په پخوا کلونو کې یوې هوښیاره چونګښې د ونو، ګلانو او شنو بوټو په منځ کې ژوند کاوه. دې به په دوبي کې هره شپه او سهار وختي سندرې ویلې د دې قوړهارې به فضا په سراخیستې وه، تر هغوو به يې قړهاری کاوه چې ښه به ستړې شوه، شپه به يي په سندرو او ورځ به يي په خوب تیریده. کله به چې وږې شوه نو پټه پټه به په ښکار پسې روانه شوه. چینجیان، میږي، او نورې وړې حشرې به چې په مخه ورغلې ښکار کولې او په یوه ناڅاپي ټوپ به يي تر ستونې تیرې کړې، چې ګیډه به يې ډکه شوه نو بیرته به د خپل کور په خوا روانه شوه. له خپله ژونده ډیره خوشحاله وه او د خپلو سندرو له ویلو به يي هم خوند اخیست.
یوه ورځ چې ډیره وږې وه. پام يي شو چې د یوه ګل په پاڼه بورا ناست دی او شیره ټولوي. دې هغې ته ورټوپ کړ اوپه مزه مزه يي تر ستونې تیر کړ. له ځانه سره يي وویل: ننی ښکارډیر خوندور و، له دې وروسته به د بوراګانو ښکار ته دوام ورکوم. دا کار يي څو موده نور هم وکړ. بله ورځ د بوراګانو پاچا د خپلو نژدې خپلوانو له ترې تم کیدو خبر او ډیر خپه شو. هرې خواته يي بوراګان ولیږل ترڅو د خپلو ورکو عزیزانو لټون وکړي. هغوئ ته يي دا خبره هم وکړه: که هرچا دا درک وکړ نو زما د وزیر په توګه به یې مقرر کړم. په دې وخت کې یوښایسته بورا د ګل په پاڼه ناست و، چرت يي واهه چې څنګه به د خپلو عزیزانو درک او څرک معلوم کړم. هالته وړاندې يي په چونګښه باندې سترګې ولګیدې چې د ده په لورې ټوپونه وهي. بورا والوت او د ونې په یوه ښاخ کینوست.
چونګښې ور نارې کړي. راکښته شه! زه د ځنګل او اوبو بلبله یم غواړم درته سندرې ووایم، ته راته غوږ شه زه ډیرې خوږې سندرې وایم، بورا ورسره ومنله بیرته د ګل په پاڼه کیناست، څو د چونګښې سندرې واوري. چونګښه ښه ورته را نژدې شوه. یو دوه ځلې يي قوړهاری وکړ. همدا چې خوله يي خلاصه او پرې ورټوپ يي کړ. بورا والوت، مخامخ خپل پاچا ته ورغی او ټوله کیسه يي ورته تیره کړه.
پاچا د ځنګله ټول بوراګان را خبر کړل او د چونګښې په کوريې یرغل وړ. چونګښې چې دا حال ولید نو په ټوپونو، ټوپونو يي ځان د اوبو یوه داسې ډنډ ته ورساوه. چې خواته يي د پښ دوکان هم و. اوس نو د پښ په دکان کې له ټک اوټوک څخه ډیر ازرده هم دی. ځکه هغه ټوله ورځ په کار بوخت وي.
د بزګرانوله پاره لرونه، بیلونه، سپارې، رمبي او ترکاڼانو ته تیشې، تبرونه، د نیزه بازانو نیزې او د اسانو له پاره يې نعلونه جوړوي، د کورنیو له پاړه چړې تیروې. ټوله ورځ يې په دکان کې ټک اوټوک او د کلیوالو خنداوې وې. چې د دې ټکهاری او خنداګانو له امله د اوبو د بلبلې خوب ګډوډ او ټوله ورځ یې د ارام ځای او ارام ژوند د موندلو په مقصد په ټوپونو تیریږي.دا اوس اړه ده چې همدلته ژوند وکړي ځکه چې په ځنګل او د ګلانو په خوا کې يي بوراګان نه پریږدي.