تاند – د ماشوم روزنه او پالنه که څه هم په لومړي نظر ستونزمنه ښکاري، خو د سمو لارو چارو او د والدینو د لا زیات پوهاوي په مټ نه یوازې اسانه کېدای شي، بلکې له خوښیو او ښایسته شیبو څخه ډکه هم وي. د ماشوم د سالمې روزنې لپاره د والدینو چلند او روزنیز سبک ډېر مهم رول لري.
د ماشوم د روزنې اووه بنسټیز اصول
۱- روزنه د زدهکړې یوه بڼه وګڼئ
د ماشوم روزنې ته باید د سزا ورکولو پر ځای د زدهکړې او لارښوونې په سترګه وګورئ. ماشوم باید زده کړي چې څنګه له نورو سره چلند وکړي، صبر ولري، همکاري وکړي او له خطرونو ځان وساتي. دا زدهکړې وخت غواړي او د والدینو ثبات، حوصله او مینه د دې مهارتونو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
۲- هېڅکله ماشوم مه وهئ
که د ماشوم چلند هر څومره ناسم وي، وهل او ټکول باید د روزنې وسیله ونه ګرځي. وهل ماشوم ته دا پیغام ورکوي چې زور کارول د ستونزو د حل لاره ده. که غوسه یاست، له حوصلې کار واخلئ، لږ دمه واخلئ چې ارام شئ.
۳- مثبت چلند ته پاملرنه وکړئ
کله چې ماشوم ښه کار کوي، لکه له نورو سره د لوبو شریکول یا د خپلو شیانو ټولول، هغه وستایئ او وهڅوئ. دا کار ماشوم ته ښيي چې ځان ته د نورو د پام د اړولو لپاره بد چلند ته اړتیا نشته.
۴- په اصولو کې ثبات ولرئ
کوچني ماشومان ثبات ته اړتیا لري. که یو کار پرون منع و، نن هم باید منع وي. پکار ده ماشومانو ته کله ناکله یوه خبره څو ځله تکرارول وویل شي تر څو یې پوره زده کړي.
۵- لنډې او واضح خبرې وکړئ
کله چې ماشوم تېروتنه وکړي، اوږدې ویناوې مه کوئ. سمدم ورته «نه» ووایاست او په لنډو کې یې دلیل بیان کړئ. وروسته یې مناسب کار ته متوجه کړئ.
۶- له روزنیزو وقفو څخه په سمه توګه ګټه واخلئ
د روزنیزې وقفې (Time-out) کارول د هغو ماشومانو لپاره مناسب دي چې د هغې مفهوم درک کولای شي. دغه وقفه باید لنډه وي او مقصد یې د ماشوم ارامول وي، نه سپکاوی.
۷- د سم چلند لپاره شرایط برابر کړئ
هڅه وکړئ ماشوم له داسي حالت سره مه مخامخوئ چې د ځان کنټرول ورته ستونزمن وي، لکه د ستړیا یا لوږې په وخت کې لېري ځای ته بیول. د ماشوم چاپېریال داسې تنظیم کړئ چې د ستونزو امکانات پکې لږ وي.


