محمدابراهیم سپېڅلی/ المان، بن ښار
ؤ نه ؤ ، ډېر کلونه ترمخه د شنه غره په لمن کي يو ډېر ښایسته کلی ودان ؤ.
په دغه کلي کي د رنګارنګ میوو باغونه، ویالې،چینې او د کلي په منځ کي تېره سوې اوږده لاره ،چي تر څنګ یې شنې وني او په بغل کي یې د رڼو اوبو ویالې بهېدې هرسهار او مازیګر به دکلي خلک ورباندي تلل او راتلل.
دکلي ټول خلک یو پر بل ډېرمهربان، دیواوبل په خوشحالۍخوشحال او په غم یې غمجن وو.
د دغه کلي د ښایست اود اوسیدونکو د ښه راشه درشه کیسې د ګاونډیو کلیو تر څنګ ان تر ښاره پوري لاهم رسېدلي او خلکو به سمسور کلی بلی.
هرچا هیله درلوده،چي یو ګړی د دغه رنګین کلي د لوړ غره پر څوکه د ژړي مازیګر د طلایي پلوشو په ښایسته منظره زړه او فکر ته سکون ورکړي.
د سمسور کلي په منځ کي نرۍ اوږدې غزېدلي لاري ته څېرمه د پاڅون دوی د کور خړه دروازه معلومېدله.
د پاڅون پلار جان محمد کاکو خپل کور ته نژدې د انارو کوچنی باغ او یوه توره غوا هم درلوده.
توره غوا به تل د باغ په پای کي د وښو په خوراک اود خپل ګیلګي سره په لوبو بوخته وه.
پاڅون د ښوونځي له لوست سره ترڅنګ په فارغ وخت کي د مور او پلار سره هم په کارونو کي مرسته کوله.
له ډېره وخته د پا څون په زړه کي یوه خبره وه،خو پلار ته یې مخامخ نه سوه ویلای.
یوه ورځ د پاڅون مور پوښتنه ځني وکړه:( زویه خیر دی، دا څو ورځي کیږي فکرجن معلومېږې، خدای دي خیر کړي مریض خو به نه یې؟)
پاڅون د مور په غاړه کي دواړه لاسونه ور واچول او په ناز یې ورته وویل:( مور! زما ملګري احمد ته پلار داسي ښایسته هیلۍ راوړې ده، زه هم غواړم،چي بابا ماته دغسي ښایسته هیلۍ راوړي.)
مور،چي یې د ده دخواشینۍ په سبب پوه سوه، نو ژمنه یې ورسره وکړه، چي ډېر ژر به یې داهیله د پلار په مرسته ور پوره کړي.
پاڅون،چي سبا غرمه له ښوونځي څخه کورته راغلی، ناببره یې په انګړ کي یوه ښکلي هیلۍ ولیده،خپلي سترګي یې وموښلې،چي خوب خو به نه ویني، یو څو ګامه هیلۍ ته ورنژدې سو، هغه په رښتیا هیلۍ وه، فکر یې وکړ،چي دا به د احمد هیلۍ دلته راغلې وي، کله چي نژدې ورغلی، نو پوه سو داهغه هیلۍ نه ده، ځکه د دې هیلۍ غاړه تیزه زرغونه او د احمد هیلۍ دومره ښکلې نه ده.
پاڅون ډېر خوشحاله سو، د ښوونځي بسته یې په خونه کي کښېښوده او د خپلي ښایستې هیلۍ سره په لوبو اخته سو، دومره لوبي یې ورسره وکړې،چي بیخي ستړی سو، اخر یې مور ورته را ږغ کړه:( پاڅونه زویه یوار هیلۍ پرېږده، پلار ته دي د غرمې ډوډۍ وروړه!!)
که څه هم د پاڅون زړه نه غوښت، خو دمور خبره یې نه سوای ماتولای او د غرمې له ډوډۍ سره د باغ خواته روان سو.
نن د پاڅون پلار خپل زوی په داسي حال کي ولیدی،چي خوله یې له خندا ډکه او په ګړندي ګامونو د ده خواته ور روان دی.
پاڅون دهر کله په شان پلار ته سلام واچوی، لاسونه یې ور مچ کړل او په خوشحالۍ یې له پلاره مننه وکړه،چي ده ته یې ښکلې هیلۍ رانیولې ده.
پلار یې هم ډېر خوشحاله سو، په لستوڼي یې دتندي خولې پاکي کړې، پاڅون یې په غېږ کي ټینګ ونیوی او ورته یې وویل:( د سترګو توره! ته چي زموږ هره خبره منې،ښوونځي ته پر وخت ځې،کورنی کار لیکې،غوا ته واښه ور اچوې، له مور سره شوخي نه کوې،له همزولو سره سمي لوبي کوې، مشرانو ته سلام اچوې، نو موږ هم ستا ناز منو او که خدای کول دوې میاشتي وروسته به ستا هیلۍ د ښایسته بچیانو مور سي.
ته به یې د لامبلو لپاره ویالې ته بیایې.)
له دې سره پاڅون نور هم خوشحاله سو، د پلار لاسونه یې ټینګ په غېږ کي ونیول( ته زما ښه پلار یې!!)
له دې سره سم یې پلار دسترخوان هوار کړی او دواړو په خوند، خوند د غرمې ډوډۍ وخوړه
٦ اکټوبر ٢٠٢٤/ المان ،الفټر