کتاب: هغه کتاب چې ارمان مو دی ستاسې مور او پلار لوستی وای (او ماشومان مو به خوشاله وي چې تاسو لوستی دی)
لنډیز او ژباړه: رحمت شاه فراز
پېژندنه
په دې کتاب کې د ماشومانو د روزنې په تړاو لنډې لارښوونې، چلونه او طریقې نه دي ښودل شوې، بلکې په دې اړه مو پوهوي، چې له ماشومانو سره زموږ اړیکه څه ډول ده او یوه ښه اړیکه څنګه جوړولی او وده ورکولی شو. دغه کتاب په دې اړه دی، چې موږ په څه ډول را لوی شوي یو او زموږ په مور او پلار کېدو کې زموږ د روزنې او پالنې اغېزه څه ده؟
د مور او پلار کېدو اصلي جوهر له خپل ماشوم سره زموږ په اړیکه کې دی. که انسانان بوټي وای، نو اړیکه به يې هغه خاوره وه، چې د بوټي ملاتړ کوي، وده و نمو ورکوي او – (له ناخوالو يې) مخنیوی کوي.
د کتاب موخه دا ده، چې د مورولۍ او پلارولۍ په ډګر کې کوم څه اړوند دي او کوم څه نه دي، چې په دې کې د احساساتو مدیریت او دا چې موږ څنګه د خپلو ماشومانو لپاره ځان عیار کړو، تر څو هغوی سم درک کړای شو او دا چې څنګه له هغوی سره واقعي اړیکه ولرو، ډېر زیات اهمیت مومي.
دا کتاب د هغو والدینو لپاره دی، چې نه یوازې له خپلو ماشومانو سره مینه لري، بلکې غواړي، چې خپل اولادونه یې خوښ هم وي.
دا هغه کتاب دی، چې تاسو به ارمان کوئ، چې کاش ستاسو مور او پلار لوستی وای او ماشومان مو به خوشاله وي، چې تاسو لوستی دی.
لومړۍ برخه: ستاسو روزنیز روایت
په لومړي څپرکي کې پخپله په مور او پلار خبرې شوې. وجه يې دا ده، چې ماشومان تر ټولو ړومبی خپل مور او پلار ویني او ماشوم تر ډېره پورې هغه څه نه کوي، چې ورته ویل کېږي، بلکې هغه څه کوي، چې ویني يې.
ماضي راګرځي او په موږ (او په ماشومانو مو) خولې لګوي
د ماشوم روزنې په برخه کې ګڼ خنډونه او ستونزې کېدلی شي، خو په دې مسیر کې یو لوی خنډ دا هم دی، چې موږ پخپله څنګه روزل شوي یو او زموږ روزنیز روایت څنګه تېر شوی. د روزنې په برخه کې د والدینو په ځان نه باور، منفي ګرايي، بې ځایه دفاعي میکانیزمونه او د احساساتو تر غلبې لاندې راتلل مهم خنډونه دي.
له نېکه مرغه، تاسو فرصت لرئ، چې خپل ماشومتوب په خلاصو سترګو ووینئ، خپلې تجربې مو مخې ته کېږدئ او منفي ټکي يې تکرار نه کړئ او مثبت ترې استفاده کړئ. که مو ماشومتوب کې درناوی، نامشروطه مینه، مثبته توجه او مینه ناک روابط درلودلي وي، نو بیا د خپل ماشومتوب بیاکتنه به درته ډېره ځوروونکې نه وي. خو که داسې نه وي، نو بیا ښه خبره ده، چې خپله ماضي په احتیاط وڅېړئ، ځکه چې د ماشومتوب دردونه او کړاوونه ډېری وختونه زموږ تر شعور دباندې زېرمه شوي وي او موږ ان په دې هم نه پوهېږو، چې آیا له خپل ماشوم سره زموږ چلند د اوسني وضعیت زېږنده دی او که له تېر څخه را پاتې دی.
ډېری وختونه چې کله د ماشوم د یوې کړنې له امله د غوسې، ناهیلۍ، کرکې، وېرې احساس کوئ، نو غوره به وي، چې لومړی فکر وکړئ، چې دغه احساس ولې درسره پیدا شوی. د غوسې یا بل احساس د پیدا کېدو وجه دا ده، چې د خپل ماشوم په عمر کې چې کله تاسو هغسې احساس درلوده، چې اوسمهال يې ستاسو ماشوم لري، نو له هغه احساس څخه د ځان د دفاع لپاره تاسو همدا لاره زده کړې، چې غوسه یا بل تریخ غبرګون ښکاره کړئ. په دې معنا چې د ماشوم چلند په لاشعوري ډول ستاسو په ذهن کې د ماضي احساسات لکه ناهیلي، یوازیتوب، حسد او محتاجي تحریکوي او په نتیجه کې يې د دې په ځای چې له ماشوم سره همدردي او همدلي وکړئ، په لاشعوري ډول غوسه او قهرېږئ.
