ژباړه: حماد هلال
له پیسو سره د ماشومانو اشنا کول، هغوی ته د پیسو د ګټلو او لګولو لارې چارې ورښودل او سپما ته یې هڅول، د هغوی په اقتصادي راتلونکي کې مهم رول لرلی شي.
څنګه له ماشومانو سره د پیسو په اړه خبرې وکړو؟
دا یوه عاقلانه پرېکړه ده چې د پیسو په اړه د ماشومانو روزنه له کم عمره پیل کړو. موږ نه غواړو چې ماشومان له پیسو محروم وساتو، بلکې غواړو د پیسو پر ارزښت پوه شي. ماشومان ویني چې پیسې د پلار له جېبه وځي، خو ډېری یې نه پوهېږي چې پیسې څنګه لاسته راځي او څنګه مصرفېږي. له همدې امله، پکار ده چې ماشومانو ته له کوچنیوالي د پیسو ارزښت ور زده کړو، څو په راتلونکي کې بریالي واوسي.
په کم عمر کې ماشومانو ته د پیسو د مدیریت ور زده کول دا ګټه لري چې هغوی پوهېږي که پیسې پر غیرضروري شیانو ولګوي، ډېر ژر به بېپیسو شي. دوی زده کوي چې پیسې څنګه ولګوي، څنګه یې سپما کړي او په راتلونکي کې څنګه ښې مالي پرېکړې وکړي.
که تاسو پیسې په ناسم ډول لګوئ او اسراف کوئ، نو د ماشومانو لپاره د پیسو د سم مدیریت ښه بېلګه نه شئ کېدای. په دې حالت کې، وروسته نه شئ کولای خپل ماشومان د ځوانۍ پر مهال د خراب اقتصادي وضعیت له امله ملامت کړئ. دا یوازې د ښوونکو دنده نه ده چې ماشومانو ته په ښوونځي کې د پیسو په اړه هر څه ور زده کړي؛ بلکې د ماشومانو د روزنې دا مسوولیت تر ډېره د هغوی د والدینو او سرپرستانو پر غاړه دی.
د پیسو اړوند د لغتونو او مفاهیمو د زده کړې لارې چارې
ماشومان داسې وروزئ چې خپلې پیسې یوازې پر اړینو شیانو ولګوي. وروسته هغوی ته یوه اندازه اونیزې یا میاشتینۍ پیسې ورکړئ؛ کمعمره ماشومانو ته اونیزې او مشرانو ته میاشتینۍ پیسې مناسبې دي. اجازه ورکړئ چې خپله بودجه تنظیم کړي او د خپلې خوښې او اړتیا له مخې یې ولګوي.
ماشومان وهڅوئ چې د پیسو د ګټلو او سپما کولو لپاره هڅه وکړي. هغوی ته د پیسو د سپما کولو بېلابېلې لارې ور وښایئ او مرسته ورسره وکړئ چې یوه مناسبه لاره غوره کړي. تنکیو ځوانانو ته د رخصتیو پر مهال یا له درسونو وروسته د کار زمینه برابره کړئ. ماشومانو ته ور زده کړئ چې د مهمو موخو د ترلاسه کولو لپاره کله ناکله له ځینو تفریحي بوختیاوو تېر شي. همدارنګه، د هغوی لپاره د لنډمهالې او اوږدمهالې سپما پروګرامونه جوړ کړئ.
د بېلګې په توګه، ماشومان وهڅوئ چې خپلې پیسې په څو برخو ووېشي: یوه برخه د خیریه کارونو او نورو سره د مرستې لپاره، یوه برخه د اړینو توکو د پېرلو لپاره، یوه برخه د لنډمهالې سپما لپاره، لکه د لوبو د وسایلو د اخیستلو په موخه، او بله برخه د اوږدمهالې سپما لپاره، لکه د سفر د ټکټونو اخیستلو یا مېلمستیا لپاره. همدارنګه، د ورځنیو اړتیاوو او خوړو لپاره هم یوه اندازه پیسې ځانګړې کړئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې ماشومان مو د خپلو پیسو یوه برخه سپما کوي.
هغوی د کورنۍ له لګښتونو خبر کړئ. که امکان ولري، په ګډه د لګښتونو د کمولو لپاره کار وکړئ او له ماشومانو وغواړئ چې د غیرضروري لګښتونو په کمولو کې مرسته وکړي. د بېلګې په توګه، کله چې تلویزیون یا څراغونو ته اړتیا نه وي، هغه بندول د برېښنا د لګښتونو د کمولو یوه ښه لاره ده.
ماشومانو ته وښایئ چې د پیسو سپما څنګه د وخت په تېرېدو زیاتېږي. همدارنګه، د ورځني ژوند په بېلابېلو چارو کې د پیسو د سم لګولو په اړه یې پوه کړئ. د بېلګې په توګه، که ماشوم خپله یوه لوبتکه ماته کړي او د هغې د بدل اخیستلو لپاره خپلې پیسې ولګوي، نو د خپلو پیسو پر ارزښت به ښه پوه شي.
د پیسو په اړه لوبې هم له ماشومانو سره مرسته کوي چې د پیسو اړوند لغتونه او مفاهیم زده کړي. دا چې ماشوم زده کړي خپلې پیسې پر بېګټې شیانو ونه لګوي، په خپله یو مهم درس دی.
کله چې ماشومان د سپما لپاره هڅه کوي، خوشحاله کېږي او پر ځان ویاړي. هغوی وهڅوئ او د هڅو ستاینه یې وکړئ. که ماشومان مو لویې او ګرانبیه غوښتنې ولري، لکه تفریحي پارک ته تلل، د تلویزیون یا ټابلیټ اخیستل، نو ټوله کورنۍ کولای شي د سپما په برخه کې ورسره مرسته وکړي. په کور کې په مناسب ځای کې د سپما لپاره د پیسو صندوق اېښودل هم یوه ښه لاره ده.
په دې توګه، په ماشومانو کې د سپما کولو لېوالتیا پیدا کېږي. ګډ کار، د کورنۍ ګډې موخې او د هغو ترلاسه کول ماشومانو ته د ویاړ احساس ورکوي. هغوی زده کوي چې مسوولیتمنونکي واوسي، د خپلو موخو لپاره هڅه وکړي او د پیسو په لګولو کې له پامه کار واخلي.
د پورته لارښوونو په عملي کولو سره به ماشومان د سپما او پانګونې پر ارزښت پوه شي. هغوی ته ور زده کړئ چې تل د کورنۍ له غړو څخه د پیسو او مرستې تمه ونه لري، بلکې که د څه شي غوښتنه لري، د ترلاسه کولو لپاره یې خپله هم هڅه وکړي.


