
ژباړه: اسدالله لودین
هغه ماشوم چې په طبیعي ډول له خپلو همزولو سره تعامل نه لري او خپل ډېر وخت یوازې تېروي، له ټولنیز پلوه منزوي یا ګوښه شوی بلل کیږي. ګوښې ته شوی ماشوم په کور او له کوره بهر له خپلو همزولو سره د مخامخ کېدو په صورت کې له هغوی نه ځان ګوښې ته کوي. په دې ترتیب سره ویلی شو چې ټولنیز ګوښه والی له همزولو څخه ځان ګوښې کولو یا یوازې کولو ته وایي.
ټولنیز ګوښه والی د ماشومتوب او تنکۍ ځوانۍ د دورې یوه مهمه ستونزه ده چې په سختۍ سره پیژندل کیږي، ځکه ګوښې ته شوی ماشوم خپلو ټولګیوالو ته کومه ستونزه نه پیښوي او ان کیدلی شي د ټولګیوالو په منځ کې د یوه مودب ماشوم په توګه وپیژندل شي، د هغوی د درناوي وړ وګرځي او په عاطفي ډول یې ملاتړ وکړي.
د هغو څيړنو له مخې چې پر ګوښه یا منزوي شویو ماشومانو باندې شوي، هر څومره ژر چې د ماشوم د ګوښه والي ستونزه درک شي، په حل کې یې همغومره ژر مرسته کیدلی شی.
پوښتنې دادي چې دا ګوښه والی کومې ستونزې رامنځته کوي؟ لاملونه او د حل لارې چارې یې څه دي؟ په دغې لیکنه کې همدې مسلو ته د ځواب موندلو لټه شوې ده.
د ماشومتوب د دورې ګوښه والی څه ستونزې زیږوي؟
د ماشومتوب په دوره کې ټولنیز ګوښه والی ماشوم ته د ناامنۍ یا نه خوندیتوب احساس ورکوي، ځان په نورو پورې تړلی یا هغوی ته تسلیم شوی بولي. د ګوښه والي دوامداره کېدل ماشوم ته ژور خفګان، ویره او د یوازیتوب حس پيدا کوي او پر خپل ځان باندې یې باور کمیږي. دغه ناخوالې تر ډېره د ۱۳ کلنۍ او ۱۹ کلنۍ دورې ترمنځ عمر کې را پيدا کیږي.
هغه ماشومان چې له ټولنیز پلوه ګوښې ته شوي، د هغوی د همزولو له خوا هم منزوي ګڼل کیږي او هغوی ورسره تعامل یا ناستې ولاړې ته هم ډير لیواله نه وي.
په دغه حالت کې ماشومان د خپلو همزولو له خوا له پامه غورځول کیږي، دی په دغه حالت کې د خپلې دغې ملامتۍ ګوته ځان ته نیسي او خپل ځان کمزوری او بې کفایته شخص ګڼي.
دغه برداشت د دې لامل کیږي چې ماشوم د ټولنیزو اړیکو او خپلو همزولو سره د چلند په اړه منفي ذهنیت پيدا کړي او له همزولو لاره بیله کړي.
د شویو څیړنو له مخې دغه ډول ګوښې ته شوي ماشومان په ښونځیو او پوهنتونونو کې ښه احساس نه کوي او تر ډيره د هغوی د زده کړو د نیمه پاته کېدو لامل کیږي.
په ماشومانو کې د ګوښې والي احساس او پر هغوی یې اغیزې د دوی جنسیت ته په کتو توپیر لري.
دغه ډول ګوښې ته شوی کس بیا د ژوند په نورو پړاوونو کې له نورو شاته پاته کیږي، لکه په وداوه کولو او د کورنۍ په جوړولو کې.
د ګوښې ته شویو ماشومانو نښې نښانې
د ګوښې ته شویو یا منزوي شویو ماشومانو لومړنۍ نښه داده چې دوی له خپلو همزولو سره ناسته پاسته نه کوي او له هغوی سره تعامل یا مجلس ته لیوالتیا نه لري.