یوه ستونزه ممکن دا هم وي، چې په ماشومتوب کې ممکن دا احساس درسره وو، چې هغه څوک چې مینه درسره لري، د هغو تاسو نه خوښېدلئ او ستاسو په اړه په دې اند وو، چې تاسو ازار رسوونکي، بې ارزښته او تنبل ماشوم یاستئ. کله چې د ماشوم چلند تاسو ته دغه احساس در یادوي، تاسو تحریکېږئ او په ماشوم چیغې وهئ یا کوم بل منفي غبرګون ښکاروئ.
مثلاً د احمد زوی په خپله کلیزه کې بې شمېره ډالۍ ترلاسه کوي. احمد ورته وایي، چې ځینې ډالۍ له خپل ورور سره هم شریکې کړي، خو زوی يې نه ورکوي. اوس احمد ورته غوسه کېږي. د دې تر شا لامل دا دی، چې احمد ته په خپل ماشومتوب کې چا ډالۍ نه دي ورکړې او اوس ان له خپل زوی سره په لاشعوري ډول حسد کوي. یا ممکن څلورکلن احمد ته به هم چا ویلي وي چې خپلې ډالۍ له بل چا سره شریکې کړي، خو د ده به زړه نه غوښتل. اوس د پلار شوي احمد، څلورکلن احمد ته زړه بدېږي او په ځای يې په خپل زوی بړاس وباسي.
درز او ترمیم
درز هغو وختونو ته ویلی شو، چې یو بل ناسم درک کوو، بد ګوماني کوو یا یو څوک خفه کوو. خو مهمه خبره دا ده، چې خپل درزونه ترمیم او تاوان يې جبران کړو.
د اړیکو د ترمیم یوه طریقه دا ده، چې لومړی خپل غبرګونونه بدل کړو، خپل محرکات وپېژنو او بیا دغه پوهه د بېل ډول غبرګون لپاره وکاروو. یا که زموږ ماشوم لوی وي او په خبره پوهېږي، نو بښنه ترې وغواړو. ان که زموږ په تېروتنه څو میاشتې هم وتلې وي، بیا هم زموږ بښنه د ماشوم لپاره لوی ارزښت لري.
زموږ ماشومان دې ته اړتیا نه لري، چې موږ بې عیبه او کامل اوسو، بلکې دې ته اړتیا لري، چې موږ رښتیني او صادق اوسو.
مهمه نه ده، چې زموږ تېرمهال څومره سخت وو. پکار دا ده، چې د خپل اوسني غبرګون یا وضعیت لپاره باید تېرمهال ته کتنه وکړو او وګورو، چې د ماشوم په وړاندې زموږ د اوسني غبرګون ریښه ممکن تېر مهال ته غځونې کړې وي.
د تېرمهال رغول
ستاسو ماشوم به ارومرو تاسو ته هغه احساسات در یادوي، چې د خپل ماشومتوب په عمر کې مو تجربه کړي دي. ستاسو ماشوم په اصل کې تاسو ته خپل ماشومتوب در یادوي.
مثلاً که مور او پلار په پنځه کلنۍ کې پرې ایښي یاستئ، نو ډېر امکان شته، چې تاسو هم په پنځه کلنۍ کې له خپل ماشوم څخه د لرې والي احساس وکړئ. یا که مور او پلار مینه نه وي درکړې، ممکن تاسو هم د خپل ماشوم په وړاندې ورته برخورد ولرئ.
دا چې تاسو غواړئ، چې ماشوم مو نور ویده شي، تاسو یوه شېبه ارامه شئ، یوه شېبه یوازې واوسئ، د دې وجه دا ده، چې ماشوم مو تاسو ته خپل له دردونو ډک ماشومتوب در یادوي. تاسو یوازې پرېښودل شوي وئ، څوک مو خوا کې نه وو، اوس مو ماشوم خپل ماشومتوب در یادوي او ستاسو هغه ماشوم ته (چې اصل کې تاسو یاستئ) زړه بدېږي.
خو په دې ځای کې باید په دې پوه شئ، چې که تاسو دا کار وکړئ، نو کوم څه چې له تاسو سره شوي، هماغه له خپل ماشوم سره هم کوئ او ستاسو ماشوم به يې سبا له خپل ماشوم سره هم کوي.
