ژباړه: اسدالله لودین
د والدینو په توګه طبیعي خبره ده چې د خپل ماشوم د خبرو کولو په اړه جدي و اوسی، خو باید پوه شی چې په هر ماشوم کې د خبرو د پيل وخت متفاوت وي. ځینې ماشومان ژر خبرې پيلوي او یوشمېر نور یې بیا په ځنډ سره. ماشومان له ۲ تر ۵ کلنۍ پورې موده کې په خبرو کې کله نا کله خنډ تجربه کوي او ځینې کلمې ناسمې تلفظوي. ځینې وخت د خبرو پر مهال ماشوم ځانګړي غږونه تکراروي او داسې ښکاري چې خبرو کولو کې ستونزې لري. دا مسلې تر ډيره مور او پلار ته د اندیښنې وړ وي، خو ایا ریښتیا هم په دې اړه اندیښنې پر ځای دي، ایا ریښتیا هم په یوه خاص سن کې د ژبې بندوالی طبیعي دی؟ لاندې لیکنه کې د همدې پوښتنو ځواب موندلی شی.
په ماشومانو کې د ژبې د بندوالي اصلي لاملونه
د ژبې د بندوالي یو لامل جنیټیکی یا ارثي دی، که یو ماشوم په داسې کورنۍ کې پيدا کیږي چې مور او پلار یې د ژبې بندوالی لري، احتمال شته چې د ده ژبه هم بندوالی پيدا کړي. کله نا کله د فزیکي ضربې یا رواني ستونزې له کبله هم ماشوم ته د ژبې لکنت یا بندوالی پیدا کیږي. که چیرته د زیږون پر مهال هم ماشوم ته کومه ستونزه پیښیږي، ممکن د ژبې د بندوالي لامل شي.
د روغتیا پالانو په نظر، په دې برخه کې رواني ستونزې د پام وړ اغیز لري. کله چې یو ماشوم له اندازې زیات وډار شي د ژبې بندوالي سره مخامخ کیږي. ماشوم تر ډیره له هغه محیط یا کس سره د مخامخ کېدو په صورت کې د ژبې له بندوالي سره مخامخ کیږي چې له هغه څخه ویره لري.
د ماشوم د روغتیا لپاره په ټوله کې د کورنۍ ارامي مهمه ده، خو له رواني پلوه هغه ماشومان تر ډيره د ژبې له بندوالي سره مخامخیږي چې د کورنۍ فضا یې تاوتریخجنه وي. یعنې که مور او پلار خدای مه کړه تر خپل منځه شخړې کوي، تاوتریخوالی کوي او یا هم د ژوند لارې سره بیلوي، د دغې کورنۍ ماشومان ممکن تر نورو ډېر د ژبې له بندوالي سره مخامخ شي. کله نا کله د خبرو شرایط هم د ژبې پر بندوالي اغیز لري. که یو ماشوم په عادي حالت کې ښې خبرې کوي، ممکن یوه ډله ټولګیوالو یا نورو کسانو ته د خبرو پر مهال یا هم په ټیلفون کې د خبرو پر مهال د ژبې له بندوالي سره مخامخ شي.
د ماشوم په کوم عمر کې د ژبې بندوالی ډير وي؟
ماشومان تر ډيره د خبرو د وړتیا د لوړولو په وخت کې د ژبې له بندوالي سره مخامخیږي، یعنې د ۳ او ۷ کلنې ترمنځ موده کې. دا ستونزه د څو اونیو او یا هم څو میاشتو په ترڅ کې له منځه ځي، خو ځینې داسې ماشومان هم شته چې ښونځي ته د ورتګ له عمر سره یې د ژبې بندوالی زیاتیږي، ځکه دوی نوي چاپیریال ته ننوځي. په ځانګړې توګه داسې چاپیریال ته چې هلته ښوونکي داسې پاملرونه ورته نه کوي لکه د ماشوم مور او پلار.
څنګه د ماشوم د ژبې بندوالی تشخیصولی شو؟
هغه کسان چې د ژبې په بندوالي اخته وي، کلمې یا هم څپې له معمولي حد نه اوږدې بیانوي، یا په ساده ژبه کلمې غځوي. د ژبې بندوالی په دوه ډوله دی، کلونیک او تونیک.
په کلونیک بڼه کې شخص د کلمې لومړنۍ څپه څو ځله او په زور سره تکراروي او بیا د کلمې دویمې څپې ته ورځي، خو په تونیک بڼه کې بیا د خولې عضلې د فعالیت پر مهال څو ثانیې دریږي او دمه رامنځته کیږي، دغه حالت کې ماشوم د راتلونکې کلمې لپاره پر ځان فشار راولي او هغه بله کلمه یا څپه په ډير شدت سره بیانوي.
څه وخت په ماشوم کې د ژبې بندوالی طبیعي وي؟
که چیرته د ماشوم د ژبې بندوالی په څو اونیو یا څو میاشتو کې له منځه ولاړ او د ماشوم عمر له ۳ کلونو کم و، ویلی شو چې د ژبې دغه بندوالی طبیعي دی او د ژبې د زده کولو پر مهال پیښیږي، خو د روغتیا پالانو په باور، که د ژبې بندوالی یو کال دوام وکړي، باید درملنې ته یې اقدام وشي. معنا دا چې د ژبې طبیعي بندوالی باید د ژبې له مزمن بندوالي سره یو ډول ونه ګڼل شي او د دواړو تفکیک وشي.
د ژبې د بندوالي درملنه
مور او پلار باید په کور کې له هغو ماشومانو سره ځانګړی چلند وکړي چې د ژبې بندوالی لري.
له هغو ماشومانو سره چې د ژبې په بندوالي اخته دي، لومړنۍ مرسته داده چې د کور فضا ورته خوندي او له هر ډول تاوتریخوالي لرې وساتل شي.
له هغو ماشومانو سره باید په کور کې ارامه او شمېرل شوې خبرې وشي چې د ژبې په بندوالي اخته دي. معنا دا چې په بیړه او سرعت ورسره خبرې ونه شي.
کله مو چې د ماشوم ژبه نښلي، یا بندیږي، تل یې د اصلاح هڅه مه کوی او هغه ته مه وایی چې واضح خبره وکړه او داسې نور…
له هغو ماشومانو سره چې د ژبې په بندوالي اخته دي، د کتاب او داستانونو لوست ډيره مرسته کوي، کله چې هغه کتاب لولي، باید تشویق شي.
ماشوم وهڅوی چې کلمې پر کاغذ ولیکي، بیا یې تکرار کړي. ماشوم ته دا حس ورکړی چې کورنۍ کې په جرئت او له ویرې پرته خبرې وکړي.
په هر صورت د ماشوم د ژبې بندوالي د درملنې لپاره هم باید اقدام وشي او له اړوندو روغتیا پالانو سره یې خبرې وشي. د ماشوم د ژبې له بندوالي سره باید سرسري چلند ونه شي، که چیرته ستونزه جدي وي، هر څومره ژر یې چې درملنې ته اقدام وشي، هغومره ژر اغیز کوي.