خدای بښلي ادې مې راته ویل: اسده زویه! په کوچنني به هر وخت ناجوړه وي، او سخته خو دا وه چې تر تا کشر ورور دی منډې وهلی او ته له ځایه هم نه شوای پورته کیدای.
مشره خور مې اوس هم راته وايي: له تاسره به زه او ادې دواړه په ځور وو. هغه به د کور کارونو ته ستا له لاسه خلاصه نه وه. نو ماته به یې په غیږ کې را کړې په پښو ته نه شوای تللی، شل وي. که به مې په ځمکه کینولی ژړل به دي. ډارن او چغن وي.
د دوئ دا خبرې ټولې په ځای وي. زه یې چې د لومړي ځل له پاره ښوونځي شاملوم نو پلار مې داسې پریکړه کړې وه چې له خپل وراره (عبدالله چې اوس ښوونکی دی او زه ورته لالا وایم) سره یو ځای او په یوه ټولګي کې شامل شم. د ښوونځي په لومړۍ ورځ یې چې کله په صنف کې کښینولو نو مرحوم معلم صاحب ظریف خان یو یو هلک تختې ته پورته کاوه او یو دوه ټکي یا لنډې جملې به یې پرې لیکلي، ښه مې یاد شي کله چې زه تختې ته پورته کړم ماته یې وویل ولیکه « آس» ما « اس» ولیکه ده راته وویل یو شي یې پاته دی ته ووایه کوم څه درنه پاته دي.
ما چې هر څومره خپل لیک ته کتل ونه پوهیدم. را ته یې بیا وویل: وېی وایه ما وویل: الف دی سین دی اس، ده ویل سم دي نه دی لیکلی لږ پام وکړه، ما هغه وخت نه مد پیژاند نه یې په کاریدنه پوهیدم. نو په ژړا شوم. معلم صاحب راته وویل: کینه کینه ژاړه مه، الف دی مد دی سین دی آس.
بیا هغه کال زه له.ښوونځي پاته کړل شوم. او که ووایم بیا د ښوونځي تر پایه د ا پوښتنه رانه چا ونکړه چې آس څنګه باید ولیکل شي.
خیر همدې یو کال پاته کیدو زه د تعلیم په بهیر کې له ډیرو چانسونو څخه پاته کړم. (هغه په بله لیکه کې» اوس راځم خپلې اصلي خبرې ته، ماشوم مو تشویق کړئ. د ښوونځي د زده کړو په بهیر کې کرار کرار په مخ تلم، ډیر ښه هم نه وم خو ډیر بد هم نه وم.« منځ ومیانه کې وم» په پنځم ټولګې کې مو ښوونکی مرحوم راز محمد تلاش شو.
کورنۍ دنده یې د معارف ترانه راکړې وه چې دوه ځلې یې په نی ( نل) باندې ولیکو! سبا چې مې کورنۍ دنده ور ښکاره کړه نو ماته یې په ځیر ځیر وکتل او راته کړه، خط خو دي کټ مټ لکه د مدیر صاحب غوندې دی. افرین ښکلی خط او ښه املا او انشاء لري.
همدې افرین ویلو زما جوغه را لوړه کړه، په سبا یې اوم ټولګی ته ور وغوښتلم، کله چې هالته ورغلم نو ماته یې ویل: ورشه د خط کتابچه دي راوړه او دلته به د دوئ له اول نمره سره مسابقه کوي! زه راغلم خپله کتابچه مې ور واخیسته او یرغه یرغه ور روان شوم.
هالته یې زما د خط کتابچه هلکانو ته ور وښوده، ډیرو هلکانو وویل: افرین ښه خط یې دی. خو اول نمره او دوهم نمره ګان له تختې سره ولاړ وو. په همدې وخت کې یې د اوم ټولګي اول نمره ته وویل: ولیکه!
د پښتنو زلمیو وار دی. هغه ولیکل دوهمه لیکه یې ما ته وویله لکه باز منګولې سرې کاندې په ښکار.
ما هم ولیکه خو چې خپله لیکنه مې پای ته ورسوله، هلکانو راته چکچکې وکړې. او یوه کتابچه مې جایزه وګټله، دا ځل نو له دغه ټولګي څخه نور هم غربده را ووتم او ډیر تشویق شوم. دومره چې په هغه کال وتوانیدم په خپل ټولګي کې له اومې نومرې څخه درېیمې نومرې ته رامخکې شم، بیا نو دغزني ښار ته راغلم نا اشنا ښوونځي او نا اشنا ژبې سره مخ شوم.
