ژباړه: سیف الله هلمند
ذهني یا فکري استقامت د اشخاصو لپاره ځانګړې ارثي ځانګړتیا نه ده، چي ځيني اشخاص يي لري او ځیني نور يي بیا نه لري، په دې کي د اشخاصو چلند، فکرونه او عملونه شامل دي، چي هر څوک يي زده او ترلاسه کولای سي. هو خامخا به د ځينو اشخاصو په فکري استقامت کي جنیټکي عناصر رول ولري، خو دا په یقني توګه هغه څه دي، چي زده کیږي هم.
(ماشومانو ته مو صداقت، رښتنولي، مینه او ارزښتونه ور وپېژنئ، تر څو په راتلونکي کي په سختو حالاتو کي هم ښه پرېکړي وکولای سي.)
ذهني یا فکري استقامت د پیاوړي کولو لپاره مختلف فکټرونه لکه جنیټکي، رشدي، کلتوري، اقتصادي او ټولینز بدلونونه شامل دي.
په ساده ژبه که ووایم، ذهني استقامت تاسو د کلک ډیسپلین، بانظمه اوسېدلو، سخت کار کولو څخه ترلاسه کولای سی او ددې هرڅه لپاره مختلفي تګلارې شته، ترټولو مهمه تګلاره د اده، چي ستاسو ماشومان خپلو ځانو ته خپله هغه لارې وټاکی، چي د دوی لپاره غوره وي او دوی کولای سي ددې تګلارۍ په عملي کولو سره په موثره توګه زده کړه وکړي، ترڅو د دوی د ذهني استقامت سبب وګرځي.
د ماشومانو ذهني ځواک ډېرول:
لکه ځوانان ، همداسي ذهني ځواکمن ماشومان هم ددې وړتیا لري، چي د ستونزیو سره مقابله وکړي، ترڅو د ناکامیو څخه وروسته بیا راپورته سي او د ژوند د ناخوالو، سختیو او ننګونو سره مبارزه وکړي.
بیخي زیاتي تګلارې سته لکه دیسپلیني تخنیکونه، تدریسي وسایل او نور ترڅو ماشومان خپل ذهني مقاومت په جوړ کړي:
د تدریس ځانګړي مهارتونه:
د دې پرځای، چي ماشومان د خپلو تېروتنو له کبله سپک سي، دوی ته باید داسي مهارتونه ورزده سي، چي راتلونکی ځل خپله تکرار سوې تېروتنه تکرار نه کړي، ددې پرځای چي ماشومان ورټی، سزا ورکړی، دداسي مهارتو څخه ګټنه وکړئ، چي د ماشومانو سره د ستونزیو په هواري کي مرسته وکړي او هغوی خپله ددې وړتیا پیدا کړي، ترڅو د خپل تېروتنو د تکرار مخه ونیسي.
پریږدئ، چي ماشومانو مو تېروتني وکړي:
تېروتنه کول، په لویانو، ځوانانو، ماشومانو او نورو کي یو پېښيدونکي پدیده ده. خپلو ماشومانو یا زده کوونکو تا ورزده کړئ، چي د تېروتنو په کولو ونه شرمیږي، ترڅو په راتلونکي کي د تېروتني د کولو له سببه هیڅ کار ته لاس نه کړي. تېروتنه کول ددې مانا ورکوي، چي ستاسو ماشوم لا هم کوښښ کوي.
ماشومانو ته مو اجازه ورکړی، چي ناراحتي احساس کړي:
دا شاید ستاسو لپاره وسوسه انګېزه وي، چي کله هم ستاسو ماشوم د یوې ستونزۍ سره لاس او ګریوان وي او تاسو ځانته اجازه ورکړی، چي ددې ستونزي په حل کي مرسته ورسره ونه کړئ، ترڅو پوه سي چي که دوی وغواړي او که ونه غواړي مسوله دي. د کوچنیو ستونزیو سره دماشومانو مبارزه د دوی د ذهني ځواکمنتیا سبب کیږي.
ماشومانو ته مو د احساساتو د تنظیم مهارتونه ورزده کړئ:
د دې پرځای، چي هر وخت مو ماشومان د خفګان په وخت کي ارام او تسلیت ورکړی، دوی ته داسي مهارتونه ورزده کړئ، چي د ناراحتی په وخت کي څنګه او څه ډول کولایسي خپل احساسات کنټرول او تنظیم کړي، ترڅو ستاسو ماشوم تل پر تاسو د تکیه کولو څخه وژغورل سي او د خپل راتلونکي په اړه ښه پرېکړي وکولایسي.