لیکوال: ډاکټر سمیع الله خالد سهاک
عمران د خپل مکتب (ښوونځي) له همصنفیانو سره له ښوونځي بهر په یوه لنډ سفر تللی و. په لاره کې ښوونکي ورته وویل:
“نن به موږ د کدوانو یو پټی ووینو.”
زده کوونکي ډېر خوشحاله شول. کله چې ښوونکي ورته وویل چې هر زده کوونکی کولای شي له ځانه سره یو کدو هم کور ته یوسي، نو شاګردان لا نور خوشحاله شول.
عمران او رسول، چې ډېر نږدې ملګري وو، له یو بل سره هوډ وکړ چې یو لوی کدو به کور ته یوسي، څو د خپلې کورنۍ غړي خوشحاله کړي.
له شاوخوا نیم ساعت وروسته دوی د کدوانو پټي ته ورسېدل. عمران منډه کړه او یو ډېر غټ کدو یې خوښ کړ. هغه د ښوونکي په مرسته کدو له بوټي وشکوه او په اوږه یې کېښود.
د هغه ملګري رسول هرڅه ولټول، خو د عمران په اندازه غټ کدو یې پیدا نه کړ. هغه لږ غوسه شو او د عمران پسې یې منډه کړه، څو کدو ترې واخلي.
عمران په منډه یو کوچني دېوال ته وخوت او خپلې منډې ته یې دوام ورکړ. رسول، چې لا هم ورپسې منډې وهلې، ونه توانېد چې کدو ترې واخلي. نو په بېاحتیاطۍ یې ټېله ورکړه او عمران یې له دېواله وغورځاوه.
عمران، چې غټ کدو یې هم په لاس کې و، ونه توانېد چې خپل توازن/انډول/تعادل وساتي، ولوېد او په ژړا یې پیل وکړ.
رسول، چې د خپل دې کار له امله ډېر پښېمانه شوی و، سمدستي یی منډه کړه او ښوونکی یې خبر کړ.
ښوونکی راغی او ویې لیدل چې د عمران یو لاس ډېر پړسېدلی دی او په ښورولو سره یې درد نور هم زیاتېږي. هغه فکر وکړ چې ښايي د عمران لاس مات شوی وي. نو ځکه یې د لاس له نور ښورولو ډډه وکړه او په وارخطایۍ یې امبولانس ته زنګ وواهه، څو عمران روغتون ته یوسي.
رسول د عمران تر څنګ ولاړ و او په ورو غږ یې ورته وویل:
“عمران جانه!”
“عمران جانه، ما وبخښه.”
“لطفاً ښوونکي ته زما نوم مه اخله.”
“که معلم خبر شي، بیا به زما پلار ته ووایي، او زما پلار به ما ډېر ووهي.”
عمران پوهېده چې که د رسول نوم واخلي، څه به پېښ شي. نو کله چې ښوونکي ترې وپوښتل:
“عمرانه! څه وشول؟”
هغه ځواب ورکړ:
“ما منډې وهلې، له دېواله ولوېدم.”
رسول د عمران د دې مهربانۍ له امله نور هم پښېمانه شو او له ځان سره یې هوډ وکړ چې بیا به هېڅکله د حسد او غوسې له امله داسې کار نه کوي چی ممکن نورو ته ضرر ولري.
د کیسې پیغام
- حسد او غوسه انسان له تېروتنې سره مخ کوي.
- که څوک خپله تېروتنه ومني او بخښنه وغواړي، باید بخښنه ورکړل شي.
- ریښتینی ملګری هغه دی چې د بل درد احساس کړي او له خپلې تېروتنې زده کړه وکړي.
پای
ډاکټر سمیع الله خالد سهاک
د ۲۰۱۸ کال د نومبر ۲۹
کلیفورنیا، د امریکا متحده ایالات


