مینه احمدي
له اروايي ضربو وروسته کوچنيان هم د لويانو په څېر له ورته نښو ځورېږي، خو کوچنيان بيا د خپل رنځ د بيانولو لپاره کلمې نه لري.
په دې ليکنه کې مو ځينو هغه نښو نښانو ته اشاره کړې، چې د کوچنيانو له اروايي ضربو سره مو اشنا کوي.
1- کوچنى تل خفه، ډارن او د خطر زنګ ته يې غوږ وي، خو په ورته وخت کې ډېر ارام وي خپله وېره پټوي او د غږونو په وړاندې حساس وي.
2- کوچنى هڅه کوي چې ډير منوونکى او ښه وي چې ونه ټکول شي او ونه رټل شي.
3- په دې وخت کې کوچنى په نفس لږ باور لري او غواړي ومري.
4- کوچنى ګوښه يا يوازې شي، دوستان نه لري او د نورو کوچنيانو په څېر لوبې نه کوي.
5- کېداى شي چې کوچنى ځان ته زيان ورسوي او د زور زياتي فکر ورسره وي.
دغو ټکو ته په پام، خپلو کوچنيانو ته متوجه اوسٸ او د بدو پايلو له پېښېدو مخنيوى وکړٸ.