د ماشومانو ذهني وده یا ( mental-development in children ) د ماشومانو د ودې یو مهم اړخ دی. د ودې دغه اړخ له زیږون سره همهاله پيلیږي او د وخت په تېرېدو او د ماشوم له جسمي ودې سره همهاله تغیر کوي. په پیل کې د ماشوم ذهني غبرګونونه ډېر ساده وي، خو د وخت په تېرېدو په پیچلو ذهني فعالیتونو بدلیږي.
د ماشوم د ذهني ودې پړاونه:
ذهني وده د هغو وړتیاوو یوه ټولګه ده چې د ماشوم په ذهن کې وي. لکه د حضور، درک، مشاهدې، یاد ساتلو، تصور کولو، فکر کولو، د ستونزو د حل او دغه راز د ژبې د زده کولو وړتیا. دغه وړتیاوې د ماشوم د سن له زیاتېدو سره بدلون مومي او زیاتوالی په کې راځي. د بدلون دغه کچه عمر او ځانګړو تجربو ته په کتو متفاوته وي.
هر کس خپل ځانته په کتو وده کوي. پورته چې د کومو ذهني وړتیاوو یادونه وشوه له یوه او بل سره تړاو لري او په یوازې سر اغیزناک نه وي. د دغه متقابل تړون ترڅنګ د ذهني ودې یوه بله ځانګړتیا د هغو دوام یا استمرار دی.
د ماشوم ذهني وده، د ماشوم د نظر د پراختیا یو بل نوم دی. په لومړي سر کې دغه نړۍ د ماشوم ذهن ته لویه او ګیچ کوونکې وي چې له هغه لوری ورکوي. ورو ورو جزیات درک کیږي، تفاوتونه پیژندل کیږي او تجربې او زده کړې نویو اړیکو ته لوری ټاکي. دغه کار د شخص خپلو تجربو ته په کتو ترسره کیږي.
هغه عوامل چې د ماشوم پر ذهني وده اغیز کوي د مغز تکامل، اخذ او زده کړه ده.
هغه عصبي سیستم چې ماشوم ته په میراث پاته کیږي، هغه مهم عامل دی. دا عصبي سیستم له ماشوم سره مرسته کوي چې بېلابېل فعالیتونه او غبرګونونه سره همغږي کړي. دی د دې سیستم له لارې د اندامونو فعالیت تنظیموي. مغز چې د عصبي سیستم مهمه برخه ده، د ماشوم په ذهني وده کې مهم رول لري. دا موضوع د چاپیریال په درک هم رول لري.
د ماشوم د ذهني ودې لپاره د هغه د ژوند لومړني ۷ کاله ډېر مهم دي. د مغز چټکه وده مخکې له زېږون او له زېږون وروسته دوام کوي. که څه هم مغز خپلې ودې ته دوام ورکوي او د عمر په زیاتېدو سره بدلون مومي، خو د ژوند لومړني ۷ کاله یې ډېر مهم دي.
دا ۷ کاله په ژوند کې د سلامتیا او موافقیت لامل کیږي.
د ماشوم پر ذهني ودې پر جین سربیره نور فکټورونه هم اغیز کوي، لکه :
– د میندوارۍ او له هغه مخکې دوره کې د مور مناسبه تغذیه
– له عفونتونو یا مکروبونو سره مامخ کېدل
– له نورو خلکو سره د ماشوم تجربې
د ماشوم د بدن او ذهن پالنه او ساتنه د هغه د مغز د سالمې ودې اصلي لاره ده. مثبتې یا منفي تجربې کولای شي د ماشوم له ذهني ودې سره مرسته وکړي او کولای شي د عمر تر پایه پر هغه اغیز وکړي. د خپل ماشوم د جسم او ذهن د پالنې لپاره والدین ملاتړ او مناسبو علمي سرچینو ته اړتیا لري. د ماشوم له پیدایښته مخکې او وروسته د هغه ښه پالنه دا تضمینوي چې د هغه ذهن ښه وده کوي او خپلې وروستۍ وړتیا ته رسیږي.
د ماشومانو په ذهني وده کې د هغوی شخصي تجربې او د والدینو ونډه ډېره مهمه ده چې دواړو ته په لاندې ډول لنډه اشاره کوو.
– د ذهن په وده کې د ماشوم د شخصي تجربو ونډه:
ماشوم له پیدایښته د زده کولو لپاره چمتو وي او د عمر په اوږدو کې د زده کولو لپاره ډېر مهارتونه او وړتیاوې لري. د ماشوم د مغز وده د هغه له شخصي تجربو او دا چې له چا سره په اړیکه کې دی، تړلې ده. د ماشوم د مغز د ودې لپاره د هغه د ذهن پالنه ډېره مهمه ده.
– د ماشوم ذهن په وده کې د مور او پلار ونډه:
مور او پلار د ماشوم د لومړنیو ښوونکو په توګه د هغه د ذهن په وده کې د پام وړ رول لري. د مور او پلار له خوا له ماشوم سره خبرې، هغه ته کیسې کول او له هغه سره لوبې د ماشوم د مغز د تحریک او پرمختګ لامل کیږي. مور او پلار ته هم په کار ده چې د ماشوم د ذهني ودې لپاره له سالمو لارو چارو کار واخلي. د مور او پلار اساسي هدف باید د ماشوم روغه او سالمه وده وي. د ماشومانو د ښې ذهني ودې لپاره باید د هغوی روغتیا ته ډېر پام وشي او د روغتیا دغه وخت د مور په ګیډه کې د ماشوم له پیدایښته مخکې پیلیږي. کله چې مور او پلار د نوي ماشوم پلان کوي. مخکې له مخکې باید ډاکټر ته مراجعه وکړي، خپل معاینات وکړي او له روغتیایي پلوه ځان دې کار ته چمتو کړي. د ماشوم د ودې لپاره روغتیا پالان د زرو طلایي ورځو یادونه کوي او دا طلایي ورځې دمور په ګیډه کې د ماشوم له جوړېدو د هغه تر دوه کلنۍ پورې وخت دی چې باید پام ورته وشي.