زموږ د پکتیا د اطرافي سیمو ځینې کورنۍ ښارونو ته کوچېدلې. د اطرافو په نسبت په ښار کې اسانتیاوې او فرصتونه ډېر وي. هغه خلک چې له کلي ښار ته مخه کوي، د ډېرو دلیل همدا اسانتیاوې او فرصتونه وي. خو یو بل دلیل چې ځینې یې پټوي او ځینې یې وايي، هغه له تربوره تېښته ده. په کلیوالي سیمو کې د تربګنیت مطلب دوښمني ده؛ نو له دوښمن سره وره په وره اوسېدل ډېر سخت کار دی، په دې خاطر ځینې خلک دومره مجبور شي، چې خپل کلی او کور پرېږدي. که ځینو نورو کلیوالو امکانات درلودلی او یا یې د پولې او پټې په څېر روزي په ښار کې پیدا کولی شوای، نو هغوۍ به هم له تربوره ګډه په سر کړې وای.
موږ له مشرانو اورېدلي چې په وطن کې له جنګونو مخکې تربور ته د دوښمن په سترګه نه کتل کېدل؛ بلکې مرستندوی او همکار به بلل کېده. په قولبه کې به یې ورسره اشر کاوه، په شریکه به یې له غره لرګي راوړل، په مني کې به یې بامونه ورسره لېو کول، جومات به یې په شریکه اباد ساته، د کلي لارې به یې له واورو پاکولې… دا کارونه له تربور پرته ممکن نه ؤ؛ نو ځکه تربور ته مټ او وزر ویل کېده. خو جنګونو د نورو ګڼو ارزښتو په څېر، مرسته کوونکی تربور په دوښمن رابدل کړ.
مشران دا خپل یو مسؤلیت بولي چې خپلو کشرانو ته خپل تربوران ور وپېژني او دا تربوران هم د دې لپاره نه ورپېژني چې ورسره مرسته او کومک وکړي، بلکې دوۍ ورزده کوي چې له تربورانو نفرت وکړئ او که مو وس بر شو، نو د پرمختګ مخه یې ونیسئ. د دې لپاره وخت ناوخت، خپلو کشرانو ته د تربورانو په اړه کېسې کوي؛ له خپل پلار او نیکه څخه د وخت اتل او د فلم هېرو جوړ کړي او په تربور پسې د بوزدلۍ او بېغیرتي اړوند کیسې وتړي. په وروستیو کې دا متل هم پسې وکړي: تربور د تیارې مېوږی دی؛ یا د ژمي په توده او د تربور په خوږه به نه نازېږئ. دې ته ورته کېسې د مقابل لوري څخه هم روانې وي. په دې طریقه د دواړو خواوو په کشرانو کې پر یو بل د برترۍ حس پیاوړی شي.
هغه کورنۍ چې کوزې پښتونخوا ته مهاجرې شوې وې، وايي چې د اوسني ژوند په نسبت د مهاجرت ژوند له مینې او محبت ډک ؤ. که ځیر شو چې هلته څه و چې اوس نشته او مینه یې له منځه وړې؟ نو یو عمده لامل یې دا دی چې هلته خلک د اوس په څېر له خپلو تربورانو سره نه اوسېدل او نه پوله او پټی ؤ چې له تربور سره پرې جنجال وکړي.
که د تربګنیت په معموله طریقه کې مشرانو کوم خیر لیدلی وي، نو ښه دا ده چې کشرانو ته یې هم وښيي. خو مالومه خبره ده چې دا طریقه په کرکه او نفرت ولاړه ده. موږ څو نسلونه په کرکو کې لوی کړل، ښه به دا وي چې راتلونکي نسل ته د کرکې پر ځای مینه ورزده کړو. ماشومان باید داسې لوی کړو چې خپله برتري د نورو په ټېټوالي کې ونه ویني او د نورو برتري خپل ټېټوالی ونه ګڼي.
عزیز انیس
د ښوونځي مدیر