دلته نو د مکتب د کتابونو تر خوا د ورور په کور کې مې مجلې، ورځپاڼې او ډول ډول کتابونه وو. دلته مې پټ پټ د شعر لیکلو هوس هم پیل کړ. یوه ورځ مې د «هیواده» په نوم یو شعر په کتابچه کې لیکلی و. ورور مې لیدلی او اصلاح کړی یې و. بیا د سنایې اونیزې ته استولی و.
د ښوونځي په نهم ټولګي کې وم. د خپل مشر ورور (محبوب بلهار جلالزی) سره کور ته کوم میلمه راغی، چې له کابل نه راغلی و. مشر ورور مې ورسره ناست و. ما د چایو پتنوس کې چاینکې، پیالي او شیرینې ور ورسول، خوا کې یې د سنايي او څو نورې ورځپاڼې او ایښي وي. همدا چې په مایې سترګې ولیګیدې نو میلمه ته یې وویل: اسدجان مې ورور دی. د مکتب درسونه هم ښه لولي او له اخبارونو سره یې اوس د مضمونو او شعرونو د وراستولو مرسته هم پیل کړې ده.
په دې توګه یې زما شعر (هیواده) ورته ولوست، زه حیران پاته شوم چې ما خو دا پټ لیکلی و. هغه شعر ښايي اویایمه برخه یې ده اصلاح کړی و. خودا چې له شعر سره زما په نوم مې سترګې ولګیدې ډیرپه غوره کې شوم. بیخې ځان راته لوی سړی ښکاره شو. ورور مې زیاته کړه، زه پوهیږم دی به ښه لیکوال، ښه معلم او وړ شخصیت شي.
هغه میلمانه هم دومره تشویق کړم چې اوس مې له ځانه سره ویل: یاره نو یو څوک به شي. له هغه وروسته مې د سنايي ورځپاڼې د «شاګردان معارف» په پاڼه ته یوه نیمه ادبي ټوکه، لیکنه اوجدولونه ور لیږل، د سنبلې میاشت وه یو جدول معما د شاګردانو په پاڼه کې خپور شوی و. ورسره لیکلي و. حل کیند وجایزه بیگرید. دا مې حل کړ او د اونیزې معاون استاد ستاک سروري صاحب ته مې وروړ، جدول یې وکوت او راته کړه، په بله هفته کې به ګټونکي اعلان کړو. خو ته اول کس یې چې جدول دي حل کړی دی. په دې سره ترې را ووتم. بله اونۍ چې اخبار کې د حل کننده گان جدول په تورو مې سترګې ولیګدې نو لومړی نوم زما و. او راته یې لیکلي چې اسدالله جلالزی متعلم لیسه سیداحمد مکه یی (رح) مستحق جایزه شناخته شده است. اوس نو څومره د خوشحالي احساس کوم. بیخې په ځان نه پوهیدم، د سنايي ورځپاڼې مدیریت ته ورغلم، مرحوم حضرت ګل سوله ییز د ورځپاڼې مدیر و. هغه راته وویل (ای ځوانه! ته خو ولا لوی سړی را وختي.
دا دی جایزه دي ګټلي خو جایزه داسې ده چې سل افغانۍ غواړې او که دا د «لمر» مجله، ما ورته وویل: د لمر مجله، زما له دې خبرې سره سوله ییز صاحب او سروري صاحب دواړه په خندا شول، بیا یې زیاته کړه: موږ سره ویلې ول که یې سل افغانۍ وغوښتې نو پینځوس افغانۍ به ورکوو او که یې مجله وغوښته نو بیا به سلګون او مجله دواړه ورکوو. واخله مبارک دي شه.
زه یې ډیر تشویق کړم.راته یی وویل: کوښښ کوه داسې وخت به راشي دلته به ته د دغه اخبار چلوونکي یې ته ها یی او دا یی… له شعبې یې خوشحاله را ووتم.
د مرحوم سوله اییز خبره رښتیا شوه بیا یوه موده د همدې سنايي ورځپاڼې مسوول مدیر وم. د لومړۍ ځل له پاره زما د دندې په مهال او د ګران ورورمحمدالله جلالی په کمال د سنايي ورځپاڼه د حروفچینې له زاړه سیستم څخه په کمپیوتري بڼه له چاپه را ووته.
خو له بده مرغه دا هغه وخت وو چې دوئ درانه مشران رانه بیل شوي وو. په پای کې په خپله خبره بیا بیا ټینګار کوم د خپلو ماشومانو ستاینه وکړئ او ورسره مینه