عزیزالله انیس
ښوونځي ته مو نوی ښوونکی راغلی ؤ. زه ټولګي ته ورغلم. دی په درس بوخت ؤ. پوښتنه مې وکړه، څه لولئ؟ استاد وویل: نصیحت مې ورته کاوه. څه مې ونه ویل. کار مې خلاص کړ. ادارې ته راغلم. لږه شیبه وروسته چې ښوونکی وزګار شو، را ومې غوښت. له ښوونکي مې وپوښتل: زده کوونکو ته دې ولې نصیحت کاوه؟ ښوونکي داسې راوکتل، لکه ډېره احمقانه پوښتنه مې چې کړې وي. ده وویل: دا یې پر موږ حق ده. ومې ویل: څه فکر کوې، زده کوونکي به دې په نصیحت عمل وکړي؟
- دا نو په دوۍ پورې اړه لري، هغوۍ چې هوښیار دي مني یې او چې بې عقل دې نه یې مني.
- نو چې هوښیار دې بیا ولې نصیحت ورته کوې؟
- دومره هم نه دې هوښیار چې نصیحت ته اړتیا ونلري.
- څه فکر کوې، له نصیحته بله ښه لار نشته؟
- وي به، خو نصیحت هم کوم تاواني شی نه دی.
ما له ښوونکي سره د نصیحتونو په بدیلونو اوږد بحث وکړ، غواړم، په هغه اړه له تاسو سره هم وغږېږم. ځکه پوهېږم چې تاسو هم زموږ د ښوونکي په څېر خپلو ماشومانو ته خورا ارزښتمن(!) نصیحتونه کوئ:
زه چې ماشوم وم، وخت ناوخت به له مجبورۍ نصیحتونو ته غوږ کېدم. کله به تره، کله به مور او کله به بل مشر راته نصیحت کاوه. ټولو د نیک نیت له مخې راته نصیحت کاوه، خو پر ما به دا نصیحت سخت بد لږېده. له ډاره به مې څه نه ویل.
هو، نو؛ که یو ماشوم ته په کور کې مور، پلار، تره، مشر ورور، په کلي کې سپین ږېري، په مسجد کې ملاامام او په ښوونځي کې ښوونکی په نصحیتونو سر شي، نو ماشوم خو څه کوې، چې له روغ او عاقل سړي به هم لار ورکه کړي، چې ښه؛ زه اوس د چا ومنم او یا په رښتیا هم زه دومره کمزوری، بې عقل او بې لارې یم چې ټول راته نصیحتونه کوي؟
څه چې په نصیحت کې ویل کېږي، دا ټولې ښې خبرې وي، خو پایلې یې ښې نه وي. موږ چې په مروجه طریقه خپلو ماشومانو ته کوم نصیحتونه کوو، دې ته وچ نصیحتونه وايي. دا نصیحتونه تر ډېره په دې راڅرخي چې دا وکړه او دا مه کوه. په دې طریقه ماشومان د ربوټانو په څېر لویېږي. دوۍ یوازې هغه کارونه کوي چې ورته ښودل شوي وي. د دوۍ خلاقیت وژل شوی وي، ځکه په ټول ژوند کې یې د خپلې خوښې مطابق څه نه وي کړي. هر څه یې چې کړي، د مشرانو په خوښه یې کړي.
وچ نصیحتونه، نه یوازې دا چې په ماشوم مثبت اثر نکوي، بلکې هغه په خپله وړتیا شکي کوي، دی بې زړه کېږي او جرآئت یې مري. ممکن له نصیحت کوونکو سره یې کرکه او نفرت هم پیدا شي. که یې له نصیحت کوونکو سره کرکه پیدا شوه، نو دی کوشش کوي چې ځانته نور خواخوږي پیدا کړي. په دې وخت کې بیا د دې ډېر امکان وي چې نوي خواخوږي، له تنکي ځوان سره د خپلو ناوړو اهدافو په خاطر خواخوږي وکړي. په قرار قرار ځوان د خپلو موخو په خاطر استعمال کړي. ځکه چې پخواني خواخوږي یې رښتیني وو، خو د وچو نصیحتونو له امله یې له هغوۍ کرکه پیدا شوه او نوي یې پردي خلک دي، خواخوږي یې یو ډول دام ده.
که یو څوک ووايي چې ماشوم خو ښوونې او روزنې ته اړتیا لري، که موږ ورته نصیحت ونکړو، نو ښوونه او روزنه یې نېمګړې ده. موږ نه وايوو چې تاسو خپلو ماشومانو ته ښوونه او روزنه مه کوئ. خو په مروجه طریقه ورته نصیحتونه مه کوئ. تاسو چې له ماشوم کوم ښه عادتونه غواړئ، نو هغه په نصیحتونه کې مه ورښیئ، بلکې هغه ورته په عمل کې وښیئ، هغوۍ یې خپله درڅخه زده کوي. د عالي اخلاقو د ورزده کولو په خاطر خبرو ته نه، تمثیل ته اړتیا ده. موږ باید د ماشومانو ترمخ، د عالي او ښه انسان تمثیل وکړ.