پلار او مور په واقعیت کې د بڼوالانو په څېر دي. لکه څنګه چې بڼوال یوه ګل ته اوبه ورکوي او د هغه پالنه کوي، یا د مڼو یو نیالګی کینوي او پالنه یې کوي چې راتلونکې کې ترې مڼې ترلاسه کړي. د ماشومانو روزنه او پالنه هم همداسې ده. مور او پلار باید د خپلو ماشومانو استعدادونه وغوړوي. د هغوی د استعدادونو غوړېدا ته باید وخت ورکړل شي. که تاسو پر ماشومانو خپله ډېره انرژي ولګوی، راتلونکې کې ښه پایله ترلاسه کولای شی.
د مطلب په دوام هغه ټکي تاسو سره شریکوم چې د ماشومانو د ارواپوهنې متخصصانو د ماشومانو د ښې روزنې لپاره وړاندیز کړي دي.
۱: د ماشومانو د روزنې لومړنۍ تګلاره داده چې د نورو له خوا د هغه په ژوند کې لاسوهنه ونه شي او هغه ته کنایې او ګیلې ونه کړي. د هغوی د روزنې لپاره باید تاسو خپله شرایطو ته په کتو ثابتې تګلارې جوړې کړی.
۲: مور او پلار باید د روزنې د لارو چارو په غوراوي یا انتخاب کې همغږي او تفاهم ولري. دوی باید دا ومني او باور پرې وکړي چې د ماشومانو په ښې روزنه کې مهم رول لري.
۳: خاوند او میرمن چې یو بل ته کوم درناوی کوي، هغه درناوی دی چې په راتلونکې کې یې ستاسو ماشوم تاسو ته کوي، یعنې تل د ژوند له شریک یا شریکې سره له درناوي ډک چلند وکړئ، که ستاسو د ژوند شریک یا شریکه کومه تیروتنه کوي، په ګوښې کې ورسره خبرې وکړی، نه د ماشومانو په مخ کې.
۴: له پیدایښته تر دوه کلنۍ پورې له خپل ماشوم سره د سترګو له لارې اړیکه نیسی. هغه ته وخاندی او ناز ورکړی. ماشوم ونازوی ځکه چې د جسمي او ذهني ودې لامل یې کیږي.
۵: د ماشومانو چلند له دریو اړخونو متاثره کیږي( جنیتیک، د کورنۍ چاپیریال او ټولنه ). ستاسو یعنې د مور او پلار د کورنۍ فضا چې هر ډول وي، ستاسو د ماشومانو پر چلند باندې مستقیم اغیز لري. تاسو خپل چلند او رفتار ته پام وکړی، ځکه ماشومان دا هر څه ګوري او زده کوي یې.
۶: د ماشوم ښو کړنو ته پاملرونه وکړی او ارزښت ورکړی، له همغه ماشومتوبه کله چې ماشوم ښه او مثبت کار کوي، هغه ته ووایی چې له ښه چلنده یې څومره خوشاله یی. که چیرته تاسو د ماشوم ښو کړنو ته ارزښت ورنه کړی او پام ورته ونه کړی، هغوی به هڅه وکړي چې په بدو کړنو سره ستاسو پام ځانته واړوي.
۷: ماشومان دغې نړۍ ته د مور او پلار له سترګو ګوري. هغوی ته منفي ذهنیت مه انتقالوی.
۸: په کورنۍ کې یو لامل چې د ماشوم د بد چلند لامل ګرځي، هغه د هغوی رټل او تنبیه کول دي. د ماشوم فزیکي یا جسماني وهل ټکول منفي پایله لري. هڅه وکړی د وهلو پر ځای ماشومان د محرومیت له لارو خپلې تیروتنې ته متوجه کړی. له هغه څه یې د یو څه مودې لپاره محروم یا بې برخې کړی چې پخوا مو ورته ویلي.
۹: ماشومان خپلې لانجې ته مه شاملوی، که تاسو یو پر بل غسه یی، پر ماشومانو زړه مه تشوی.
