د ګروزین د خلکو کیسه
ژباړونکی: ګل جان صابر
په یوه کلي کې دوې سپین سرې اوسېدلې. یوه سپین سرې د سیند یوې خوا ته او بله ـ بلې خوا ته اوسېدله. د هغوی د جنګېره توب آوازه تر ليرې ليرې ځایو پورې تللې وه. لمر به چې را وخوت دوی دواړې به بیا د سیند په غاړه ناستې وې او تر لمر لوېدو پورې به یې یوه او بله ښکنځلې. هېڅوک په دې نه پوهېدل چې د دوی دواړو په څه سره جګړه ده، شور ماشور کوي او ولې یې دا جګره پای ته نه رسېږي.
د دې سپین سرو یوې یوه لمسۍ لرله. لمسۍ چې له دې هره ورځ ښکنځل اورېدلو څخه په تنګ شوې وه خپلې انا ته یې وویل:
– انا، ته د سیند غاړې ته مه ورځه، د ګاونډی سره شور ماشور مه کوه هغه به په خپله آرامه شي.
سپین سرې خپلې لمسۍ ته وویل:
– لمسۍ جانې، ته څه وايې! زه څرنګه دا روې بې ځوابه پرېږدم. زه به د هغې یوه خبره هم بې ځوابه پرې نږدم!
یوه ورځ انا ناروغه شوه او په بستره کې څملاستله.
نجلۍ سهار وختي بیا د خپلې جنګېره ګاونډی ښکنځلې واورېدلې. هغه د سیند غاړې ته ورغله د ګونګی په څېر ولاړه وه او بد ژبې سپین سرې ته یې غوږ نیولی و.
سپین سرې په شورماشور په نجلۍ خوله ور خلاصه کړه:
– ته دې ته وګوره، لکه په خره چې سپره وي او خر ځغلوي! په ځمکه نه ښکارېږي خو بیا هم ځان ته په غوره کې ده، يوه کلیمه یې تر خوله نه راوزي، بد مرغه! ته لږ صبر وکړه همدا اوس درځم، وېښتان به د وشکوم!
سپین سرې بډې ووهلې او په سیند کې ور ګډه شوه. سیند ژور نه و خو ډبرې یې ښویې وې. جنګېره سپین سرې چې د سیند تر منځ پورې راغله وښویېده او په اوبو کې ولوېدله.
د نجلۍ په سپین سرې زړه وسوځېد او د هغې مرستې ته یې ور ودانګل. سپین سرې یې تر لاس را ونیوه، د سیند څنډې ته یې راوستله او په وچه تیږه یې کېنوله. د سپین سرې جړ شوي وېښتان یې ورسم کړل او له سره لوېدلی دسمال یې په سر ور وتړلو.
سپین سرې لومړی چوپ وه ، وروسته یې له اوښکو په ډکو سترګو نجلۍ ته وکتل او سخت یې وژړل. هغه له کوچنی نجلۍ څخه ډېره وشرمېدله.
له همغې ورځې را په دېخوا د سپین سرې له خولې یوه نابوده خبر هم نه را وتله او کلیوال د دوو سپین سرو له شخړو څخه په آرام شول.