د اولاد تربیه یا روزنه د مور او پلار یوه لویه اندیښنه وي. په ځانګړې توګه هغه مهال چې اولادونه د ماشومتوب په حالت کې وي. د اولادونو د ماشومتوب روزنه بېلې ځانګړنې لري، خو کله چې ماشوم د ځوانۍ مرحلې ته نژدې کیږي، د مور او پلار اندیښنه ورته زیاتیږي او دغه وخت کې د مور او پلار مسولیتونه هم ډېریږي.
د ملګري درلودل او ټولنیزې اړیکې د ماشومانو د لومړنیو اړتیاو له ډلې دي. دا اړتیاوې په تنکۍ ځوانۍ کې لا ډېریږي. که څه هم ښه ملګری د ټول ژوند په اوږدو کې مهم دی، خو د تنکیو ځوانانو په روزنه کې د ښه ملګري رول ډېر دی، ځکه دغه وخت کې د ماشوم د ملګرو کړۍ پراخه کیږي. همدغه ماشومان کولای شو د ښو ملګرو په وسیله خپل شخصیت پياوړی کړي او خپل ټولنیز استعدادونه وغوړوي.
نو لکه څنګه چې معلومه شوه، ملګری د ماشوم په روزنه کې د پام وړ رول لري نو والدینو ته هم په کار ده چې د خپلو ماشومانو د ملګرو په انتخاب کې حساس و اوسي باید ډاډ ترلاسه کړي چې د ماشومانو ملګري یې ښه خلک دي.
د دري ژبې یو بیت دی.
پسر نوح با بدان بنشست
خاندان نبوتش گم شد
یعنې مطلب دا چې د نوح علیه السلام زوی له بدو ملګرو سره ناسته پاسته کوله او هغه یې د خپل پلار له لارې واړوه. د ملګرو په اړه د اسلام د ستر پيغمر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ویناوې هم شته. یوځای فرمایي ( له ښه ملګري سره ناسته ولاړه داسې ده لکه له عطار یا عطر جوړونکي یا پلورونکي سره ناسته ولاړه، که عطر درنه کړي، خو بوی به یې در رسیږي.)
اوس نو اړینه ده چې ماشومانو ته د ملګرو په پیدا کېدو او انتخاب کې والدین ځینې ټکي په پام کې ونیسي.
ماشوم ته د ملګرو د پيدا کولو تګلاره وښیی:
په دغې تګلاره کې یوه ښه لاره د ملګري ازمایل دي، یعنې ملګری باید و ازمایل شي چې چلند یې څه ډول دی؟ له نورو ملګرو سره څه ډول خبرې کوي؟ څومره په سخت حالت کې درسره دریږي؟ د بښلو یا زغم وړتیا یې څومره ده؟ دا هغه څه دي چې ماشوم ته یې په نظر کې نیول یو څه ستونزمن دي، خو مور او پلار کولای شي چې په دې تفکیک کې ورسره همکاري وکړي.
د ملګرتیا حدود ور وښيی:
ملګرتیا خپل حد او چوکاټ لري، له ملګري سره ناسته پاسته هم حد لري، خپلو ماشومانو ته دا حدود وښيی چې له ملګرو سره چیرته چیرته تللی شي، څومره وخت ورسره تیرولی شي، ایا اجازه لري چې د شپې هم هغه سره پاته شي او که نه.
د ښه ملګري شرطونه ورته واضح کړی:
دوستي او ملګرتیا خپل حدود لري او څوک چې دغه حدود ماتوي، اصلا د ملګرتیا وړ نه وي یا بشپړ ملګری نه ترې جوړیږي. ستا په وړاندې باید د ملګري ظاهري او باطني دریځ یو ډول وي. ملګری باید ستا عزت او درناوی خپل عزت او درناوی وګڼي او برعکس ستا سپکاوی هم همدغسې. بله دا چې که ستا ملګری کوم مقام ته رسیږي، باید ستا په وړاندې خپل دریځ بدل نه کړي. د ښه ملګري بل شرط دادی چې په سخته ورځ دې باید یوازې پرې نه ږدي.
د درې ډوله کسانو ملګرتیا باید ونه شي، خاین، ستمکار یا ظالم او غیبت کوونکی یا خبرې ټولونکی.
د دغو ټولو خبرو پایله داده چې ملګری د ماشوم په ځانګړې توګه د نوې ځوانۍ په وخت کې یوه مهمه اړتیا ده او همدا ملګری د بل ملګري د شخصیت په ټاکلو کې رول لري. همدغه ملګرتیا ده چې له تنکي ځوانان سره مرسته کوي چې ورو ورو ځان له مور او پلار او کورنۍ څخه خپلواک کړي. په همدې تنکۍ ځوانۍ کې د ملګري اغیز ډېر وي، ان د ښوونکي او مور او پلار پرتله د ماشوم پر شخصیت ملګری ډېر اغیز لري. دا ملګری ممکن یو ټولګیوال وي او اغیز یې ځکه زیات دی چې دوی نژدې ټوله ورځ سره یوځای وي او یو د بل له کړو ورو څخه متاثره کیږي.