لیکوال: ډاکټر عبدالرؤف
ژباړه: رحمت شاه فراز
دوولسمه برخه
———————–
د جنسي غړي د لمس کولو عادت
په وړو ماشومانو کې خپل جنسي غړي ته د لاس وړلو عادت هم ډېر عام دی. دغه عادت ډېر زیات خطرناک دی. که ماشوم تر ډېره په دغه عادت اخته وي، نو د دې اندېښنه شته چې په لویینې کې دغه ماشوم په جنسي فعالیت کې د برخې اخیستو وړتیا له لاسه ورکړي.
په دې ځای هم کې مور او پلار باید له ډېر زغم او اروايي ځیرکتیا نه کار واخلي او د «اوه! وشرمېږه، دا څه کوې؟ ارمونیه! خبیثه!» په څېر ترخه توري استعمالول او یا جسمي سزا ورکول د اصلاح خورا ناوړه روشونه دي. ممکن ماشوم به په دې تنکي عمر کې خپل جنسي غړي ته یوازې د لوبتوکي په سترګه ګوري. که په ماشوم کې له مناسبو لوبتوکو او خوندورو فعالیتونو سره علاقه پیدا شي، نو ممکن پام يې په بله واوړي او پخپله به له دې عادت نه لاس واخلي.
په غاښونو د نکانو غوڅولو عادت
په غاښونو د نکانو غوڅولو عادت ډېر عام نه دی او تر ډېره په هغو ماشومانو کې پیدا کېږي چې ډېر زیات مضطرب او په منفي ذهني فشار اخته وي. په غاښونو د نکانو غوڅول ماشوم ته لنډمهاله ارامي ورکوي. دغه ماشومان باید پوه کړای شي چې که د نکانو میکروب يې بدن ته ننوځي، پر روغتیا يې ناوړه اثر کولی شي او هسې هم د ښو ماشومانو په ډله کې نکانو غوڅوونکو خیرنو ماشومانو ته د احترام په سترګه نه کتل کېږي. بل خوا، پکار ده چې نجونو ته د نکانو توږوونکي او رنګ ناخن ورکول شي او د صفا او صیقل شویو نکانو په جمالیاتي ټکو باید پوهې کړای شي. تر څو د نکانو د پاکوالي مینه ورسره پیدا شي.
د لویانو ناوړه عادتونه او ماشومان
ښکنځلې کول، جنګ کول او لاس اچول، په چټلتیا کې لوبېدل او چټل اوسېدل، دروغ ویل، غلا او دې ته ورته ناوړه عادتونو باندې به د کتاب په راتلونکو مخونو کې په تفصیل سره خبرې وکړو. خو که مو ماشوم په داسې چاپېریال کې روزل کېږي، چې هلته د وخت پابندي، د مهربانه مور او پلار په نرمه ژبه د خبرو انداز او یو کار په مناسبه طریقه ترسره کول رواج وي او داسې ماحول وي چې د ماشومانو مشروع تفریحي تقاضاوې په پټو سترګو نه تر پښو لاندې کېږي، نو دا اندېښنه ډېره نه وي چې ماشومان به ناوړه عادتونه واخلي. د ماشوم په لوبو بندیز لګول، په اصل کې په ماشوم کې د غوسې او بدمزاجۍ له تقویه کولو سره مترادف ده.
یو شمېر کسان چې ماشوم په لوبو وویني، نو په خوا کې يې ودرېږي او هسې نا هسې د ماشوم په لوبو کې ګوتې ور وهي. د ماشوم دغه ډول لاسوهنه هېڅ نه خوښېږي. بله دا چې له دې سره د لوبو ازاده فضا هم له منځه ځي. په دې سربېره، دا ډول لاسوهنه په ماشوم کې دا صلاحیت ختموي چې خپل کار پخپله ترسره کړي او خپلو ستونزو ته پخپله د حل لاره لټوي. په ماشوم ډېر پام ساتل، هر کار کې ورسره بې ځایه مرسته کول او هره هیله یې سملاسي پوره کول، د ماشوم د نوښت ځواک او خپلواکي ته زیان رسوي. تر حد ډېره مینه په ماشوم کې دا تلوسه را پورته کوي چې د هر چا د سترګو تور اوسي او دغه تلوسه په بالغ ژوند کې هم ماشوم دې ته مجبوروي چې د نورو په اسرې پسې يې سترګې وي او یا خیراتخوره او ماشومانه چال و چلند وکړي.
د ښوونکو او والدینو مسؤلیتونه
د بدو عادتونو د اصلاح تر ټولو مناسبه دوره، د ماشومتوب وخت دی. یو ځل چې عادتونه پاخه شي، بیا يې پرېښودل ډېر سخت وي. نو له همدې امله ډېر زیات پام پکار دی چې ماشومان مو یوازې ښه عادتونه زده کړي او که په بدو عادتونو اخته هم شي، نو بیا هم د هغوی د اصلاح کولو له مسؤلیت نه سترګې پټول یا د اصلاح غلط روشونه کارول، په خپلو ماشومانو او ټولنې لوی ظلم دی.