عزیز انیس
د سیف الملوک شهزاده په نوم په فیسبوک کې یو مستعار اکاونټ ؤ، ډېری وخت به یې طنزیه لیکل کول. یوه ورځ یې پر وال لیکلي وو: له پلار او نیکه سره یو ځای د ټلوېزون کتلو ته ناست وم، خبر راغی چې یو دولس کلن ماشوم بوکلاین ته ورته ماشین جوړ کړی. پلار مې ما ته مخ راواړوه، په پېغراتي لهجه یې راته وویل: ته څو کلن یې؟ ما سر ښکته کړ، نیکه مې په پلار غږ وکړ: دی پرېږده، ته څو کلن یې؟
موږ ډېر ځله خپلو ماشومانو ته ویلي: هغه د پلاني زوی څومره ښه تلاوت کوي او تا ته وګوره، هغه پلانی په ښوونځي کې څنګه تکړه دی او ته بلا وهلی یې، هغه د پلاني زوی څومره ښه غږېږي او تا ته راشه، هغه د پلاني زوی ټول دوکان کوي او ته له بازاره سودا نشې راوړلی….
موږ خپلو ماشومانو ته د نورو ځیرکو، هوښیارو او خواریکښو ماشومانو مثالونه ځکه ورکوو چې غواړو دوۍ په دې طریقه له هغوۍ سره سیالي ته رابولو او دوۍ هم د هغوۍ په څېر تکړه، هوښیار او ځیرک کړو. خو نه یوازې دا چې دا کار دوۍ تکړه او ځیرک کولی نشي، بلکې دوۍ ته لا ډېر تاوان کوي.
کله چې ماشوم ته بیا بیا وویل شي چې ته له نورو ماشومانو کمزوری یا نالایقه یې، نو د دوۍ په ذهن کې قرار قرار دا خبره پخېږي، چې دوۍ له نورو څخه نالایقه دي. په دې طریقه په دوۍ کې د کمترۍ احساس پیدا کېږي او فکر کوي چې لایقه وګړي خدای تعالی همداسې لایقه پیدا کړي او زه نالایقه یم.
وايي چې یو دهکان د فیل کوچنی بچی په یوه وړه ونه پورې وتاړه. د فیل بچي ډېره هڅه وکړه چې ځان خلاص کړي، خو دی کوچنی ؤ، زور یې نه رسیده. کله چې ناتوانه شو، نو په همدې برخلیک یې قناعت وکړ. وخت تېرېده، یو وخت د فیل بچی لوی شو، غټ فیل ترې جوړ شو. په دې وخت کې که فیل زور کړی وای، نو کولی یې شوای چې نازکه ونه له بېخه له ځان سره وباسي او یا رسۍ وشکوي. خو د ده لاشعور د کمترۍ په احساس اخته ؤ، هېڅ وخت یې خپل زور د خلاصون په خاطر ونه واهه. همدې مثال ته په کتو، کله چې د کوچني ذهن دا ومني چې د نورو په څېر د کارونو وړتیا نلرم، نو که بیا یې وهم لري، استفاده ترې نشي کولی، ځکه چې دی د کمترۍ په احساس اخته وي.
ماشوم په کوچني والي کې د مور او پلار مینې ته ډېره اړتیا لري. ده ته د ځمکې پر مخ تر بل هر چا مور او پلار محترم او قدردان وي. مور او پلار ته په کار دي چې په دې وخت د خپل ماشوم کړنې وستايي، شاباسی ورباندې ووايي، تشویق یې کړي. که مور او پلار یې هم تشویق نکړي، نو ماشوم خو په دې عمر کې خارق العاده یا نور داسې کارونه نشي کولی چې د عامو خلکو پام ځانته راواړوي او هغوۍ یې وستايي. خو همدا مور او پلار دي چې باید د خپل اولاد کوچني کوچني فعالیتونه وستايي او د دوۍ کوچنۍ بریاوې ونمانځي. که چېرې مور او پلار د دې برعکس، خپل ماشوم همېشه په دې ملامت کړي، چې د نورو په څېر تکړه او لایقه نه دی، نو د ماشوم کرکه له مور او پلار سره پیدا کېږي. له دوۍ سره یې مینه کمېږي او پر دوۍ باور له لاسه ورکوي. که لوی هم شي، د همدې کرکې او کمباورۍ اغېزې به موجودې وي.
د دې ترڅنګ موږ په رقابتي دنیا کې ژوند کوو. دلته هر کسبګر له هممسلکه سره په رقابت کې دی. کله کله دا رقابت دومره ژور شي چې په ناندریو او جنګونو واوړي. زموږ د پښتو د منفي رقابت په اړه یوه ټوکه مشهوره ده، وايي: یو وخت یوې خارجې موسسې سروې کوله، له یوه پښتون څخه یې وپوښتل چې له موږ څخه داسې څه وغواړه چې تا ته یو او ګاونډي ته دې دوه ورکړو. پښتون ډېر فکر وکړ، هر څه به یې چې ذهن ته ورغلل، نو اندېښنه به ورسره شوه، دا خو به بیا زما له ګاونډي سره دوه شي، له ما به هغه ښه شي، نو بالاخیره یې ورته وویل چې زما یوه سترګه وباسه.
که موږ خپل مشر ماشوم له کشر ماشوم سره پرتله کړو او ورته ووایو چې دا پلانی ښه او بیستانی بد دی، یا یو تره زوی له بل تره زوی سره پرتله کوو، نو په دې طریقه دوۍ ته نور ماشومان خپل رقیبان ښکاري، له هغوۍ سره یې حسد او کینه زیاتېږي. حتی تر دې چې ورور ته خپل ورور هم دوښمن او رقیب ښکاري. دوۍ قرار قرار کینکښ لویېږي.
د دې پرځای چې موږ خپل ماشومان له نورو سره پرتله کړو، ښه به دا وي چې هغوۍ ته بې له کوم قید او شرطه پریمانه مینه ورکړو. اجازه ورکړو چې وغږېږي، خجالت یې نکړو، فشار ورباندې رانه وړو، د بدو کړنو پرځای یې مثبتې ورته ډېرې یادې کړو. داسې یوه ازموینه باید ترې وانخلو چې دوۍ یې توانايي ونلري. د دې لپاره چې پر ځان یې باور ډېر شي، داسې توقعات ورڅخه په کار دي چې سل په سلو کې یې د پوره کولو امکان وي. په دې طریقه به دوۍ بریالي شي، پر ځای به یې باور ډېر شي. له تاسو او ملګرو سره به یې مینه ډېره او حوصله زیاته شي.
۱۴۰۲/۱۰/۲۶