
یو ماسپښین، عمر له مکتبه د کور پر لور روان و، یوه سندره یې له ځان سره ویله. کله چې خپل کور ته نژدې کوچني سړک ته ورسېد، ناڅاپه یې یوې پیشو ته ورپام شول چې په ده پسې ده.
دې ښکلې خړ رنګه پیشو چې غټې ځلیدونکې شنې سترګې لرلې د عمر له پښو سره ځان موښه او نه یې پرېښوده چې حرکت وکړي!
عمر په مینه ورته وویل: «ته وږې یې؟»
پیشو مېو… مېو وکړ او پورته یې ورته وکتل. عمر هغې ته لاس ور وغزاوه او په احتیاط یې راپورته کړه، بیا یې کور ته یووړه.
کله چې عمر کور ته ورسېد، ویې ویل: «مورې! وګوره! دا بېچاره پیشو وږې ښکاري. شیدې ورکړم؟»
مور یې موسکۍ شوه، په تاخچه کې یې د شیدو لوښي ته ګوته ونیوله «یو څه واخله، وریې کړه.»
عمر شیدې په یوه کوچنۍ کاسه کې واچولې، د پیشو مخې ته یې کېښودې. خو حیران شو!
هغې شیدې ونه څښلې.
هغې یوازې عمر ته وکتل، خپلې لویې شنې سترګې یې وځلولې او په غمجن غږ یې وویل: «مېو… مېو…»
عمر په فکر کې شو: “«کېدای شي ناروغه وي! مورې، موږ د هغې لپاره کومه دوا لرو؟»
مور یې په موسکا وویل: «نه، داسې ښکاري چې روغه وي، عمره. شاید هغې کور نه خوښېږي. دباندې یې یوسه.»
پیشو لار ښيي
عمر پیشو دباندې یووړه، خو د تښتېدو پر ځای، پیشو ورو ورو د کلې د ځنګل خوا ته روانه شوه.
بیا ودریده، شاته یې وکتل او بیا یې زورور «مېو!» وکړ.
لکه چې عمر ته یې بلنه ورکوله!
عمر حیران شو، خو پرېکړه یې وکړه چې ورپسې ولاړ شي.
پیشو په ځنګل کې د یوې کندې خوا ته ولاړه، کله کله یې شاته کتل چې عمر لا هم ورپسې روان دی که نه. څو شېبې وروسته، هغه د یوې لویې، را لوېدلي ونې څانګې ته ورسېده، چې یوه برخه یې پاڼو پټه کړې وه.
پیشو په منګوالو پاڼې بېرته کولې او بیا یې عمر ته کتل.
عمر حیران شو: « زه پوهیږم ته څه ویل غواړې، خو زه دې په مطلب نه پوهیږم.»
عمر په زنګنونو کېناست، او لویه څانګه یې لرې کړه.
سترګې یې سره کش کړې!
دوه پیشنګوري، تر پاڼو لاندې پټ وو!
د هغوی سترګې لا بندې وې، او په کوچني غږ یې “مېو، مېو” کول.
عمر ډېر خوشاله شو!
هغه پیشو ته وویل: «اوهو! دا خو ستا کوچني بچي دي!»
پیشو خپل سر د عمر په لاس وموښه، لکه چې ورته وايي: “مننه چې ما وپوهولې!”
خوشاله پای
عمر په احتیاط وړو پیشوګانو ته لاس ور وغزاوه، او کور ته یې یووړې.
مور یې حیرانه شوه:«اووه، عمره، تا یوه مور له ډېرو اندېښنو خلاصه کړه! ته ډېر مهربان یې!»
هغې عمر په تندي ښکل کړ، او د پیشو بچو ته یې یو نرم، ګرم ځای برابر کړ.
بیا یې هغوی ته شیدې ورکړې.
عمر وخندل، هغه هېڅکله دومره خوشحاله شوی نه و!
له هماغې ورځې وروسته، دا کوچنۍ پیشوګانې د عمر د کور برخه شوې، او کور ته یې مینه او خوشحالي راوسته.
کله چې به عمر له مکتب نه راستون شو، د پیشنګورو مور به منډه ور واخیسته چې عمر ته هرکلی ووایي—لکه یو زوړ دوست!
پای.