لیکواله: اوسېوا و. ا.
دوو ښځو له څاه څخه اوبه راوړلې. دریمه ښځه هم دوی ته راغله. یو سپین ږیری هم هلته په یوه ډبره کېناست چې خپله دمه جوړه کړي.
یوې ښځې بلې ته وویل:
– زما زوی ځېرک او خواکمن دی، هېڅوک له هغه سره سیالي نه شي کولی.
دوهمې ښځې وویل:
– زما زوی د بلبل په څېر بدلې بولي، هېڅوک د هغه په څېر غږ نه لري.
دریمه ښځه چوپ وه. ګاونډیو ښځو له هغې څخه پوښتنه وکړه:
– ته ولې د خپل زوی په برخه کې څه نه وایې؟
ښځې ځواب ورکړ:
– زه به د خپل زوی په برخه کې څه ووایم؟ زما زوی هېڅ داسې ځانګړي څه نه لري.
ښځو خپلې ډولچې ډکې کړې او روانې شولې. سپین ږیری هم په دوی پسې روان شو. ښځې روانې وې او یوه شېبه وروسته ودرېدلې چې دمه جوړه کړي، لاسونو او ملاوو یې درد کاوه او اوبه یې په ډولچو کې چړپېدلې. نا څاپه له کومې خوا د دوی لوري ته دری هلکان راغلل.
یو په خپل سر کومه حلقه ګډوي، ښځو هغه وستایه.
دوهم د بلبل په څېر بدلې بولې او ښځو هغه ته غوږ نیولی و.
دریم مور ته را منډه کړه، له هغې څخه يې درندې ډولچې واخیستلې او د کور لوري ته روان شو.
ښځو د سپین ږیري څخه پوښتنه وکړه:
– ته څه وايې؟ زموږ څرنګه زامن دي؟
سپین ږیري ځواب ور کړ:
– ستاسو زامن چېرې دي؟ زه خو یوازې یو زوی وینم!