لیکوال: ډاکټر عبدالرؤف
ژباړه: رحمت شاه فراز
دیارلسمه برخه
————————
حرصناک ماشومان
ځینې ماشومانو ډېر زیات حرصناک وي. مثلاً که موټر مو ورته واخیسته، نو شېبه وروسته به توپک ته په خوارو سترګو ګوري، خو چې دغه هم لاسته راوړي، بیا يې هم سترګې نه مړېږي. یو وړوکی هلک به چې له خپلې مور سره هر چېرته ته، نو په تاخچه کې ایښي ټول شیان به يې په رومال کې وتړل او د ستنېدو په وخت کې به يې په ډېر ضد سره په دې خبره ولاړ وو، چې دغه پنډه له ځان سره یوسي. دا ډول ماشومانو ته سزا ورکول لا تاوان لري، ځکه له دې وروسته له نورو نه په پټه په غلا کولو اموخته کېږي.
نافرمانه ماشومان او د والدینو ناپوهي
ناپوه والدین او د کور وچه او «واعظانه» فضا هم ماشوم بې ادبه او نافرمانه کوي. ډېر کله د ماشومانو بې ادبي، د ماشوم د ناپوهي او ښو الفاظو د کموالي له سببه وي. مثلاً تاسو په مینه خپل زوی ته «کوټی» وایئ او بله ورځ هغه د ټولو په مخکط تاسو ته هم «کوټی» ووایئ نو د هغه پر دې معصومه بې ادبي توند غبرګون مه ښيئ، ځکه چې ماشوم لا هم د الفاظو دقیق استعمال نه دی زده کړی. اکثره والدین له دې سر ټکوي چې ماشومان يې ښکنځلې کوي او بد رد وايي. لویانو ته احترام نه کوي او ورځ تر بلې پسې نافرمانه کېږي. د دې لپاره چې ماشوم مو ښکنځلې ونه کړي، د کلي له خیرنو ماشومانو سره له ناستې ولاړې یې باید لرې وساتئ. تر دې له مخه چې له ماشوم نه د درناوي تمه وکړئ، نو لویان دې لومړی پخپله هم له خپل قول او فعل سره پام وکړي.
یو ډله لویان ماشومانو په ماشومانو دومره پېچلي امرونه کوي چې ماشومان د پلمو او حیلو ، ستړیا، انکار، ضد او داسې نورو بېلا بېلو پړاوونو نه وروسته بلاخره دې ته اړ شي چې د ښکاره انکار په شکل کې د پوره بې ادبي چلن ته مخه کړي. ماشوم ته د هغه له وسه پورته کارونو ویل، لویه تېروتنه ده. د لویانو درناوی او له هر چا سره ښه چلند کول، د دغې تربیې لپاره هم د لښتې استعمال ډېر تاوان لري. خپل ماشوم ته د اطاعت او فرمانبردارۍ د روزنې لپاره د مؤدبه او نېکو ماشومانو دلچسپه حکایتونه ډېره ګټه رسوي. په کور کې باید ماشوم ته له لومړۍ ورځې لا مناسبه خپلواکي او اختیار ورکول شي او ورسره دې دا هم ور وښودل شي، چې په څه ډول له دغې ازادۍ نه صحیح استفاده وکړي. که ماشوم مو هر وخت کور کې بند وي او د لویانو د درناوي وچ نصیحتونه او لارښوونې اوري، په دې ډول مو ماشوم تنګېږي او بیا یو داسې وخت هم راشي چې دی له دې بې کیفه او «واعظانه» چاپېریال سره بغاوت ته مټې ور بډ وهي.
د ماشومانو شوخي
شوخي خو د ماشومانو تر ټولو ډېره د خوښې وړ کړنه ده. وړې، وړې شوخۍ خو باید هېڅ په پام کې ونه نیسو. خو له حده ډېر شوخ ماشوم په کور، کوڅه او ښوونځي کې د ټولو لپاره د تکلیف لامل وي. د وړو ماشومانو زیاتره شوخیانې یوازې د کمې پوهې او نا آګاهي له امله وي. مثلاً، ماشوم چې په دې نه پوهېږي، چې د نی رنګ په کتابونو ډېر بد رنګه داغونه جوړوي، نو ډېر په بې غمه زړه د رنګ قوتی په کتاب واړوي او د رنګ له بهېدو خوند اخلي. د کوچنیو ماشومانو په ځینو وړو، وړو شوخیو د کور یو شمېر لویان ډېر زیات خوشالېږي، د دوی خندا ماشوم ته سمه جایزه ښکاري او ماشوم د نویو شوخیو په فکر کې شي. دا ډول ماشوم په ښوونځي کې په خپلو شوخیو زده کوونکي هم تر دوه نفسه کړي وي. په سزا یا جریمې د ماشوم د اصلاح کېدو تمه لرل اصلاً لېونتوب دی. شوخو ماشومانو ته باید په اسانه ژبه د مؤدبه چلند ښوونه وشي. پکار ده چې د ښو ماشومانو د ژوند حالات ورته بیان شي او ورته وویل شي چې دغه ماشومان له همدې امله په راتلونکي کې لویو مقامونو ته رسېدلي دي چې شوخۍ به يې نه کولې. ماشوم دې له نېکو ماشومانو سره په ګرځېدا او لوبېدو عادت کړای شي، تر څو د ښو اخلاقو تمایل پکې پیدا شي.
د نورو د پاملرنې او مینې مرکز اوسېدل، د ماشومانو تر ټولو ژوره هیله وي. د دې هیلې لپاره ماشوم ډول، ډول پلمې او بانې هم جوړوي. چیغې وهل او ژړل خو د وړو مهم خصلت وي. یو څه لوی ماشومان بیا د ضد او په وړو باندې د ظلم او تشدد په مټ د خپله دبدبه او رسوخ پیاوړی کوي. ماشوم دغه ډول کارونه عموماً د مور او پلار د توجه جلبولو لپاره کوي. د ماشوم دغو کارونو ته ډېر اهمیت ورکول نه دی پکار. او که تاسو هېڅ توجه ورته ونه کړئ، نو ماشوم پخپله دا احساسوي چې دې چل هم ګټه ونه کړه، ځکه ماته خو اصلاً څوک راګوري نه.