د ماشوم لپاره یوازې ستاسو خبرې بسنه نه کوي، بلکې په غېږه کې نیول، ستاسو ګرموالی، ستاسو لمس، ستاسو ښکلول، دا ټول ماشوم ته مهم دي. خپله مینه باید هغه وخت ماشوم ته وښیئ، چې کله ویښ وي، نه هغه مهال چې کله په خواږه خوب ویده وي او بیا یې معصومې څېرې ته ستاسو مینه را بیداره شي.
له ځان سره زموږ خبرې
موږ د خپل چلند او وضعیت میراثي نقشې له ځان سره په خپلو خبرو یا خودکلامي کې موندلی شو. زموږ دروني غږ یو توند رویه نقاد دی.
له ځان سره منفي غږ زموږ حالت خرابولی، پر ځان باور مو له منځه وړلی او په عموم کې د نیمګړتیا احساس را کولی شي. دغه دروني غږ زموږ ماشوم ته هم انتقالېږي. که غواړئ، ماشوم مو خوشاله وي، نو تر ټولو لوی خنډ یې همدا ستاسو دروني نقاد کېدلی شي، چې باید چاره یې وکړئ.
تاسو خپل دروني غږ بندولی نه شئ، خو یوازینی کار دا کولی شئ، چې ترې اګاه اوسئ، چې دغه غږ مو څه وايي. کله چې تاسو اګاه شئ، نو تاسو انتخاب لرئ، چې دغه غږ ته څنګه غوږ ونیسئ، کومه برخه یې ومنئ، کومه یې رد کړئ…
په دې برخه کې څلور ټکي درسره مرسته کولی شي: ۱- خپل دروني غږ وپېژنئ. ۲- ځان مه ورسره ښکېلوئ، یا استدلال ورسره مه کوئ او داسې يې وګڼئ، لکه یو احمق چې درته لګیا وي؛ او کومه خبره مو چې خوښه نه وي، یوازې ورته ووایئ چې «خپل نظر دې دی.» ۳- د خپل ارامش ساحه مو پراخه کړئ. هغه کارونه وکړئ، چې دروني غږ درته وايي، نه یې شې کولی! ۴- ځان اګاه کړئ چې که چېرته دغه دروني نقاد خپل ماشوم ته ور انتقال کړئ، کوم خطرونه به منځته راوړي.
ښه والدین/ بد والدین: د قضاوت عیب
ښه یا بد والدین نشته. دا د افراط او تفریط دوه غاړې دي. سل په سلو کې بې عیبه کېدل ناشونی دی او ان ځینې وختونه ښې ارادې هم زیانمنې پایلې راوړي.
ښه مور یا بد پلار؛ د دغه ډول ټاپو ستونزه دا ده، چې له امله يې موږ دفاعي حالت غوره کوو او خپلې غلطۍ او تېروتنې هم د دې لپاره توجیه کوو، تر څو د بد پلار یا بد مور ټاپه را باندې ونه لګېږي. په دغه حالت کې نور خپل ماشوم ته رسیدګي نه شو کولی او د هغوی عاطفي او احساساتي اړتیاوې له پامه غورځوو او په دې ځان نه پوهوو، چې له ماشوم سره څنګه خپله اړیکه روغه کړو.
هغسې چې باید د ځان په اړه قضاوت ونه کړو، د خپلو ماشومانو په اړه هم باید د قضاوت هڅه ونه کړو.
د دې په ځای چې ماشوم ته ووایئ، چې په ریاضي کې تکړه یې، ورته ووایئ چې ماشاءالله په پلانکیو سوالونو کې دې ښه هڅه کړې. یا د دې په ځای چې د رسامي په ستاینه کې ورته ووایئ، چې ډېر ښکلی انځور! ماشوم ته ووایئ چې په انځور يې ډېر ښه فکر کړی او د رنګونو په استعمال کې يې له ډېر دقت څخه کار اخیستی. لنډه دا چې، د ماشوم هلې ځلې وستایئ. ستاسو لنډ او له جوشه ډک «ډېر ښه»، «افرین»، «شاباش» او داسې نور له ماشوم سره ډېره مرسته نه کوي.
تل هڅه وکړئ، چې په ستاینه کې مشخص او دقیق اوسئ، په دې چې دقیقه او مشخصه ستاینه ماشوم ته تر مبهم قضاوت او حتی تنقید هم ډېره ګټه رسوي.
***