۱۰: د ماشومانو د خندولو، هغوی سره د لوبو کولو او هغوی ته د وخت ورکولو له هر فرصته ګټه واخلی. له دې سره به هغوی هم ستاسو خبرو ته غوږ کیږدي او دا د ماشومانو د روزنې ښه تګلاره ده.
۱۱: د خپلې کورنۍ د چاپیریال لپاره قوانین وټاکی. دغه قوانین خپلو ماشومانو ته ووایی. د بیلګې په ډول، زمونږ د کورنۍ قانون دادی چې سهار ۸ بجې له خوبه پاڅېږو، په نهو بجو د سهار چای څښو. ټول دغه مسایل کولای شو د قانون په څېر جوړ عملي او ماشومانو ته هم دا کار ور وښیو.
۱۲: ورزش، حرکت او لوبې د ماشومانو د مغز او جسمي تقویت او پر ځان د باور موندنې ښې لارې دي. دغه کارونه د خپګان او سترس مخه نیسي او ماشومانو ته وده ورکوي.
۱۳: که ښاد ماشومان او نیکمرغه کورنۍ غواړی، لومړی د ځان په ساتنه او ځانته په پام تمرکز وکړی. له رواني او جسمي پلوه ځانته پام ډېر کړی.
۱۴: د ژوند له شریک/شریکې سره د خپلې اړیکې پام وساتی. که د ژوند له شریک/ شریکې سره تل نانندرۍ او لانجې ولری، نه شی کولای چې له رواني پلوه روغ ماشومان وروزی.
۱۵: ماشوم باید پوه شي چې تاسو یې د یوه کار په وړاندې څه ډول غبرګون ښیی. ځکه له دې سره به ماشوم د خوندیتوب حس ولري. که مو د خپل ماشوم یوه کار ته یوځل وخندل، بل ځل په همغه کار مه ورته غسه کیږی. له دې سره ماشوم له دوو لارو سره مخامخیږي او ښه احساس نه کوي.
۱۶: د ماشومانو د ښې روزنې یوه تګلاره پر هغوی چیغې نه وهل، یا په زوره غږ نه کول دي. پر ماشوم چیغې وهل ستاسو د کمزورۍ نښه ده، دا کار د وخت په تېریدو له ماشوم سره ستاسو اړیکه خرابوي.
۱۷: له ماشوم سره تکراري او بې نتیجې بحث مه کوی، تل نصیحت هم مه ورته کوی، هڅه وکړی چې پیاوړی اوسی او په خپله خبره ودریږی.
۱۸: له ماشومه د خفګان اظهار په ارام لحن او له سپکاوي پرته وکړی. له دې سره به مو ماشوم ستاسو خبرو ته متوجه شي، نه د خبرو لحن ته.
۱۹: له ناز او مینې د ماشوم بې برخې کول هغه تنبیهي عمل دی چې ماشوم کې د ویرې لامل کیږي. له دغې تګلارې کمه استفاده وکړی.
۲۰: له ماشومانو سره مو خبرې وکړی، هغوی ته ووایی چې ولې باید دا کار وکړي او ولې دا کار ونه کړي. کلک اوسی، خو مهربانه.
۲۱: د ماشومانو د روزنې لپاره مهربانه پاته کېدل او په ورته وخت کې قاطعیت ښې لارې دي، قاطعیت تاسو سره مرسته کوي چې په خپله خبره ولاړ پاته شی. ماشوم ته رشوت مه ورکوی، هغه چنه باز او جنجالي مه روږدی کوی. ماشوم مو درک کړی او پر هغه چیغې مه وهی.
۲۲: د ماشومانو هغو بدو کارونو ته ارزښت مه ورکوی او پام مه ورته کوی چې غواړی ستاسو ماشوم ترې لاس په سر شي، پر ځای یې د هغوی ښو کارونو او کړنو ته ارزښت ورکړی او پام ورته وکړی.
۲۳: د ماشومانو ژوند مو له خوشاله کوونکو فعالیتونو ډک کړی، له دې سره د هغه چلند هم ښه کیږي.
۲۴: د خپل ماشوم احساساتو او عقایدو ته درناوی وکړی، هغوی مه رټی. ان که احساسات یې منفي هم وي. هغوی ته اجازه ورکړی چې خپل احساسات بیان او مرسته ورسره وکړی چې مدیریت یې کړي.
