
کله چې کوچنۍ وم، د حیواناتو کیسې مې بېحده خوښېدې. له انا به مې تل غوښتل چې راته د غوا، پسه، اوزې او سوي کیسې وکړي. د دې کیسو اورېدو به ما ته ډېر خوند راکاوه، داسې لکه چې زه هم د دې کیسو یوه برخه یم.
د کیسې له اورېدو وروسته به مې چرګانو ته دانه واچوله، غوا ته به مې واښه واچول، او وری به مې په غېږ کې ونیوه، مچو به مې کړ. دا هر څه زما د ماشومتوب خوږې شیبې وې.
خو کله چې به انا د مار، سپي یا موږک کیسه کوله، زړه به مې په درزا شو. زه به وېرېدم او تل مې غوښتل چې په کیسه کې سپی، موږک او مار مړه شي. له دې حیواناتو مې کرکه کېده، د کلي له سپو به مې ځان لیرې ساته، او که به زما خوا ته رانژدې شول، په ډبره به مې ویشتل چې راڅخه لیري شي.
وروسته موږ ښار ته کډه شوو. دلته د کلیو هغه ګران حیوانات نه وو—نه غوا، نه پسه، نه وری. خو سپي ډېر وو، هماغه سپي چې ما ترې کرکه درلوده او بېریدم.
—–
یو ماښام، چې برقونه تللي وو، ما له نانوايي څخه ډوډۍ راوړه. لا کور ته نه وم رسېدلې چې یو سپی مخې ته راغی، غپل یې، لاره یې راته بنده کړه. د زړه درزا مې تېزه شوه، وېرېدلې وم. ما خپل پلار ته نارې کړې، خو هیڅوک نه وو. له ډوډۍ پرته مې بل هېڅ نه لرل، تیارې راته اجازه نه راکوله چې تیږه پیدا کړم او سپی پرې ووهم.
سپی لا نور غصه شو، غپا یې تېزه کړه، او ناڅاپه یې هڅه وکړه چې ما له پایڅې ونیسي. زه وېرېدلم، خو چې کله مې غږ جګ کړ، سپی لږ شاته شو، خو لا هم ولاړ و او غپېده.
ناڅاپه مې پام شو چې سپی یوازې ما ته نه، بلکې کیڼ لور ته هم غپیږي. زه حیرانه شوم، هغه لور ته مې وکتل. د تیارې په منځ کې مې یو څه ولیدل. د زړه درزا مې زیاته شوه، ورو ورو ورنژدې شوم.
——
یو سړی پروت و، داسې ښکارېده چې بېهوشه دی. شېبه وروسته سپی چوپ شو، ته وا اوس نور د غپا اړتیا نه وه.
زه ور نژدې شوم، په لړزېدلي غږ مې وویل:
«بابا، بابا! څه درباندې شوي؟ پورته شه!»
هیڅ غږ یې نه کاوه.
منډه مې کړه، کور ته ورسېدم، دروازه مې وټکوله. پلار مې په وارخطایي راووت. په بیړه مې ورته وویل، «هلته یو څوک پروت دی!»
پلار مې ورغی، هڅه یې وکړه چې سړی راپورته کړي، خو هغه بېسده و. سپی زموږ شاوخوا ته راګرځېده، خو دا ځل مې د هغه په اړه نظر بدل شوی و.
پلار راته وویل، «د ګاونډي دروازه وټکوه، ورته ووایه چې خپل موټر راوباسي، دا سړی باید روغتون ته بوځو.»
——
له ځان سره مې وویل: “که دا سپی نه وای، ممکن دا سړی په دې یخ ژمي کې مړ شوی وای.»
له هغې ورځې وروسته، زما زړه بدل شو. زما په زړه کې د هغه لپاره د کرکې ځای مینې ونیوه.