ليکنه او راټولونه: مینه احمد
زموږ په ټولنه کې د اکثرو ماشومانو او حتي د ښوونځي او لېسې د دورې د زده کوونکو له کتاب سره جوړه نه ده. دلیل یې دا دی چې موږ له ماشومتوبه له کتاب سره د دوی د مینې د پیدا کېدو هڅه نه ده کړې.
په پرمختللیو هیوادونو کې میندې او پلرونه او حتي په ښوونځیو کې ښوونکي تر هر څه مخکې هڅه کوي چې لومړی له کتاب، کتابچې، لوستلو او لیکلو سره د ماشوم مینه پیدا کړي. حتي په لومړیو پړاوونو کې دوی ته مهمه نه ده چې ماشوم څه زده کړي، مهمه دا ده چې کتاب او لوستل ورته په عذاب نه بلکې په تفریح او خوند بدل شي.
نو که غواړو چې ماشومان مو له مطالعې سره مینه پیدا کړي یا هم له کتاب او لوستلو سره عادت شي دا خبرې په پام کې ولرئ:
ـ لومړۍ موږ باید بېکاره کتاب یا کتابچه ماشومانو ته ورکړو چې حداقل له هغه کتاب قلم یا کتابچې سره اشنا شي، مینه او لېوالیتا یې پیدا شي.
ـ کله چې ماشوم ته کتاب ورکوو باید داسې وي چې انځورونه ولري چې د هغوی ذهن او فکر ځانته جذب کړي، د ټولو ماشومانو رنګه تصویرونه خوښېږي.
ـ له هغه وروسته ماشوم د شیانو نومونه زده کوي، دا پړاو له ماشوم سره مرسته کوي چې د نومونو د اخیستلو لپاره ډېرې کلمې زده کړي؛ دا قلم دی، دا موټر دی. او په همدې پړاو کې ماشوم د شیانو په هکله ډېرې پوښتنې هم کوي.
ـ له دې پړاو وروسته د رښتینولی لټون دی. ماشوم ډېری وخت خپل لاس د تصویر خواته اوږدوي چې دا تصویر ونیسي او کله هم یوه منظره ښکلوي.
ـ په پنځه کلنۍ کې ماشوم له نورو سره د یو ځای والي څخه خوند اخلي او له نورو څخه د ټولنیزو اړیکو د زدهکړې ښه چانس یې همدا پړاو دی. ماشوم له خندونکو شیانو سره خوښ وي او د خوشحالی احساس کوي.
ـ په شپږ کلنۍ کې ماشوم کولای شي چې ځینې فکري کارونه هم ترسره کړي؛ نو له همدې کبله دا عمر یې د ذکاوت له پرمختیا سره سره ښوونځي ته د تللو تر ټولو ښه عمر دی.
ـ له هغه پړاو وروسته ماشوم غواړي خپل چاپیرایل وپېژني چې څه پېښیږي او څه کېږي.
ـ له نهه کلنۍ وروسته ماشوم د خیال څخه حقیقي نړۍ ته ځی او غواړي حقیقي کیسې او داستانونه واوري.
نو په دې ټولو پړاوونو کې باید هڅه وشي چې کوم څه چې د ماشوم لپاره وي هغه ورته بربره کړي او مطالعې هڅولو لباره مور پلار پوره هڅه ورسره وکړي.