
عزیز انیس
زموږ ښوونځی د بازار تر څنګ دی. کله کله د بازار کونګري (کوچني سپي) د ښوونځي انګړ ته راداخل شي. ځینې زده کوونکي ګورم چې د دې کونګریو له ځورولو خوند اخلي. د معمول خلاف یوه ورځ ښوونځي ته پشه راغله. کوچنیو زده کوونکو ته چې د پشې راتګ نادره ښکاره شو، نو د هغې په خورولو یې پیل وکړ. له ښوونځي ورهاخوا؛ په کلي، کوڅه، بازار… کې دا ډول پيښې کمې نه دي. هغه حیوانات بیا هم بختور دي چې د کوچنیانو له خوا څخه زور زیاتی ورباندې کېږي او لویان ورباندې راشي، بدبخت خو هغه دي چې نه لویان وي او نه د کوچنیانو له ظلم څخه د خلاصون کومه بله وسیله. زموږ کوچنیان ولې داسې کوي؟ ولې یې د حیواناتو لپاره په زړه کې رحم نشته؟
د روان پوهنې علم وايي چې که موږ له یو انسان سره زیاتی وکړ، نو هغه له بل هغه کس سره زیاتی کوي، چې وس یې ورباندې بر شي. همداسې موږ چې خپل ماشومان ووهوو، ویې رټو، نو هغوۍ د غچ اخیستلو لپاره له ځانه کمزوري ماشومان او یا حیوانات ګوري. تاسو به فکر کړی وي چې ماشومان په هغو حیواناتو کار نه لري چې ورڅخه ډارېږي، خو هغه حیوانات چې کمزوري دي او دوۍ ته کوم خطر نه شي رسولی، یوازې هغه خوروي. په حقیقت کې دا د هغه زیاتي غچ دی چې لویانو له ماشومانو سره کړی.
دویم لامل یې ښايي دا وي چې موږ اکثره وخت خپل ماشومان په دې ویرولي چې سپی دې خوري، پشې ته دې اچوم… قرار قرار د ده په لاشعور کې له دې حیواناتو سره کرکه پیدا شي او خپل دوښمنان یې ګڼي. هر وخت یې چې وس ورباندې بر شو، اېله نه ورباندې کوي.
دنیا ته د نبي (ع) راتګ د ټول بشریت لپاره رحمت بلل شوی. له حیواناتو سره په نرمۍ او زړه سواندۍ چلن کول، زموږ د خواږه دین له لارښوونو څخه دي. حدیث شریف دی: چا چې د یو تږي حیوان ځیګر لوند کړ، نو ثواب یې خپل کړ.(۱) حضرت عمر(رض) به خلک هڅول چې له څارویو سره په مهربانۍ چلن وکړي. عمر(رض) یوه ورځ هغه کس ته جزا ورکړه چې اوښ یې له اندازې زیات بار کړی و.(۲)
که موږ وغواړو چې ماشومان مو له حیواناتو او نورو کوچنیانو سره له ترحمه ډک چلن وکړي، نو لومړی باید له دوۍ سره مینه ناک او له ترحمه ډک چلن وکړو. بیا قرار قرار ور زده کړو چې نور حیوانات زموږ لپاره کوم خطر نه دي، دوۍ هم زموږ په څېر درد لري او باید موږ یې نه یوازې چې دردمن نکړو، بلکې د نورو دردونو مخه یې هم ونیسو. که ماشومانو ته داسې کیسې ولولو چې په کې له حیواناتو سره له مینې او ترحم ډک چلن شوی وي، نو دا هم د دوۍ په چلن مثبته اغېزه کوي. د دې ترڅنګ دا هم اړینه ده چې لویان له حیواناتو سره له ترحمه ډک چلن وکړي، ترڅو یې ماشومان ورڅخه زده کړي.
عزیز انیس
۱۴۰۳/۱۱/۱۵
(1) سیاسي فقه، لیکوال: یوسف قرضاوي، پښتو ژباړڼ: شیرآغا کریمي. ۶۶ص
(2) سیاسي فقه، لیکوال: یوسف قرضاوي، پښتو ژباړڼ: شیرآغا کریمي. ۶۹ص