کتاب: د ماشوم ارواپوهنه
لیکوال: دوکتور عبدالرؤف
ژباړه: رحمت شاه فراز
دوولسمه برخه
ځینې ماشومان ډېر زیات حرصناک وي. مثلاً که موټر مو ورته واخیسته، نو شېبه وروسته به توپک ته په خوارو سترګو ګوري، خو چې دا هم لاسته راوړي، بیا يې هم سترګې نه مړېږي. یو وړوکی هلک به چې له خپلې مور سره هر چېرته ته، نو په تاخچه کې ایښي ټول شیان به يې په رومال کې وتړل او د ستنېدو په وخت کې به په ډېر ضد سره په دې خبره ولاړ وو، چې دغه پنډه له ځان سره یوسي. دا ډول ماشومانو ته سزا ورکول لا تاوان لري، ځکه له دې وروسته له نورو نه په پټه په غلا کولو اموخته کېږي.
نافرمانه ماشومان او د والدینو ناپوهي
ناپوه والدین او د کور وچه او «واعظانه» فضا هم ماشوم بې ادبه او نافرمانه کوي. ډېر کله د یوه ماشوم بې ادبي، د ماشوم د ناپوهي او ښو الفاظو د کموالي له سببه وي. مثلاً تاسو په مینه خپل زوی ته «کوټی» وایئ او بله ورځ هغه د ټولو په مخکې تاسو ته هم «کوټی» وایي، نو د هغه پر دې معصومه بې ادبي توند غبرګون مه ښيئ، ځکه چې ماشوم لا هم د الفاظو دقیق استعمال نه دی زده کړی. اکثره والدین له دې سر ټکوي چې ماشومان يې ښکنځلې کوي او بد رد وايي، لویانو ته احترام نه کوي او ورځ تر بلې پسې نافرمانه کېږي. د دې لپاره چې ماشوم مو ښکنځلې ونه کړي، د کلي له خیرنو ماشومانو سره له ناستې ولاړې یې باید لرې وساتئ. تر دې له مخه چې له ماشوم نه د درناوي تمه وشي، نو لویان دې لومړی پخپله هم له خپل قول او فعل سره پام وکړي.
یو ډله لویان پر ماشومانو دومره پېچلي امرونه کوي چې ماشومان د پلمو او حیلو ، ستړیا، انکار، ضد او داسې نورو بېلا بېلو پړاوونو نه وروسته بلاخره دې ته اړ شي چې د ښکاره انکار په شکل کې د پوره بې ادبي چلن ته مخه کړي. ماشوم ته د هغه له وسه پورته کارونو ویل، لویه تېروتنه ده. د لویانو درناوی او له هر چا سره ښه چلند کول، د دغې تربیې لپاره هم د لښتې استعمال زیات تاوان لري. خپل ماشوم ته د اطاعت او فرمانبردارۍ د روزنې لپاره د مؤدبه او نېکو ماشومانو دلچسپه حکایتونه زیاته ګټه رسوي. په کور کې باید ماشوم ته له لومړۍ ورځې لا مناسبه خپلواکي او اختیار ورکول شي او ورسره دې دا هم ور وښودل شي، چې په څه ډول له دغې ازادۍ نه صحیح استفاده وکړي. که ماشوم مو هر وخت کور کې بند وي او له لویانو د درناوي وچ نصیحتونه او لارښوونې اوري، په دې ډول مو ماشوم تنګېږي او بیا یو داسې وخت هم راشي چې دی له دې بې کیفه او «واعظانه» چاپېریال سره بغاوت ته مټې ور بډ وهي.