۲۵: مونږ باید د والدینو په توګه خپلې تربیې او روزنې ته پام ډېر کړو. ځان باندې تمرکز زیات کړی، چیغې مه وهی، له زوره کار مه اخلی، ماشومانو ته د نصیحت پر مهال غسه مه کوی، هغوی له بل چا سره مه پرتله کوی، سپکاوی هم مه ورته کوی.
۲۶: ماشوم سره مو بې له شرطه مینه وکړی، هغوی ته مه وایی چې مینه ورسره نه لری ځکه چې پلانی کار یې نه دی کړی. بلکې ورته ووایی چې ستاسو دغه بد کار مې نه خوښېږي.
۲۷: له ماشومانو څخه د هغوی د عمر مطابق تمه ولری. تل خپل ماشوم له نورو سره په پرتله کوی.
۲۸: خپل ماشوم ته د انتخاب حق ورکړی، له دغه کار سره ستاسو ماشوم پر ځان باور کوي او دغه حس یې پیاوړی کیږي.
۲۹: د خپلو ماشومانو غیر منطقي غوښتنې مه منی، د هغوی د اړتیاوو پوره کېدو ته لومړیتوب ورکړی.
۳۰: خپل ماشوم ته درناوی ور زده کړئ، هڅه وکړی تل له هغوی سره په درناوي او ادب چلند وکړئ.
۳۱: د ماشومانو د مالکیت حس ته درناوی وکړئ. هغه د دې لپاره مه رټی چې ولې یې خپله کوټه نه ده پاکه کړې. ولې یې دغه جامې اغوستي یا کوم ذوق که لری، هغه ورته مه وژنی.
۳۲: له اندازې ډېر د خپلو ماشومانو ستاینه او تعریف مه کوئ. ځکه کله چې لوېږي، بیا فکر کوي چې ستاسو تعریفونه سم نه و او له همدې سره ویره ورته پیدا کیږي.
۳۳: خپلو ماشومانو ته د هغوی د عمر مطابق اهداف وټاکی. د هغوی ښه تشویق او لارښونه هدف ته د هغوی له رسیدو سره مرسته کوي. هغوی باید خپله وړتیا وپیژني.
۳۴: که د پلار یا مور په توګه، له تاسو نه کومه تېروتنه وشوه، له ماشومه مو بښنه وغواړی. له دې سره ماشومان هم زده کوی چې د تېروتنې په وخت کې بښنه وغواړي.
۳۵: ماشومانو ته تر یوه ځایه ازادي ورکړی، داسې چې نه ځان او نه بل چا ته زیان واړوي. داسې چې تاسو هم غسه نه کړي.
۳۶: تاسو په منظمه توګه خپل ماشوم د هغوی د تیروتنو له کبله مه تنبیه کوئ، دغو تېروتنو ته یې د یوه ښه کار د پيل د فرصت په توګه وګورئ.
۳۷: داسې مهال ویش جوړ کړی چې ماشومان د شپې له خوا وختي ویده شي. د هغوی د خوب مهال ویش منظم کړئ. کوم ماشوم چې د شپې ناوخته ویده کیږي، ذهنا بد اغیز پرې کوي.
۳۸: هڅه وکړی چې د ماشومانو د روزنې لپاره تل نوې تګلارې مطالعه کړئ. ځکه د چاپیریال او شرایطو په بدلون سره ممکن د روزنې تګلارې هم بدلې شي.
۳۹: د بریالیو والدینو یوه ځانګړتیا داوي چې نړۍ ته باید د ماشومانو له سترګو وګوري. کله چې نړۍ ته د ماشومانو له سترګو وګوری، تاسو کم عصباني کیږی او د هغوی کارونه په اسانه سره درک کولای شی.
۴۰: بریالي والدین له ماشوم سره د مینې ترڅګ هغوی ته ځینې کرښې مشخصوي. هغوی خپلو ماشومانو ته د مثبتو او منفي احساساتو د مدیریت چل ورښيي. له دې سره ماشومان دا وړتیا پیدا کوي چې خپلې ستونزې حل کړي.