زموږ د اطرافي سیمو لویان؛ پلار، مور، بابا او نور مشران معمولا جدي چلن کوي. لویان او پلرونه په مازي خبره کشرانو او ماشومانو ته لغتې ورکوي؛ انا له لکڼې سره ناسته وي. دوی د ماشومانو د رامولو او ورښودلو لپاره وهل کوي!! زموږ په قبایلي پښتنو کې د (چېرته ډب نه وي، هلته ادب نه وي) نظریه خورا عامه ده!!
دوی د (چیرته ډب، هلته ادب) نظریه اورېدلې او له کشرانو/ماشومانو سره یې د چلن په بله غوره لاره هیڅ فکر نه دی کړی.
جدي چلن څه دی!؟
جدي چلن نامعقول غبرګون ته وایي. غوسه او سپورې خبرې هم جدي چلن دی. ماشومان، چې فکر یې ژر اوړي، ممکن د لوبو په سامان هم کرار شي او فکر یې په بل مازي شي ښه لور ته واوړي؛ خو دلته ماشوم د جدي چلن په میتود کې له ډېری ګواښونو سره مخ دی!
کله چې ماشوم پیاله هم چپه کړي، پلار سوک ورکړی وي، نامعقول غبرګون همدې ته وایي.
که د یوې پیالې چایو د ضایع کولو لپاره وهل شرط وای، نو لویانو هم باید چې د پیالې د چپه کولو پر وخت سوکان خوړلي وای.
ماشوم چې نوی له هرڅه سره آشنا کېږي، هره لحظه غلطي کولای شي، مګر باید چې په نرمه او سمه وپوهول شي.
د وهلو او ډبولو درد ممکن ژر ورک شي؛ خو اغېزناکه خبره کیدای شي تر ډېره د ماشوم په ذهن پورې نښتې پاته شي.
له ماشومانو/ کشرانو او یا هم د ټولنې له نورو طبقو سره د چلن ښه میتود به د نرم چلن میتود وي؛ ځوان یا ماشوم چې ډېر تاوان هم ورسوي، د مشرانو غبرګون باید معقول وي.
له ماشوم او کشرانو سره جدي چلن د هغوی په راتلونکې اغېز شیندي او کنه نو لومړی اغېز یې دا دی؛ چې له ماشوم څخه پخپله جدي چلنه انسان جوړېږي.
هماغه جدي چلن به په لویوالي کې کوي، کوم چې يې په ماشومتوب کې لیدلی وي؛ یاني ماشومان له لویانو څخه په غیر ارادي ډول جدي تګلارې زده کوي!!
د جدي چلن یو علت پورتنۍ د(چیرته ډب هلته ادب) نظریه ده او خدایزده چې دا نظریه به چا ورکړې وي؟
پخوانۍ او اوږدمهاله نظریه ده، چې په پښتنو کې یې زیاتې پېړۍ وهلې او دا چې پښتانه په هره برخه کې ورو ورو بدولن کووي؛ نو دریغه چې زموږ د فرهنک نوموړې نظریه به څو پېړۍ نوره هم زوندۍ وي!!
معلومه نه ده چې دا نظریه د چا ده او څه وخت را منځ ته شوې ده؟!
د جدي چلن دویم علت دود دی. جدي چلن موږ ته د دود په شکل هم راپاته کېدلای شي. کله چې پلار جدي چلن کوي، نو زوی ته د میراث په توګه پاته کېږي. لکه ځینې نور دودونه چې په میراث له یوه نسله بل ته پاته کېږي.
افراط/ زیاتی یې بل لامل دی. موږ که په ټولو چارو کې اوسط ته پام وکړو، جدي چلن به مو نه وي کړی او اسلام هم د امورو د ترسراوي لپاره غوره تګلاره اوسط یا منځلاري ښوولې ده.
وهل، ډبول، غوسه، سپکې سپوري او… د جدي چلن نومونې دي. جدي چلن معمولي موضوع نه ده، بلکې دعوې، خفګان او نورو ستونزو ته لاره هواروي.
په متمدنه یا ښاري سیمو کې دا چاره کمه ده.
موږ چې افراط او جنګ ته ژر مخه کوو، یو لامل یې له موږ سره د مشرانو جدي چلن دی.
له دې چارې د خلاصون یوه لاره د نورو خلکو د ژوند مطالعه کول دي. هغه څوک چې عصري ژوند ووینې، بیا نو د ژوند کولو پخوانۍ تګلارې پرېږدي او د هغو نورو په نسبت له اولادونو، ماشومانو او… سره ښه چلن کوي.
څرنګه چې د جدي چلن د تګلارې یو لامل افراط دی؛ نو د مخنیوي یوه ښه لاره یې منځلاریتوب دی. که منځلاري ونه واوسو، ممکن په ډېرو چارو کې د کورنۍ له غړو؛ ملګرو، کلیوال او ښاروال سره جدي چلن ته لاس واچوو.
د مهذب اوسېدلو یو لوی راز هم په چارو کې منځلاریتوب دی. که په وړه خبره هم جدیت وښیو، جنګ پېښېدلای شي.