د روانو سیاسي بدلونونو په ترڅ کې ډېری خلک دې ته مجبور شول چې خپل کور پرېږدي او بهر ته کډوال شي، د هغه ماشوم کیسه هم راته یاده ده چې د مور او پلار له لوري په هوايي ډګر کې بې مسوولیته پاتې وو او ډېری ورځې یې ترک عسکرو پالنه کوله دا چې په راتلونکي کې به د دې ماشوم ژوند کوم خوا ځي او څنګه به کېږي لا معلومه نه ده.
د دې تر څنګ ډېری ماشومان په ټمبه ټیل کې تر پښو لاندې شول هغوی چې ژوندي پاتې شول تاسو فکر وکړئ چې څه به پرې تېر شوي وي او په راتلونکي کې به یې اغېزې څه وي؟
همدارنګه هغه ماشومان چې اوس له میندو او پلرونو څخه وحشت زده کوي، یاني خپلو ماشومانو ته د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ کیسې کوي دا پخپله یو وحشت دی او د دې لامل ګرځي چې د ماشوم پر اروا باندې بدې اغېزې وکړي.
پر همدې موضوع د لا ډېر بحث لپاره مو د هېواد له وتلي ارواپوه ښاغلي عبدالجلیل امرخېل سره مرکه کړې هیله ده تر پایه یې راسره ولولئ.
پوپلزۍ: سلام استاد هیلهمنه یم چې روغ جوړ به یاست او د سیاسي وضعیت له بدلون سره به لږ تر لږه عادي شوي یاست په لومړیو کې غواړم وپوښتم چې د ماشوم پر روان د اوسني وضعیت اغېزه ده؟
امرخېل: سلام تاسو درنو لوستونکو او د قدر وړ همکارانو ته خدای دې وکړي چې روغ جوړ به یاست او چارې به مو ښې روانې وي، هو د سیاسي وضعیت له بدلون سره څه ناڅه بلد شوي یو، نظامونه به ځي راځي خو موږ به خپل ژوند او چارو ته دوام ورکوو.
د پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې اوسنی وضعیت د ماشومانو پر روان باندې څو لویې اغېزې شیندي چې لومړی له هغو د کورنیو بد اقتصادي وضعیت دی دا د دې لامل شوی چې د ماشومانو هغه اړتیاوي پوره نشي چې له دې وړاندې به په سم ډول پوره کېدې، دا چې د ماشوم د تحلیل وړتیا ټیټه ده نو د دې بد اقتصادي وضعیت شتون نشي درک کولای له همدې امله ناسم چلند، ګوښهوالي او پرتلنې ته مخه کوي او اروایي وضعیت یې خرابېږي.
بل د کورنۍ د غړو له لوري ماشومانو ته د خپګان او وېرې القاح ده پر دې مانا، هرکله چې د کورنۍ غړي د خپلې دندې، کاروبار یا وضعیت په اړه اندېښنه کوي یا وېره لري چې خدای مکړه کومه ټکه پرې را ونه لویږي، همدا اندېښنه او وېره نېغ په نېغه ماشوم ته انتقالیږي ځکه ماشوم د میندو او پلرونو چلند ګوري او د لاشعوري درک وړتیا یې هم لري چې خپله ماشوم کې هم اندېښنې او وېرې راپیدا کوي.
درېیمه مسله په ښار کې د منظم ځواک پر ځای د غیر منظمو وسله والو ګرځېدل ددې لامل شوی چې پر ښار او کليو یو ډول وېره خوره شي او د دې لامل شي چې ماشومانو کې د امن احساس له مینځه یوسي، تل د نا امنۍ احساس ورسره مل وي او په راتلونکي کې په اضطراب او ژورخپګان باندې اخته کېدو ته لار هواره کړي.
پوپلزۍ: استاد دا اوسنی وضعيت د ماشومانو په راتلونکي هم اغېزه پرېږدي؟
امرخېل: له بدهمرغه باید ووایم چې د دې وضعیت دوام به د اوسنیو ماشومانو پر راتلونکې باندې سختې اغېزې ولري، دا چې د نن ماشومان له یو ډول ذهني مغشوشیت سره مخ دي او د دې تر څنګ د اقتصادي وضعیت کمزورتیا یې خوړنیز رژیم هم کمزوری کړی، له همدې امله به ډېری ماشومان په راتلونکي کې له ذهني او تمرکزي ستونزو سره مخ شي او دا به یې راتلونکی تحصیلي ژوند له سختو ننګونو سره مخ کړي.
له بلې خوا به په راتلونکي کې د ډېری اروایي ګډوډیو لکه اضطراب، سوشیل فوبیا، پنیک او ژورخپګان مستعد وګرځي.
پوپلزۍ: استاد ایا لويان کولای شي ماشوم له دې حالته وژغوري؟
امرخېل: دا موږ ټولو ته معلومه ده چې د وضعیت د کنټرول وړتیا موږ یو هم نه لرو، خو کولای شو په ځینو انفرادي کړنو سره لږ تر لږه پر کور دننه وضعیت تر ډېره کنټرول کړو.
لومړی باید یوې بوختیا ته لار هواره کړو یاني هم ځان او هم ماشوم ځان سره بوخت کړو دا بوختیا ښایي رسامي، خطاطي، نقاشي او یا لوستل وي دا به له یاد وضعیت څخه د ماشوم پام په بله کړي او ددې تر څنګ به ماشوم ته د ارزښت احساس ورکړي.
