
په خپل چاپېریال کې به مو ډېر ماشومان لیدلي وي چې غلي وي، ګوښه وي، او له خپلو همزولو سره لږه راشه درشه او مشغولتیا لري. که ترې وپوښتل شي:
“د چا زوی یې؟ پلار دې چېرته دی؟”
ځواب یې دا وي:
“زما پلار مساپر دی…”
د مساپر پلار ماشومان دا درد له ځانه سره پټ ساتي. نه شکایت کوي، نه ژاړي، خو د دوی حرکات، چوپتیا، او له نورو سره واټن ډېر څه وایي.
که څه هم دا ماشومان له پلاره بې برخې نه وي، خو ډېر وخت داسې احساس کوي، لکه د مور یا پلار سیوری چې نه لري. په زړه کې یې یوازېتوب، بېوسۍ، او داخلي تشې ځای نیولې وي
ځکه پلار یوازې د نفقې راوړونکی نه دی؛
پلار د زړورتیا، خوندیتوب، او رواني ملاتړ ستنه ده.
هغه ماشومان چې له پلاره لرې لویېږي، د زړه په تل کې یو خاموش درد لري. داسې احساس کوي، لکه څوک چې نه لري؛ یا هغه تکیه یې ورکه ده، چې باید ورسره وای.
کله چې له دوی سره په ټولنه کې بې عدالتي وشي، یا له کومې ستونزې سره مخ شي
تر هر څه وړاندې د پلار نه شتون احساسوي
پلار یوازې یو نوم یا غایب کس نه دی
پلار د ماشوم لپاره غږ، ډاډ، او زړورتیا ده.
د پلار ملاتړ، مهرباني، او دا ساده خو ژوره جمله:
“لورجانې/زامنه، زه درسره یم”
ماشوم ته هغه ډاډ، باور، او سکون ورکوي، چې بل هېڅوک یې نه شي ورکولای
هغه ماشومان چې د پلار د مینې، ملاتړ، او پاملرنې حضور احساسوي
زړور، بااعتماده، او سالم روزل کېږي
ځکه پلار د ماشوم د ژوند بنسټیزه ډبره ده
که هغه ونه لري، کور ړنګ وي – که هر څومره له قیمتي ډبرو جوړ هم وي.
د پلار نه شتون، که څه هم د دې وطن د سخت ژوند له مجبورۍ او بېوزلۍ سره تړلی دی
خو د ماشوم پر احساساتو، باور، او تربیه ژور اغېز پرېباسي
نو که ته یو مساپر پلار یې، کله چې کور ته راځې ماشوم ته له ډالۍ سره سره، خپل وخت، مینه، او حضور هم ورکړه.
ځکه دا هغه شیان دي، چې ماشوم نه یوازې خوشحال، بلکې زړور، باوري، او د ژوند لپاره چمتو ساتي.
لیکوال: شاه زلمی
٢٠٢٥ د جولای ١٣ مه