د شنو غونډیو په منځ او په یوه ارام او ښکلي کلي کې یو مهربان هلک اوسېده چې نوم یې پتنګ و. پتنګ له خپل پلار، مور، نیا ، نیکه او کوچنۍ خور لیلا سره ژوند کاوه. هغه به تل مشرانو ته درناوي او سلام کاوه او ښوونځي ته له تګ مخکې به یې له خپل پلار سره د پسونو په مړولو کې مرسته کوله.
د پسرلي فصل کی یوه ورځ د پتنګ نیکه هغه ته د انارو یوکوچنۍ نیالګی ډالۍ کړ. نیکه په موسکا وویل:
» نیالګی د یو کوچني ماشوم په څېر دی. که یې په حوصله او مینې پالنه وکړې، یوه ورځ به ټولو ته خوږې مېوې ورکړي«.
پتنګ خوشحاله شو او نیالګی یی د خپل کور په انګړ کې په ډېر احتیاط کښینوه. هره ورځ به یې د کلي له څاه څخه په یوه کوچني سطل کې اوبه راوړلې او نیالګي ته به یې ورکولې. کله به هوا ګرمه وه او کله به زورور باد لګېده، خو پتنګ به هېڅکله خپله کوچنی نیالګی نه هېروو.
یوه غرمه پتنګ ولیدل چې د دوی ګاونډی، کاکا کریم چی یو زوړ سړی وو، کور ته د لرګیو په وړلو کې ستونزه لري. که څه هم پتنګ غوښتل خپلې ونې ته اوبه ورکړي، خو سطل یې پر ځمکه کېښود او د کاکا کریم مرستې ته یی ورمنډه کړه.
کاکا کریم وویل «زویه! ډېره مننه. ستا مور او پلار ته ډېر ښه روزلی یې.»
کله چې پتنګ بېرته کور ته راغی، ویې لیدل چې خور یې لیلا لا له مخکې ونې ته اوبه ورکړې دي.
لیلا وویل»شاباس، ډیر ښه کار دې وکړ چی له کاکا کریم سره دې مرسته وکړه. نیالګی انتظار کولی شي، خو خلک چی مرستې ته اړتیا لري، ډیر انتظار نه شي کولای. نو خلکو سره مرسته تر هر څه مهمه ده او مرسته باید په وخت وشي. «
نیا یې چی د هغو خبرو ته غوږ نیولی و، موسکۍ شوه او یو پخوانی متل یې ورته ووایه چی:
«هغه کور چې له ګاونډیانو سره مرسته کوي، تل له برکته ډک وي.»
ورځې، میاشتې او فصلونه تېر شول. د پتنګ کوچنی نیالګی ورځ تر بلې لوړیده او یوه ورځ جګه او پیاوړې ونه شوه. د مني په موسم کې یې سره، ښکلي او خواږه انار ونیول. انار ډېر خواږه او له اوبو ډک وو.
د دې پر ځای چې ټول انار ځان لپاره وساتي، د پتنګ کورنۍ تصمیم و نیوه چی خپل آنار په ګاونډیانو او ټولو کلیوالو تقسیم کړل. نو، یوه ورځ کله چې د کلي خلک راټول شوی ول، پتنګ د ونی انار تولو ته ورکړل، ټولو د پتنګ له کورنۍ څخه د هغوی د مهربانۍ او سخاوت په خاطر مننه وکړه.
نیکه یی خپل لمسي ته وکتل او ویې ویل:
»تا یوازې یوه ونه ونه روزله، بلکې سخاوت، زغم او دوستي ته دې هم وده ورکړه«
د کلي ماشومانو له هماغې ورځې وروسته له پتنګ څخه یو مهم درس زده کړ او هغه دا چی که خلک خپلې خاورې ته پاملرنه وکړي، مشرانو ته درناوی وکړي، له خپلو ګاونډیانو سره مرسته وکړي او هغه څه چې لري له نورو سره یې شریک کړي، نو ټوله ټولنه به پیاوړې او خوشحاله شي.
د کیسې پیغام: مهرباني، زغم، درناوی او له نورو سره شریکول تر ټولو خوږې مېوې دي چې یو انسان یې په خپل ژوند کې روزلی شي.
پای
داکتر سمیع الله خالد سهاک
کلیفورنیا، د امریکا متحد ایالات
جون، ۲۰۲۶ کال


