ش پوپلزۍ
د کوچنیانو د روزنې مسؤلیت په لومړی سر کې د هغه مور او پلار لري او مور و پلار مجبور دي، چې خپل کوچني ته ښه او سالمه روزنه ورکړي؛ خو د مور او پلار تر څنګ د کورنۍ نور غړي لکه: نیا، نیکه، ترونه، ترور ګانې، خویندې او ورونه هم د یوه ماشوم په روزنه کې مهم رول لري.
لومړی خو باید مور او پلار خپل اولاد ته له ماشومتوبه ښه او بده لاره ور وښایي، هغه له اسلامي او ټولنیزو اصولو سره بلد او په یوه اسلامي چاپیریال کې لوی کړي. خپل ماشوم ته د لویانو او کشرانو حقوق ور وښایي. هغه ته دا ورزده کړي، چې پیدا کوونکي یې څوک دي او لارښوونکی یې څوک دی؟ هغه ته له ماشومتوبه هیوادنۍ مینه ور وښودل شي. موږ چې له کلونو راهیسې داسې دربدره یو، یو لوی لامل یې همدا دی، چې له خپل هیواد سره مینه نه لرو، هېڅوک داسې پر موږ کې نه شوه پیدا، چې له زړه له خپل هیواد سره مینه وکړي؛ چې د دې یو لوی لامل همدا دی، چې موږ داسې نه یو روزل شوي، چې له ماشومتوبه دې، موږ ته د هیواد پالنې احساس راکړل شوی وي. پر مور او پلار سربېره د کورنۍ نور غړي ځکه د یوه ماشوم په روزنه کې مهم رول لري، چې ماشوم داسې یو خاصیت لري، کوم شي چې ویني او اوري هغه ژر زده کوي؛ نو که د یوه ماشوم تر مخې د کورنۍ نور غړي یې سم کارونه او سمې خبرې ونه کړي، واضیح ده، چې ماشوم د کورنۍ د غړو ناسم کارونه زده کوي او هماغه کارونه په ژوند کې کوي.
پر مور او پلار سربېره ټولنه یا چاپیریال او رسنۍ هم د یوه ماشوم په روزنه کې مهم رول لري؛ که یو ماشوم په یوه فاسده ټولنه کې را لویږي، د ټولنې د وګړو فساد د ماشوم پر روزنه او روحیه مستقیمه اغېز کوي او کېدای شي دا ماشومان هم فاسد لوی شي. همدارنګه د رسنیو ناسمې او زموږ د کلتور خلاف خپرونې هم د یوه ماشوم په روزنه ناوړه اغېزې کوي او کېدای شي له امله یې د ماشوم روزنه خرابه شي. نو که په یوه فاسده او ناسمه ټولنه کې ژوند کوئ، هڅه وکړئ، چې د ټولنې له منفي او ناوړه اغېزو څخه خپل ماشومان وژغورئ او د فاسدو خلکو ناسم او مفسده د کارون د خپلو کوچنیانو په ذهنونو کې همداسې ناسمه او کرکجنه انځور کړئ. که رسنۍ داسې څه خپروي، چې ستاسې د کوچنیانو پر روزنه یې اغېزې منفي دي، هڅه وکړئ، چې له ګمراه کوونکې خپرونو څخه خپل کوچنیان وژغورئ.
نو هر مور او پلار مکلف دی، چې خپل اولاد ته سالمه روزنه ورکړي او د دوی پر روزنه د ټولنې او رسنیو منفي اغېزو مخنیوی وکړي. خپل ماشومان زده کړې ته وهڅوي هغوی ته روحیه ورکړي. کوچنیان ونه رټل شي ونه وهل شي او شاقه کارونو ته ونه هڅول شي.