځایه ورځي، ستړی کېږي. که امکان يې وي نو د ماشومانو لپاره دې په لاندې پوړونو کې جلا تشنابونه جوړ شي. په حمام کې د کموډ جوړول یو مناسب کار دی. ډېر کله د ماشومانو په ذهن کې د پورتنیو منزلونو په تړاو ډول، ډول وېروونکي فکرونه او کیسې پیدا شي. او بل دا چې هلته تیاره هم وي، نو ماشومان لا ډېر وېرېږي. په ماشومانو کې د قبضیت یو لامل ناوړه تشنابونه هم دي.
د عادتونو سمېدل او خرابېدل
کله نا کله ښه سم ماشومان د روغتیا او پاکوالي د زدکړې په جریان کې ناڅاپه ورانکاري شي. د خرابو عادتونو تر شا ګڼ لامونه لرس لرلی شي. د نوي زېږېدلي خور یا ورور په زوکړه باندې په ناز او نخرو کې را لوی شوی یوازینی ماشوم ژوره ذهني صدمه ويني. یو څه موده پاکوالي ته له پاملرنې وروسته، دغه ډول ماشوم بېرته د چټلۍ عادتونو ته مخه کړي. دغو عادتونه ته ور ګرځېدل په اصل کې د مور او پلار په مینه کې د کمښت او له نوي ماشوم سره تر اړتیا ډېرې مینې په مقابل کې د ماشوم له لوري یو طبیعي غبرګون وي او ماشوم له دې احساس څخه ځورېږي چې مور او پلار نور مینه ورسره نه لري او د دې لپاره چې مور او پلار ځان ته متوجه کړي، پخوانۍ مینه بېرته لاسته راوړي، او یو ځل بیا د هغوی د سترګو تور شي، نو عجیبه او نا اشنا کارونو ته لاس اچوي. که ماشوم له هغو عادتونو څخه په لوی لاس ځان تېر باسي، چې مور او پلار ور ښودلي وي، نو والدینو ته پکار ده چې داسې چلند غوره کړي، چې داسې وبرېښي چې دوی ته د ماشوم دغه طفلانه کارونه هېڅ اهمیت نه لري. بل خوا، که غواړي چې ماشوم پوه کړي، نو پکار ده چې د وهلو او رټلو په ځای یې په سړه سینه پوه کړي چې ښه ماشومان دا ډول کارونه نه کوي.
د خوب په بستره بولې کول
د خوب په ځای کې د بولو خطا کېدل هم په ماشومانو کې یوه عامه خبره ده او ګڼ لاملونه لري. خو ډېر لاس پکې د وېرې دی. ماشوم چې وحشتناک خوب وویني، نو معمولاً بولې يې خطا کېږي. بل خوا، د ځینو کورونو ذهني چاپېریال دا ډول وي چې د پېریانو، دېبانو، شیشکو، بلاګانو، ببَو او «لوی بابا» کیسې ډېرې عامې وي. د دې کیسو له پرلپسې اورېدو او د کور په تیاره ګوټونو کې د هغو اورېدلو پېریانو او بلاګانو د خیالي انځورونو په لیدو ماشومان هر وخت په وېره او وحشت کې وي.
که د ماشوم بولې ډېرې خطا کېږي، نو پکار ده چې له وېروونکو کیسو اورولو ډډه وشي او په ځای يې داسې دلچسپه کیسې او نکلونه وشي چې په ماشوم کې د ارامۍ او مېړانې حس را ویښ کړي. د بولو خطا کېدل له یوه اړخه جسمي اسباب هم لرلی شي. تر خوب له مخه زیاتې اوبه څښل ماشومانو ته زیان رسوي. پکار ده چې له ویده کېدو مخکې ماشوم تشناب ته له تلو سره عادت شي، څو مثانه يې خالي وي او د شپې يې د بولو حاجت کم وي.
د خوراک څښاک عادتونه
د خوراک او څښاک په برخه کې د ماشومانو اکثره پالونکې او والدین له ناپوهۍ کار اخلي. ماشوم ته ډېر خواړه ورکول، هر وخت شیریني او چاکلېټونه پرې خوړل یا ډېر کم خواړه ورکول او له خوږو او شیرینو نه يې له یوې مخې منع کول د ماشومانو د خوراک او څښاک له غوښتنو سره لویه بې انصافي ده. ماشوم ته باید په مناسب وخت کې په مناسبه اندازه مناسب خواړه ورکول شي او تر خپله وسه مېوې او شیریني پرې وخوړل شي. ماشومان باید له دې سره عادت کړای شي چې د کله وږي وي، نو بیا خوراک وکړي. اکثره ماشومان له لوږې پرته هم په خوړو ور منډې وهي. د ډوډۍ په وخت کې بې ځایه بندیزونه هم یو ناسم کار دی.