د ماشومانو شوخۍ
شوخي خو د ماشومانو تر ټولو ډېره د خوښې وړ کړنه ده. وړې، وړې شوخۍ خو باید هېڅ په پام کې ونه نیسو. خو له حده ډېر شوخ ماشوم په کور، کوڅه او ښوونځي کې د ټولو لپاره د تکلیف لامل ګرځي. د وړو ماشومانو زیاتره شوخیانې یوازې د کمې پوهې او نا آګاهي له امله وي. مثلاً، ماشوم چې په دې نه پوهېږي، چې د نی رنګ په کتابونو ډېر بد رنګه داغونه جوړوي، نو ډېر په بې غمه زړه د رنګ قوتی په کتاب واړوي او د رنګ له بهېدو خوند اخلي. د کوچنیو ماشومانو په ځینو وړو، وړو شوخیو د کور یو شمېر لویان ډېر زیات خوشالېږي، د دوی خندا ماشوم ته سمه جایزه ښکاري او ماشوم د نویو شوخیو په فکر کې شي. دا ډول ماشوم په ښوونځي کې په خپلو شوخیو زده کوونکي هم تر دوه نفسه رسولي وي. په سزا یا جریمې د ماشوم د اصلاح کېدو تمه لرل اصلاً لېونتوب دی. شوخو ماشومانو ته باید په اسانه ژبه د مؤدبه چلند ښوونه وشي. پکار ده چې د ښو ماشومانو د ژوند حالات ورته بیان شي او ورته وویل شي چې دغه ماشومان له همدې امله په راتلونکي کې لویو مقامونو ته رسېدلي دي چې شوخۍ به يې نه کولې. ماشوم دې له نېکو ماشومانو سره په ګرځېدا او لوبېدو عادت کړای شي، تر څو د ښو اخلاقو تمایل پکې پیدا شي.
د نورو د پاملرنې او مینې مرکز اوسېدل، د ماشومانو تر ټولو ژوره هیله وي. د دې هیلې لپاره ماشوم ډول، ډول پلمې او بانې جوړوي. چیغې وهل او ژړل خو د وړو مهم خصلت وي. یو څه لوی ماشومان بیا د ضد او په وړو باندې د ظلم او تشدد په مټ خپله دبدبه او رسوخ پیاوړی کوي. ماشوم دغه ډول کارونه عموماً د مور او پلار د توجه جلبولو لپاره کوي. د ماشوم دغو کارونو ته ډېر اهمیت ورکول نه دی پکار. او که تاسو هېڅ توجه ورته ونه کړئ، نو ماشوم پخپله دا احساسوي چې دې چل هم ګټه ونه کړه، ځکه ماته خو اصلاً د چا را پام نه دی.
پلمې او بانې کول
ماشوم ته چې کله نا کله یو وړوکی کار وسپارل شي او له څه امله یې ونه شي کړای او بیا د لامل پوښتنه ترې وشي، نو ماشوم ډول، ډول پلمې جوړوي، چې په ښکاره ډېرې معقولې ښکاري؛ مثلاً «دوکان بند وو»، « په سر مې درد وو»، «له یاده مې ووتل»، «پلانکي غلطه لاره را ښودلې وه» او داسې نور. د ماشوم هدف دا وي چې په دې ډول ځان بې ګناه ثابت کړي او د خپلې تېروتنې مسؤلیت د نورو په غاړه واچوي.
همداسې د مکافاتو مینه هم د ماشوم د بې شمېره تېروتنو سبب ګرځي. ماشوم چې په یوه کار کې ماتې وخوري، نو په یوه بل اسانه کار کې د مهارت لپاره هلې ځلې پیل کړي، تر څو خپله تېره ناکامي ور باندې جبران کړي. په زده کړو او درس کې بدنامه «ګلاب جان» غلا ته مخه کوي، تر څو پیسې ترلاسه کړي او دغه پیسې په خپلو ملګرو مصرف کړي، او په دې ډول د «سخاوت» تر سیوري لاندې د خپلې بدنامۍ ټاپه له منځه یوسي. هغه ماشوم چې په ټولګي کې یې د ټولګیوالو په مخکې د کورنۍ دندې په سر سزا لیدلې وي، د تفریح په وخت کې د خپلې کورنۍ د کارنامو په باره کې د غټو، غټو کیسو په بیانولو کې ډېر سخت مهارت پیدا کوي. همدارنګه، هغه ماشوم چې پېچلي درسونه نه شي زده کولی، نو هڅه کوي، چې په خوشنویسي کې تکړه شي او له دې لارې د ښوونکي له جزا نه ځان وژغوري.
ځینې ماشومان چې په یوه مشکل کار یا لوبې نه پوهېږي او ویني چې نور ماشومان په هماغه کار کې بوخت دي، نو زړه ته يې ارمان درېږي. او له ډېرې غوسې بې ځایه د هغوی په لوبو کې لاسوهنه کوي او زړه يې غواړي چې په یو نه یو ډول ستونزه او لانجه ورسره جوړه کړي. د لوبو په میدان کې د دا ډول ماشومانو اصول دا وي چې «نه پخپله لوبېږو او نه بل ورته پرېږدو.»