س. ش
۱. اخلاقي بنسټ
اخلاق هغه ارزښتونه او اصول دي چې انسان ته د سم او ناسم تر منځ توپیر ور زده کوي. کورنۍ د ماشوم د اخلاقي شخصیت لومړنی ښوونځی دی، چې رښتینولي، امانت، درناوی او مسؤلیت پکې زده کېږي.
۲. د هویت بنسټ
هویت هغه احساس دی چې انسان خپل ځان د یوې کورنۍ، ټولني او ملت برخه بولي. کورنۍ ماشوم ته د خپل اصل، کلتور او ملي تړاو شعور ورکوي.
۳. د ارزښتونو بنسټ
ارزښتونه هغه اصول دي چې د یوې ټولني فکري او اخلاقي لوری ټاکي. کورنۍ ماشوم ته د درناوي، عدالت، همکارۍ او ګډ ژوند ارزښتونه انتقالوي.
۴. د ټولنیز چلند بنسټ
ټولنیز چلند هغه طریقه ده چي انسان له نورو خلکو سره اړیکه نیسي. کورنۍ ماشوم ته د ادب، همکارۍ، زغم او د ګډ ژوند اصول ور زده کوي.
۵. د مسؤلیت بنسټ
مسؤلیت د دې احساس دی چي انسان د خپلو کړنو او د ټولنې په وړاندې ځان مکلف وبولي. کورنۍ ماشوم ته د کور، ټولنې او ملت پر وړاندې د مسؤلیت حس ور زده کوي.
۶. د ملي شعور بنسټ
ملي شعور هغه فکري احساس دی چې انسان د خپل وطن، ژبې، تاریخ او کلتور ارزښت درک کړي. کورنۍ ماشوم ته د وطن سره مینه او د ملي هویت درناوی ور زده کوي.
لنډیز
کورنۍ یوازې د انسان د ژوند پیل نه دی، بلکې د ټولنیز شخصیت، اخلاقي جوړښت او ملي شعور لومړنی بنسټ هم بلل کېږي؛ ځکه د انسان د شخصیت ډېر مهم عناصر د کورنۍ په چاپېریال کې رامنځته کېږي


