د چین د خلکو کیسه
ژباړونکی: ګل جان صابر
یو وخت د پینڅ زیوا په کلي کې يوه سپین سرې د خپل زوی پانوان سره اوسېدله. هغوی خپله ځمکه نه لرله، سپین سرې په غره کې لرګي ټولول او هغه به یې خرڅول او زوی یې د نورو خلکو څاروي پوول. پانوان ښه تکړه او هوښیار هلک و. هغه منډې او ټوپ وهل خوښول، په ونو ډېر ښه ختلی شو، لويې، لویې ډبرې یې پورته کولی او تر سر اړولی شوای. له همدې آمله هغه د ښې روغتیا څښتن او ځواکمن و. یوه ورځ هغه وخت چې پانوان پاده پووله دوو غویانو په خپل منځ کې وهل سره پیل کړل. د هغوی سترګې سرې شوې، په سرونو يې یو او بل سره ټېله کول او په ښکرونو یې سره وهل، داسې چې سره بېلېدل نه. پانوان دوی ته ور منډه کړه، دواړه جنګېره غوایه یې تر ښکرو ونیول او یو له بل څخه یې څو ساژېنه( د اوږدوالي واحد دی چې ۷ فوټه او یا ۲،۱۳ متره کېږي) ليرې وغورځول. پانوان دومره ځواک لرلو چې د غویو یې ان ښکر ور تاو کړل! ځوان غویو ته چې ډېر ستمېدل وکتل او ویې ویل:
– که بل ځل مو جګړه وکړه ښکرونه مو در ماتوم!
پینڅ زیوا ته نږدې کوچنی سیند بهېده چې د هغه د پاسه د ډبرو ښکلی پل جوړ شوی و. پله د لاندې لخوا د ډبرو پنځه ستنې لرلې.
پل ډېر ټینګ جوړ شوی و! کله به چې د ژمي تېز بادونه راوالوتل او د غرونو د اوبو د راوتلو له امله به په سیند کې اوبه ډېرې شوې نو د پل د ستنو د بېخونو مینځل به هم پیل شول. دا پېښه هر کال تکرارېدله. پل تر ډېر وخت پورې ټینګ ولاړ و. د ژمي په یوه سړه ورځ د شمال له لوري باد ډېر په غوسه و ان داسې چې لویې ونې یې له بېخه را ایستلې. پانوان خپله پاده د ډبرو د پله له لارې تېروله. پل داسې زنګېدو چې تا به ویل د باڼس د لرګو څخه جوړ شوی دی. ځوان لاندې وکتل او اخ یې وکړ!
د ډبرو یو ستنه لوېدلې وه او پل هم په چپه کېدو و. که چېرې دا پل لوېدلی وای نو د پینڅ زیوا د اوسېدونکو لپاره به ډېره ستونزمنه وه ځکه چې د همدې پله له لارې
اساسي لاره تېرېدله. د داسې پله له سره جوړول څه آسانه خبره نه وه.
پانوان ډېر فکر و نکړ، پایڅې یې ور پورته کړې او د پله د سر څخه یې د سیند اوبو ته ورټوپ کړ. اوبه ډېرې سړې وې. ځوان تر پله لاندې شو او په سر او لاسو يې هغه ونیو. هغه وچ کلک داسې ودرېد چې تا به ویل د پولادو ستنه ده. لاسونه یې وچ شول خو هغه باید کښته نه کړي ځکه چې پل رالوېږې او ځوان لاندې کوي. پانوان په خپل وروستي توان همغسې ولاړ او ولاړ و.
په همدې وخت کې د پانوان سپین سرې مور د لرګو له پنډې سره د کور لوري ته را روانه وه. د ډبرو پل د باد له امله زنګېده. سپین سرې یوې خوا ته کږه شوه چې لاندې وګوري. هغې چې کله لاندې وکتل اخ یې وکړ: د ډبرو ستنه چپه شوې ده! پل نږدې دی چې همدا اوس ولوېږي! پل که ولوېږي نو بیا به یې څرنګه جوړوي؟ سپین سرې په بیړه د لرګو پنډه کېښووله او اوبو ته یې ور ټوپ کړ. پانوان چې کله خپله مور ولیدله نو غږ یې پرې وکړ:
– مورې، ته ورځه، زه یې یوازې نیسم! مور پوه شوه چې زوی يې ډېر وخت کېږي چې دلته ولاړ دی نو ځکه یې په مینه وویل:
– نه زوی جانه، ته یې یوازې نه شې نیولی، پل زانګي. زه به ستا سره مرسته وکړم!
سپین سرې هم په خپل سر او لاسونو د پله کمان ونیو. اوس نو مور او زوی دواړه یو او بل ته مخامخ په یخو اوبو کې ولاړ دي او پل یې نیولی دی.
څو ورځې تېرې شوې. پله ته نږدې کب نیونکي لامبو وهله چې انسان ته ورته د ډبرو دوې ستنې یې ولیدلې. کب نیونکی لږ ورنږدې شو او ویې لیدل چې دا پانوان او د هغه سپین سرې مور ولاړ دي. هغوی د ډبرو په ستنو بدل شوي او پل یې ټینګ نیولی دی. کب نیوونکی کلي ته ولاړ او خلک یې را خبر کړل. خلکو د ډبرو اتلانو ته کتل او اوښکې یې د سیند اوبو ته ور تویېدلې. له همغه وخت را په دېخوا د پینڅ زیوا کلي ته نږدې پل د مور او زوی د پله په نامه یادېږي.