لیکنه: زکریا غورځنګ
نه جاپانیان او نه لوېدیځوال نابغه ګان دي او نه موږ پڅ ذهنه يو؛ زموږ او دوی تر منځ فرق دا دى، چې هغوی ناکام او کمزوری کس هڅوي، چې بیا پورته او بريالى شي، خو موږ بيا د بريالي کس پر وړاندې جنګېږو، ترڅو مات شي.
موږ د ماتې خوړلي کس لوېدل شرم، عیب او نیمګړنه ګڼو، خو هیڅکله مو د بیا ځلې پورته کېدو ذهنیت ورنکړ، چې دا نیمګړنه زموږ ټولنه له پخوا تر ننه لري.
همدارنګه د ماشومانو هڅونه او رټل، د هغوی پر وړاندېوالي او ماتې کې خورا موثر او په زیان دي، که وګورو هغه ماشومان چې تر شا یې یوه بامسولیته، لوستې او ملاتړې کورنۍ شتون لري، خپل ماشومان هڅوي، پر ماته یې نه رټي، ښکاره ده چې هغوی ډېر برلاسي او بریالي دي، د هغو په پرتله چې کورنۍ یې هیڅ نه دي تشویق کړي؛ بلکې په ماته او ناکامۍ یې رټلي او د بیا تګ احساس یې ور وژلی.
زموږ په ډیری ښوونځیو، مدرسو او مسجدونو کې ماشومان د وهلو او ټکولو له لارې درس ته رابولي/ زده کوي او یادوي، خو دا ښکاره ده چې د وهلو له لارې زده او یاد شوی درس ژر هیریږي، ځکه ماشوم دې کار ته آړ شوی؛ نه دا چې په خوښه، شوق او هڅؤنه یې لوستی او زده کړی.
ځینې بیا د پښتو دا متل هم دلیل راوړي چې “چیرته ډب نه وي هلته آدب نه وي” خو زه هغوی ننګوم چې له ډب پر بله لار د ماشوم ښه روزنه نه ویني او نشي پاللی.
ستاسو ماشومانو کې تېروتنه وکړه، څه یې ونشول لوستلی، پر تېروتنه او نه پوهېدنه یې مه رټئ، ورته ووایاست، “خیر! هیڅ خبره نه ده، تاسې ډېر لایق یاستئ، تاسې په ښوونځي او مدرسه کې ساری نه لرئ، بیا هڅه وکړئ دا ځل تاسو حتماً بریالي کیږئ.”
خپلو ماشومانو ته مو د بریا، وړاندې تګ او پر ځان د باور ذهنیت او احساس ورکړئ، که مو همداسې وکړل؛ بیا مه ځورېږئ چې ستاسې ماشومان به کمې نمرې واخلي.
که مو له خپلو لوڼو او زامنو د درس په اړه پوښتل، که زده یې وي پر تندي ښکل/ تشویق یې کړئ او که نه و پوه، ویې هڅوئ، لطفاً؛ د تهدید او رټلو فرهنګ بس کړئ.