د منګولیا د خلکو کیسه
ژباړونکی: ګل جان صابر
چرګ ولې سهار وختي بانګونه وهي؟په پخوا زمانو کې چرګ دومره ښکلې لکۍ لرله چې هر انسان به چې هغه ولید ور ته درېده چې د لکۍ د لیدلو څخه یې خوند واخلي. طاوس د چرګ په لکۍ ډېره رخه کوله، شپه او ورځ به په دې فکر کې و چې څرنګه دا لکۍ ځنې خپله کړي. په پای کې یې له ځان سره پریکړه وکړه او چرګ ته یې وویل:
– ملګریه، ستا لکۍ د یوې شپې له پاره پور راکړه، واده ته ځم غواړم چې ښه لباس ولرم. سبا سهار وختي به ستا لکۍ بېرته درته راوړم.
چرګ د طاوس خبره ومنله او خپله لکۍ یې هغه ته ورکړه.
سهار تېرشو خو طاوس لکۍ را نوړه. ورځ راغله خو طاوس هېڅ دا فکر هم نه کوي چې لکۍ بېرته چرګ ته ور وړي، په دې ډول یې ښکلې لکۍ د ځان کړه.
چرګ ته نو څه ور پېښ شول؟ کله چې شپه رڼا کېږي نو چرګ نارې وهي«کو، کوـ کو، کو». په دې نارو کې هغه طاوس ته وایي:
– ملګریه، راوړه زما لکۍ!