یوه ورځ مې یوه مور ولیدله چې له خپلې لور سره په سرک روانه وه. غالباً د کوم خپل له کور نه را روان وو. مور په ډېرې غوسې خپلې لور ته ویل: وږې شیشکې! په دواړو لاسونو دې ډوډۍ خوړله. زما خو دې پوزه را پرې کړې. چې کور ته ورسېږو، درسره ګورم به.» خبره غالباً دا وه چې مور به دغه بې وزلې ماشومه په کور کې په ازاده ډوډۍ ته نه پرېږدي. نو نن دغې فرصت شناسې ماشومې چې لیدلي چې مور د کوربه له ښځې سره په خبرو اخته ده او په پردي کور کې هسې هم کوم څه نه راته وايي، او په بېباکۍ سره د ډوډۍ خوړلو فرصت لاسته درغلی دی، نو څومره چې خوړلی شې، خوره يې.
په خوراک څښاک کې ماشومان بې بند و باره پرېښودل هم ښه کار نه دی. د دې کار له امله په ماشوم کې د هاضمې په خرابېدو سربېره په هر ځای کې د «خولې وهلو» عادت هم پیدا کېږي. د لویانو په نسبت ماشومان ډېر وږي کېږي. نو پکار ده چې د کور نظام داسې جوړ وي چې ماشومانو ته په ورځ کې خواړه ډېر ځله خو ورکول شي، خو له مناسبو وقفو وروسته او په ټاکلو وختونو کې. په دې ډول د خوراک او څښاک په برخه کې ماشوم له نظم سره عادت کېږي او دغه نظم د بدن د مناسبې ودې لپاره خورا مهم دی.
د خوب عادتونه
له تي جلا ماشوم تر ډېره پورې په دې هیله وي چې د پخوا په څېر یوازې مور دې یې مړوي. د عمر په زیاتېدو باید ماشوم په خپل لاس ډوډۍ خوړلو سره عادت شي. بله دا چې له مور او پلار سره د ویده کېدو عادت چې څومره ژر ختم شي، هماغومره ښه ده او که امکان یې وي نو ماشوم باید په جلا کوټه کې له ویده کېدو سره عادت کړای شي.
تر خوب له مخه که مور یا پلار ماشوم ته کومه ښه کیسه وکړي، نو ماشوم ډېر زیات خوشاله کېږي. له خوب نه مخکې کیسې له ماشوم سره په ژور خوب کې مرسته کوي. د شپې وختي ویده کېدل او سهار وخته پاڅېدل د ماشومانو لپاره ډېر زیات ګټور دي. مناسب خواړه او په ازاده فضا کې قدم وهل د ماشومانو د بې خوبي ستونزه له منځه وړي. که له دې سره هم ماشوم ډېر کم خوب کوي او یا په خوب کې ډېر زیات ناکراره وي، نو پکار ده چې طبي معاینه او د اخلالګرو جسمي عناصرو درملنه يې وشي.
د ګوتې روودلو عادت
ماشوم د ګوتې روودلو له عادت نه منع شي او که نه؟ په دې موضوع ډېرې زیاتې خبرې شوې دي. د ګوتې روودنې د عادت ملاتړه ډله وايي چې «دا یو طبیعي کار دی او ټول ماشومان یو وخت خپله ګوته رووي او له وخت سره بېرته له دې عادت نه لاس اخلي. دغه کار ماشوم ته ارامتیا او خوښي وربښي او په سر کې لا ماشوم له دې کار نه منع کول بې خطره نه دی او ممکن ماشوم ته زیان ورسوي. او داسې نور.» خو له طبي لیدلوري د ګوتې روودل زیان لري، ځکه چې دغه عادت د ګوتې او ووریو په مناسبه وده ناوړه اغېز کوي او د تنفس د خرابېدو خطر هم له ځان سره لري.
د روانشناسي له لیدلوري هم دا یو ښه عادت نه دی. ماشوم چې هر وخت ګوته په خوله کې نیولې وي، نو په لاس باندې شاوخوا شیان نه شي لمس کولی او د هغو له استفادې محرومه کېږي، چې په دې ډول د خپل چاپېر ماحول په باره کې يې ابتدايي علم ډېر زیات محدود پاتې کېږي. بله دا چې د هلو ځلو او خوځښت په ځای ماشوم په خپلو حسي خوندونو کې غرق وي، او ممکن په خپل ځان کې د ورک کېدو له امله په ماشوم کې داخلي اختلالات پیدا شي. دا ډول ماشوم په راتلونکي کې په رنګا رنګو فعالیتونو کې له ګډون څخه له ذهني اړخه معذوره غوندې وي.