همدارنګه په کور کې د خبرونو اورېدل راکم کړئ، شته وضعیت ومنئ، کورني مجلسونه جوړ کړئ، په ګډه کمیډي ډرامې وګورئ، له یوبل سره ناستې ډېرې کړئ، مبایل کې پاتې کېدل راکم کړئ، ماشومانو سره لوبې وکړئ او مطالعه ډېره کړئ دا به په یو ډول کور کې دننه وضعیت کنټرول کړي.
پوپلزۍ: استاد څه وکړو تر څو ماشوم د دې حالت له امله اروايي ستونزه پیدا نکړي؟
امرخېل: باید ووایم چې په دې ورځو کې د ماشوم پر وړاندې حوصله راکمه شوې او ورسره ماشوم ته غوصه کېدل، په هغه باندې چغې وهل او حتا د هغه وهل ټکول ډېر شوي. دا ټول د ماشوم پر ځان باور او ځان درناوی له خاورو سره خاورې کوي او ددې لامل ګرځي چې د ماشوم دا اروایي ستونزې په اروایي ګډوډیو واوړي او د ماشوم راتلونکی وننګوي.
نو د اوس لپاره د ماشوم پر وړاندې له حوصلې، زغم، نرمښت او مینې کار اخیستل ددې لامل ګرځي چې لږ تر لږه پر کور دننه وضعیت نورمال وساتل شي او ماشوم له عاطفي اړخه د امن احساس وکړي.
پوپلزۍ: استاد دا حالت به پر ماشومانو ډېره اغېزه وکړي او که پر لويانو؟
امرخېل: باید ووایم چې لنډ مهاله اغېزې به یې پر لویانو ډېرې او سختې وي خو اوږدمهاله اغېزې به یې پر ماشومانو سختې وي، ځکه د هغوی ذهن د ودې په حال کې ده او ژر اغېزمن کېږي، د هغوی لاشعور به اوسنی وضعیت ثبت کړي او دا به یې راتلونکی چلند هم همداسې بد او ناسم کړي، ذهنیت به یې د پوهې، زدهکړې او تحصیل په اړوند بدل شي چې دا یې تر ټولو خطرناکه اغېزه ده ځکه د یوه هېواد د وګړو د فکرونو وژل د هغوی تر وژلو خطرناک او بدې پایلې لري.
پوپلزۍ: استاد د دې حالت پر وړاندې څنګه د ماشوم ساتنه وکړو تر څو یې ذهن ارامه وي؟
امرخېل: لکه څرنکه مو چې د کور دنننه وضعیت ته وړاندې اشاره ورته وکړه په همدې ډول باید باندنی وضعیت هم عادي کړو د بېلګې په ډول ماشوم ښوونځي ته بیول، له ماشوم سره پارک ته تلل او مېلمستاوو او محفلونو کې ګډون د باندی وضعیت عادي کولای شي او په دې سره به د روان وضعیت اغېزې تر ډېره راکمې شي.
پوپلزۍ: استاد په دې حالت کې ماشوم ته ذهني ګډوډي پيدا کېدای شي؟
امرخېل: باید ووایم چې هو! هر څومره چې زده کړې ته انګېزه کمزورې کېږي او یا ماشوم له زده کړو لرې پاتې کېږي هغومره په ذهن کې د درسي موادو د اخذ او ثبت وړتیا راکمېږي، زموږ مغز همداسې جوړ شوي که کار ورڅخه واخیستل شي نور هم پیاوړي کیږي او که ګټه ورنه پورته نشي نور هم سره ورځي او کمزوري کېږي.
پوپلزۍ: استاد د وروستۍ پوښتنې په توګه که راته ووایاست چې که کوم ماشوم د روان وضعیت له امله کومه اروایي ستونزه پیدا کړي باید څه وشي؟
امرخېل: ټول هغه ماشومان چې د روان وضعیت له امله اغېزمن شوي او تر سخت سټرېس لاندې دي په لومړیو کې یې باید لومړنیو اړتیاوو ته پوره پاملرنه وشي د بېلګې په توګه خوراک، څښاک، لوبې، عاطفه او نور…
په دویم قدم کې باید ماشوم فزیکي فعالیتونو او سپورټ ته وهڅول شي ځکه دا په دننه کې د وینې او هورمونونو جریان کنټرولوي او دا د اروایي وضعیت په کنټرول کې هم مرسته کوي.
ماشوم ته منظم خو په لږ حجم مهالوېش جوړول هغه بوخت او مسوولیت منونکی روزي، همدا نظم یې د اروایي حالت په کنټرول کې هم مرسته کوي او په شخصیت جوړونه کې به یې هم ورغوي.
که مو بیا هم د ماشوم وضعیت کنټرول نشو کړای، نو له یوه مسلکي ارواپوه سره مشوره وکړئ تر څو له مسلکي لارو نه په ګټه اخیستې سره مخته ولاړ شي او تاسو ته اړینې لارښوونې وکړي.
پوپلزۍ: مننه استاد چې وخت مو راکړ، خوشاله اوسئ.
امرخېل: هیله کوم له تاسو او د یاران سایټ له ټولو همکارانو مننه چې د ارواپوهنې غږ د هېواد ګوټ ګوټ ته رسوي.