دوی معمولا کمې خبرې کوي، ځان ګوښې ته کوي او نه غواړي چې له خلکو یا ټولنې سره له نژدې اړیکې جوړې کړي.
دوی تر ډیره ډارن دي او په نورو پورې ځان تړلی احساسوي او فکر کوي چې په یوازې سر هیڅ هم نه شي کولای.
د ګوښه شوي ماشوم روزنه او په هغه کې د والدینو ونډه
لکه څنګه چې د ماشوم په روزنه کې مور او پلار رغنده رول لري، دغسې مور او پلار د خپل ماشوم د خوی او عاداتو په بدلولو کې هم مهمه ونډه لري.
بېلابېلې څیړنې ښيي چې منزوي شوي ماشومان داسې مور او پلار لري چې هغوی د خپل ماشوم ټولنیز چلند او کړه وړه په خپل کنټرول کې راولي، یا د هغه په شخصي ستونزو کې ډيره مداخله کوي. د بیلګې په ډول مور او پلار ماشوم ته وایي چې څه کار باید وکړي یا له نورو سره د شخړې پر مهال باید څه وکړي.
د مور او پلار له خوا د ماشوم له حده زیاته لارښونه ماشوم ته دا وس او فرصت نه ورکوي چې له نورو سره ستونزې په یوازې سر حل کړي. دغه ډول کنټرول نه یوازې دا چې د ماشوم خپلواکي ترپوښتنې لاندې راولي، بلکې د هغه د ودې مخه نیسي او هغه ته دا احساس ورکوي چې ګواکې ګټور شخص نه دی.
څیړونکي وایي، ټولنیز ګوښه والی د والدینو د ساتنې او چار چلند په اقداماتو پورې مستقیم اغیز لري. کوم مور او پلار چې د ماشومانو په ژوند کې ډیره لاسوهنه کوي او هغوی فعالیتونه محدودوي، ماشوم یې پر مور او پلار د تړاو احساس ډير کوي.
څنګه کولای شو له ګوښه شویو ماشومانو سره مرسته وکړو؟
په لوی عمر کې اکثره رواني ستونزې د ماشومتوب په دورې پورې اړه لري. هغه والدین چې په ماشومتوب کې د خپلو اولادونو ستونزو ته پام نه کوي، هغه ستونزې تر ډيره عمره د دوی له اولادونو سره پاته کیږي.
د ماشومانو په فعاله ساتلو کې د هغوی والدین او بیا ښوونکي د پام وړ رول لري. ښوونکي د زده کوونکو اساسي اړتیاوې ښې درک کولای شي او د هغوی په خوی او عاداتو کې بدلون ته ژر متوجه کیږي.
په دغسې حالاتو کې ښوونکي کولای شي د ماشوم مور او پلار ته د هغوی د ستونزو په اړه ووایي یا مور او پلار کولای شي له ښوونکي نه د خپل ماشوم د چار چلند پوښتنه وکړي.
ښوونکي په دغسې حالاتو کې کولای شي ګوښه شویو ماشومانو ته ځینې کورنۍ دندې ورکړي او هغوی ته ووایي چې د کورنۍ دندې د ښه ترسره کېدو په صورت کې د یوې وړې جایزې ګټونکی کیږي.
لنډه دا چې مور او پلار او ښوونکي په ګډه کولای شي منزوي شوی ماشوم فعاله کړي، پر ځان د هغه باور زیات کړي او هغه ته ووایي چې ته یو فعال کس یې او هیڅ کمی درکې نشته.
که چیرته بیا هم مور او پلار د ستونزې په هواري کې پاته راځي، ښه ده چې د ماشومانو د روزنې له یوه سلاکار سره خبرې وکړي او د هغوی د مشورې پر اساس خپل ماشوم له منزوي شوي حالته یوه فعال حالت ته راولي.