ليکواله: سعديه امانزۍ
په پښتنه ټولنه کې د ښه زوی او ښې لور تعریف په هغو مادي او فزیکي معیارونو ولاړ دی چې نسلونه نسلونه یې زموږ د ځوانانو استعدادونه ځپلي.
په دوه لفظونو موږ ولاړ يو؛ د زوی لپاره د پیسو ګټل او د لور لپاره د کور کار ښه زده کول. د ټولنې ټول فکر دا ده چې زموږ د ژوند محور یوازې بقا او د نورو خوښ ساتل وي، نه د یو انسان په توګه وده کول، ژوند کول او ژوند زده کول.
په دې ټولنه کې له یو زوی څخه د کورنۍ او ټولنې تمه یوازې مادي وي، که زوی يې ډېر اخلاقي، باادبه، او په علمي لحاظ لوړ استعداد ولري خو پیسې ونه ګټي، ټول ورته د یو بې کاره انسان په سترګه ګوري، ځوان مجبوريږې چې زده کړې پرېږدې. ډېری ځوانان د دې لپاره چې ژر پیسې وګټي او د ښه زوی لقب ترلاسه کړي، خپلې زده کړې نیمګړې پرېږدي.
یو ځوان چې اقتصادي ستونزو سره مخ شي، د کورنۍ او ټولنې د پېغورونو له امله د سخت خپګان ډیپریشن ښکار شي. موږ ګورو په میلیونونو افغان ځوانان یوازې د همدې مسوولیت له امله په پردیو هېوادونو کې په سختو او خطرناکو کارونو بوخت دي، ترڅو په کور کې پرې خلک وویاړي.
له بلې خوا د جلۍ ارزښت یوازې د هغې په سلیقه، د کور په پاکوالي او پخلي کې کتل کېږي، که لور يې ډېره هوښیاره وي، د لویو افکارو او استعدادونو مالکه وي خو د کور په کار سمه ونه پوهېږي، هغې ته د یوې ناکاره جلۍ پیغور ورکول کېږي، د دې لیدلوري زيانونو ته بايد هره کورنۍ پام وکړي!
د ټولنې دا معیار د نجونو ټول فکر او انرژي یوازې په څو محدودو فزیکي کارونو کې بندوي او د هغوی فکري او علمي ودې ته لاره بندوي، جلۍ ته له وړکتوبه داسې روحیه ورکول کېږي چې ستا د ژوند یوازینی هدف د بل کور خسرګنۍ ته تلل او د هغوی خدمت کول دي، داسې لکه هېڅ خپلواک هویت چې ونلري. ډېری میندې او نجونې خپل ټول ژوند د نورو په خدمت کې تېروي خو دوی هېڅ د خپل ځان لپاره لاسته راوړنه او خوښي نه لري.
زموږ ټولنه ولې په همدې دوو لفظونو کې بنده پاتې ده؟
زموږ په ټولنه کې انسان محوری فکر نشته، موږ انسان ته د هغه د انساني ارزښت، فکري کچې او د هغه د هیلو درناوی نه کوو، يوازې هغه ته د ابزار یا وسیلې په توګه ګورو، زوی د کورنۍ لپاره د عاید سرچینه ده او لور د کور د کارونو د مخته وړلو وسیله ده.
تر هغې چې موږ د ښو تعریف بدل نه کړو، دا حالت نه بدلېږي. راځئ د يو بل حقوق وپېژنو ترڅو يوه پرمختللې او آباده ټولنه ولرو.


