که ماشومان له ټکنالوژۍ څخه ډېره ګټه واخلي، نو په ذهني او اروایي ستونزو اخته کېږي.
ټکنالوژي د ماشوم له چاغښت او ټنبلۍ سره مرسته کوي. لږ درس به لولي او ډېر فکر او پام به يې موبایل، کمپیوټر یا ګېم ته وي، نو ځکه باید ماشوم له دې شیانو څخه ډېرې استفادې ته پرېنښودل شي.
د دې پر ځای چې درس ته فکر وکړي، په ګېم کې به سوچونه وهي، نو ځکه د لغتونو د زېرمې د کمېدو لامل کېږي او نه شي کولای درس په سمه توګه جذب کړي.
له ټولنې څخه لرې کېږي او ټولنیزې اړیکې په سمه توګه مخته نه شي وړلای، تل غواړي یوازې اوسي.
که یو ځل په الکترونیکي وسایلو روږدي شول، نو بیا ترې په سختۍ کېږي او نه یې هم بل څه ته زړه کېږي.
کله چې ماشوم لوی شي، یعنې د بلوغ پر مهال د ماشوم پر وده منفي اغېزه کوي.
که د الکترونیکي وسایلو څخه ډېره ګټه واخلي، په ژوند کې نوښت نشي کولای او شخصي وړتیا یې لمنځه وړي، ځکه دوی له ځان سره فکر نه کوي تل هڅه کوي نورو څخه یا انترنټ څخه یو څه تقلید کړي.
ذهن یې ګډوډېږي او په زړه کې یې وېره پیدا کېږي، نو ځکه پر دوی تل روهي فشار وي.
خوب یې لمنځه وړي، ځکه د شپې او د ورځې د ګېم او د الکترونیکي وسایلو په فکر کې وي، د هماغه په وسیله ذهن یې مخشوشه کېږي، خوب یې لمنځه ځي او سترګو ته یې هم زیان رسوي.
که دوی ټوله ورځ او شپه په الکترونیکي وسایلو بوخت وي، نو د کورنۍ او پلار، مور له مینې څخه بې برخې کېږي، ځکه نو په راتلونکې کې ترې یو ګوښهګیره انسان جوړېږي.
ذهن یې کمزوری کېږي او نشي کولای خپل ذهن په کار واچوي، ځکه د هر کار لپاره ژر غوصه ورځي او خپل ځان نشي کنټرولولای.
که درس ولولي هم، خو په فکر او ذهن کې به یې په اسانه نه پاتې کېږي او همدا لامل کېږي چې له درس څخه یې هم زړه تورېږي، نو موږ باید په دې برخه کې ماشومانو ته جدي پاملرنه وکړو.