په یوه کوچني کلي کې یوه کوچنی هلک چې عمران نومېده، له خپلو زړو مور او پلار سره اوسېده. د دوی کلی، چې د سدو په نوم یادېده، د شنو کروندو، لوړو غرونو، د مېوو ونو او یوه ښکلي سیند په منځ کې پروت و.
عمران له خپل کلي سره ډېره مینه لرله. هر سهار به یې له خپل پلار سره د مڼو ونو ته یی اوبه ورکولې او له خپلې مور سره به یې چرګانو ته خواړه ورکول. کله به یې چې خپل کارونه بشپړ کړل، نو سیند ته به یې منډه کړه او له خپلو ملګرو سره به یې لوبې کولې.
یوه لمرینه سهار، عمران د سیند پر غاړه د یوه کوچني مرغه د چیغو غږ واورېد. هغه په ځیر وکتل او ویې لیدل چې یو کوچنی مرغه د دوو ډبرو ترمنځ بند پاتې دی.
عمران وویل: «اې، بېچاره کوچنی مرغه! اندېښنه مه کوه، زه به درسره مرسته وکړم.»
هغه په ډېر احتیاط سره ډبرې لرې کړې او مرغه یې ازاد کړ. مرغه خپلې وزرې وخوځولې، یوې نږدې ونې ته والوت او په خوښۍ سره یې بیا په سندرو پیل وکړ.
څو ورځې وروسته، عمران له خپلو ملګرو سره د کلي شاوخوا ګرځېده او متوجه شو چی د کلي کوچنۍ ویاله د ونو په ښاخونو او ډبرو بنده شوې وه. بزګران نه شوای کولای چې خپلو کروندو ته په کافي اندازه اوبه ورسوي.
عمران چی یو هوښیار هلک و نو ټولو همزولو به یې خبره منله. هغه خپلو ملګرو ته وویل: «راځئ چې په ګډه کار وکړو او ویاله پاکه کړو!»
ماشومانو خپلې کورنۍ او ګاونډیان د مرستې لپاره راوبلل. د ماښام د لمانځه پر مهال، کله چې د کلي مشران په جومات کې راټول شوي وو، هغوی د ماشومانو د دې نوښت هرکلی وکړ. بیا ټولو په ګډه کار پیل کړ او د ونو ښاخونه او ډبرې یې له ویالې څخه لرې کړل.
ډېر ژر، پاکې اوبه یو ځل بیا په ویاله کې روانې شوې او د بزګرانو کروندې یې خړوبې کړې. د کلي یوه مشر وویل: «که څه هم چی زموږ د کلي سیند موږ ته ژوند راکوي، خو زموږ د کلي تر ټولو لویه شتمني د خلکو مهرباني او یووالی دی.»
عمران خپلو ملګرو ته وکتل او موسکی شو. هغه پوه شو چې د مهربانۍ یو کوچنی کار هم لوی بدلون راوستلای شي.
له هغې ورځې وروسته، د کلي ماشومانو ژمنه وکړه چې د خپلې سیمې ساتنه به کوي، له څارویو سره به ښه چلند کوي، ونې به کري او له خپلو ګاونډیانو سره به مرسته کوي.
د کیسې پیغام
مهرباني، ګډ کار او د طبیعت ساتنه زموږ ټولنه پیاوړې او لا ښکلې کوي.
پای
سمیع الله خالد سهاک
کلیفورنیا، د امریکا متحد ایالات
۲۰۲۶ کال


