سپین ږیری چې لمسې یې په زنګون کېنولې وه سر کوز کړ او په مخ یې مچ کړه، بیا یې په خندا ترې وپوښتل
” ښه عایشې جانی نور دی څه زده کړی دی؟”
انجلی چې د نیکه په زنګون یې ځان ډېره خوشحاله احساسوله، په نرم او پستی ژبی نیکه ته ووایېل
” قل هو الله می هم زده کړی دی”
“ښه لورکی ته یې ما ته ووایېه “
“قل هوالله هو احد* الله هو صمد* ای ای ای. . . “
“شاباس لورکی نور یې ووایېه “
” لم یلد* ولم یولد* ولم یکن له کفواً احد*”
“آفرین لورکی. نن چې له کاره راغلم بیا درته ایس کریم اخلم”
انجلی ډېره خوشحاله شوه او په خوشحالی د سړی له زنګون نه پاڅیده او په منډه یې ځان خپل مور ته ورساو او په خندا یې هغې ته ووایېل چې نیکه ورته مازیګر ایس کریم اخلی. مور یې هم مچ کړه او شاباس آفرین یې ورته ووایېل
انجلی چې ډېره خوشحاله شوی وه بیا د نیکه خوا ته راغله نیکه یې بیا په زنګون کېنوله او په خندا یې ترې وپوښتل.
“آفرین لورکی نور دی څه زده کړی دی؟”
انجلی چې نه شو کولای خپل د زړه خبره راساً خپل نیکه ته وکړی نو په آرامه یې نیکه ته ووایېل
“بابا ما موتر چلول هم زده کړی دی “
“هغه دی چېرته زده کړل؟”
“ماما کره چې تللې ووم، د هغه زوی ته یې یو لوی موټر اخیستی دی، په موټر کی کېناستم او یاد می کړ. “
“ښه ده لورکی زه به درته یو کوچنی موټرک هم واخلم “
انجلی بیا د سړی له زنګون جګه شوه او د مور په لور یې حرکت وکړ. مور یې چې پوهیدله انجلی بیا له ځان سره کوم پیام راوړی دی انجلی یې په غیږ کی کلکه ونیوله او ترې وپوښتل
“بیا بابا څخه تللې وی؟ “
“هو “
“څه دی وکړل؟ “
“بابا ته می وویېل چې زما اوس موټر هم زده دی “
“موټر دی چېرته زده کړ؟”
“ماما کره می زده کړ “
“ښه نرګیس اکی بابا درته څه ووایېل؟ “
” بابا ووایېل چې درته موټرک هم اخلم”
“ته خو موټرک لری. . . “
“هوم لرم یې. . . خو زما غټ موټر پکار دی “
“تا دی نیکه ته ووایېل چې کوم رقم موټر دی پکار دی؟ “
“نه، هغه خو له ما هیڅ ونه پوښتل “
انجلی پرته له دی چې نور له مور سره خبری وکړی. د هغې له غیږ یې ځان وایسته او د سړی په لور یې منډه کړه. بابا یې چې پوهیده، انجلی په هر ځل راتګ کی یوه خبره لری نو په خندا یې ترې وپوښتل
“بیا څه خبره ده؟”
“بابا ما ته غټ موټر واخله “
“څومره غټ؟ “
“دروازی قدر “
“ښه ده لورکی هر وخت چې بیکاره شوم بیا یې درته اخلم “
انجلی بیا د مور په لور منډه کړه او په خوشحالی یې ورته ووایېل
“بابا ویل راته غټ موټر اخلی “
“څومره غټ؟ “
“دروازی قدر “
“ښه ده لور کی بیا به بیرون ته نه ځی “
“نه بیا بیرون ته نه ځم او تمامه ورځ به په خپل موټر کی ناسته یم.”
سړی چې مازیګر له کاره راغی له ځان سره یې یو غټ د لوبو موټر هم راوړی وو. د سړی میرمن چې د سړی په شان زړه شوی وه حیران پاتی وه چې میړه یې موټر په کومو پیسو واخیست په حیرانتیا یې له سړی نه وپوښتل
” سړیه موټر دی واخیست؟”
“هو “
“دا خو ډېر غټ موټر دی په دومره غټ موټر څه کوي؟”
“عایشې ته می واخیست “
” عایشې دومره غټ موټر څه کوي؟”
“پکې ګرځی “
“چېری؟ “
“د کور مینځ کی “
“یو کوچنی موټر به دی اخیستی وو، دومره غټ موټر ته څه اړتیا وه؟ . . . پیسې دی له کومه کړی”
” پور می کړی”
” څه ضرورت وو، یوه خبره وه تیره شوه، ددومره کوچنی انجلی کله په یاد پاتی کېږي. یو وړوکی موټر به دی ورته اخیستی وو”
” نه پرېږده یو خو بیوزلی په خپله نا امیده ده چې په میاشتو، میاشتو پلار نه ګوری که زه هم د هغې خبره ونه منم نو څوک به یې بیا غم خوری.”
پای
سمیع الله خالد سهاک
مزارشریف، افغانستان
د وری یوویشتمه، ۱۳۸۹ کال


