ژباړه هوسۍ طارق
ترکي، هسپانوي او یا هم چیني مهمه نه ده چې کومه ژبه خو له یوې په زیاتو ژبو پوهېدل ماشومانو ته له ماشومتوبه ډیر مرستندوی تمامیدای شي. زموږ ذهن دغه ځانګړنه لري چې څو ژبې په اسانۍ زده کړي.
دغه موضوع چې ځینې انسانان په دوو یا دریو ژبو پوهیږي له هماغه ماشومتوبه ورباندې څیړنې شوي او دا منل شوې چې دا یو ناشونی کار نه دی او تر ډیره عملي جنبه لري. ساینسپوهان په دې اند دي چې کله یو انسان له یوې نه ډیرو ژبو ړپوهیږي، زده یې وي نو دغه د ټولو ژبو تمام موضوعات د ذهن په یوه ځانګړی برخه کې ثبت کیږي او دغه ژبې یو له بل سره په اړیکو کې وي. د انسان ماغزه د ژبنیزو مهارتونو د ودې او زده کړې لپاره ډیزاین شوی، نه یوازې د یوې ژبې د زده کړې لپاره.
د مورنۍ ژبې وده:
- ماشوم د خپل مور په نس کې په وروستیو درې میاشتو کې د خپلې مور د ژبې ځینې ځانګړي غږونه او اصوات اوري.
- ماشومان پس له څو میاشتو خپل لومړني اوریدل شوي غږونه بیرته تقلید کوي.
- کله چې ماشومان شپږ کلنۍ ته رسیږي نو ورو ورو کولای شي خپل پیچلي اندونه د کلماتو په قالب کې بیان کړي.
- د ژبې زده کړه په بیلابیلو پړاونو ویشل کیږي. په همداسې حال هر ماشوم د خپلې ځانګړنې پر بنسټ یوه ژبه زده کوي. کله چې یو ماشوم د څو ژبو د زده کړو په چاپیریال کې وي نو کیدای شي چې یو ماشوم د یوې ژبې په ډیرو مواردو او د بلې ژبې په ځینو مواردو ښه عمل وکړای شي.
- ماشومان نه غواړي چې ژبه زده کړي بلکې هغوی غواړي چې په خپل چاپیریال له خپلو همزولو سره اړیکې ټینګې کړي.
په ماشومتوب کې له یوې ژبې د ډیرو ژبو د زده کړو مثبت ټکي :
هغه ماشومان چې له یوې په ډیرو ژبو پوهیږي او زده کوي یې د ژوند په لړ کې دا له هغوی سره مرسته کوي چې پر خپل زده کړيو مهارتونو برلاسي اوسي او له دې مهارته په ټول ژوند کې ګټه پورته کولای شي. هغه انسانان چې له یوې په ډیرو ژبو پوهیږي نو دغه ټولې ژبې یې په ذهن کې له یو بل سره سیالۍ کوي. کله چې د ژبې رګونه یانې د ذهن هغه برخه چې د ژبې په زده کړه ډیر اغیز لري په حرکت راشي نو د انسان ټول عصبي سیسټم چې مختلفې ژبې پکې ذخیره دي بیرته فعالیږي. د بیلګې په توګه کله چې یو سړی په آلمانۍ ژبه خبرې کوي او خپل ذهن کې خپل ویل شوي جملې بیا په نورو ژبو چې یې زده وي یو ځل یې وایي، او دوه، درې جملې یو له بل سره پرتله کوي . مثلا کله چې یو انسان یوه خبره په الماني یا انګلیسي ژبه کوي او اصلي ژبه یې دري یا پښتو وي نو خپله دغه خبره خپل ذهن کې په دری یا پښتو یو ځل له سره تیري او ژبې سره پرتله کوي. او همداسې په غیر ارادي توګه نورې ژبې بیرته پریږدي او بیرته هماغه د آلماني ژبې جملې او خبرو ته راځي. ماشومان ان په درې کلنۍ کې چې له یوې ژبې نه زیات په ډیرو پوهیږي، یانې دوه درې ژبې یې زده وي، دوی کولای شي خپلې اګاهۍ ته وده ورکړي او په ډیره دقیقه توګه پوهیږي چې کله په کومه ژبه خبرې وکړي. دغه تور چې دوه ژبې ویونکي ماشومان، ژبې یو له بل سره ګډوي، کوم علمي بنسټ نه لري او ناسم دی.
په ماشومتوب کې له یوې ژبې د ډیرو ژبو د زده کړو منفي ټکې :
هغه ماشومان چې یوازې په آلماني ژبه خبرې کوي د هغو ماشومانو پرتله چې دوه ژبې دي د لغاتو لویه زیرمه لري، خو که د همدغو دواړو ماشومانو د لغاتو ټولګه سره وشمیرل شي نو د دواړو ماشومانو د لغاتو د زیرمې شمېر په یوه کچه وي. خو دغه ځانګړتیاوې او توپیرونه د وخت په تیریدو د بدلون او له کمیو سره مخ کیږي.تر څو چې ماشومان په وړوکتون کې دي نو دوه ژبیزې ماشومان کټ مټ د نورو ماشومانو په اندازه خبرې کوي.
دا چې ماشومان دوه ژبیز وروزل شي دا یوه ډیره پیچلې موضوع ده او د والدینو له ډیرې هڅې او نظم سره تړاو لري. دوه ژبیز ماشومان په دواړرو ژبو کې په مساویانه توګه د مهارتونو له زده کړې محروم وي. د دغو ماشومانو مهارتونه له دی سره تړاو لري چې له دوی سره څوک په کومه ژبه او کومه موضوع غږیږي.