ژباړه: اسدالله لودین
په دغې مقاله کې غواړو تاسو ته پر ماشومانو د تکنالوژي د اغیزو په اړه معلومات درکړو. په سر کې غواړو تاسو ته ” د تکنالوژۍ د زمانې” په اړه چې اوس په کې ژوند کوو، ووایو. نن سبا د ټکنالوژۍ زمانه ځکه ده چې تنکالوژي زمونږ او تاسو د ژوند په ټولو اړخونو کې ځای لري، له خصوصي ژونده نیولې، بیا تر ښونځي او پوهنتون او دغه راز کاري چاپیریال کې. نن سبا ویلی شو چې له ټکنالوژي یعنې له مبایل، اینټرنیټ، برښنایي بانکولۍ … پرته نژدې ژوند غیر ممکن یا سخت دی.
همدغه د ټکنالوژي ژوند، یا ډیجیټل نړۍ ماشومانو لپاره ډېر جذابیت لري. د ماشومانو دا خوښېږي چې ساعتونه ساعتونه پر مبایل، کمپیوټر او نوور ډیجیټلي وسیلو تیر کړي، لوبې په کې وکړي او ځانونه پرې بوخت وساتي.
د ټکنالوژۍ د زمانې ماشوم
تر هغو چې مونږ او ماشومان مو یوازې له الکترونیکي وسیلو لکه کمپیوټر، لپ ټاپ، مبایل ټیلفون او ټبلیټ څخه کار اخلو یا په ټولنیزو رسنیو کې ډېر بوخت پاته کیږو، په دې معنا ده چې مونږ د ټکنالوژۍ په خدمت کې یو، نه ټکنالوژي زمونږ په خدمت کې. په داسې یوه حالت کې مونږ د خپل ژوند د څرنګوالي پریکړه، له کوم عادي مقاومت پرته هم ټکنالوژۍ ته سپارو.
ډیری مور او پلار کله چې ګوري کم عمره ماشومان یې پر مبایل ټیلفونونو کې اخته وي او ګیمونه په کې کوي یا یې پر اپلیکیشنونو باندې وارد وي، ورته خوشالېږي او فکر کوي چې ماشوم یې پرمختګ کړی دی، اما برعکس دا وضعیت د دې ښکارندویي کوي چې ماشوم مو په یوه مصرفي شخص بدل شوی او د پرمختګ مخه یې نیول شوې ده.
لاندې پر ماشومانو د ټکنالوژۍ د مثبتو او منفي اغیزو په اړه درته وایو.
پر ماشوم د ټکنالوژي کمې ښکاره مثبتې اغیزې
- ټکنالوژي ماشومانو ته دا امکان ورکوي چې له خپلې کورنۍ، ملګرو او نورو سره داسې اړیکې ټینګې کړي چې د هغوی اړیکې ورسره پیاوړې کیږي، په ځانګړې توګه کله چې په چټ کې ویډیویي خبرې کوي.
- ټکنالوژي له ماشومانو سره مرسته کوي چې په خپلواکه او چټکه توګه زده کړه وکړي، ټکنالوژي ماشومانو ته دا زمینه برابروي چې د خپلې خوښې موضوعات پیدا او ولولي.
- که څه هم تکنالوژي د کورنۍ له غړو یا خپلوانو سره د ماشومانو فزیکي تړاو او راشه درشه پیکه کوي، خو هغوی ته لږ تر لږه دا فرصت ورکوي چې په مجازي ډول له هغوی سره په اړیکه کې پاته شي.
- ټکنالوژي ته د ماشومانو لاسرسی د هغوی د ډیجیټلي پوهې له پیاوړتیا سره مرسته کوي او دغه پوهه ماشومانو ته په راتلونکې کې په درد خوري.
- د ټکنالوژۍ اکثره وسیلې په ماشومانو کې د سترګو او لاسونو همغږي زیاتوي. د دې ترڅنګ ماشوم سره د ژبې په زده کړه او د مسلو په حل کې هم مرسته کوي.
پر ماشوم د ټکنالوژي ښکاره مثبتې اغیزې
- د ماشومانو ذهني وده.
- د زدکړې د مهارتونو لوړېدل.
- د مسلو د حل مهارت.
- اطلاعاتو ته اسانه لاسرسی.
- د بهرنۍ ژبې زدکړه.
- د انتقادي تفکر وده.
- فعاله ژوند کول.
- بوختیا
پر ماشوم د ټکنالوژي منفي اغیزې
- پر ماشوم د ټکنالوژي لومړنۍ منفي اغیزه داده چې که یې مخه ونه نیول شي، غواړي خپل حد اکثر وخت له ټکنالوژیکي وسایلو سره تېر کړي. د امریکا د ارواپوهنې ټولنه سپارښتنه کوي چې د ۲ تر ۵ کلنو ماشومانو لپاره باید په شپه او ورځ کې یوازې د یوه ساعت لپاره د ځیرکو ټیلفونونو یا ټابلیتونو کارونه محدوده شي.
- دټکنالوژي بله منفي اغیزه داده چې د ماشوم چلند ورسره بدلیږي، ماشوم یو څه لانجمن عادت کیږي.
- چاغوالی، کم حرکت او د خوب ستونزې.
- د اوږدمهاله چاغۍ او قلبي ناروغیو ګواښ.
- خوب یې له اختلالاتو ډک وي او د خوب کیفیت یې اغیزمن کیږي، خصوصا هغه ماشومان چې د خوب کوټه کې له ځیرکو ټکنالوژیکي وسیلو کار اخلي.
- د توجه کموالی.
- ټولنیز چلند یې حد اقل کچې ته رسیږي.
- د خپګان لامل هم کیږي.
- ښونځي کې کمې نمرې اخیستل.
- عاطفي چلند یې کمیږي.
د منفي اغیزو حل لارې
که ستاسو ماشومان او یا هم د کورنۍ تنکي ځوانان له ټکنالوژي سره ډېره لیوالتیا لري او تاسو نه شی کولای د هغوی مخه ونیسی یا د دغو وسایلو کارونه ورته محدوده کړی، باید یوه بدیله لاره ورته وګوری. څنګه چې ټکنالوژي د ژوند یوه نه بېلیدونکې برخه ده، نو تاسو کولای شی چې د ماشومانو لپاره یې داسې برابره کړی چې ګټه یې ورته ډېره وي. تاسو باید په لومړي سر کې هغوی د ټکنالوژۍ له مصرفونکي څخه د ټکنالوژۍ په تولیدونکي بدل کړی، دوی ته ووایی چې همدې ټکنالوژۍ کې خپل پلانونه جوړ او ولیکي، داسې پلانونه چې خپله نوښتي وي او د همدې پلانونو له مخې همدا ټکنالوژي جوړه شوې ده. که ماشوم مو د ورځې له خوا له ټکنالوژي ډېره ګټه اخلی، هڅه وکړی د خوب په وخت کې یې ترې محدوده کړی، پریږدی چې په خپل وخت ویده شي او که امکان وي، د خوب په وخت کې یې ټکنالوژیکي وسایل ترې لرې، یا بله خونه کې وساتی.