لیکوال: کنستانتین اوشینسکي
ژباړونکی: ګل جان صابر
دوه کوچنیان، خور او ورور ښوونځي ته روان وو. هغوی باید د یوه ښکلي ځنګل څنګ ته چې ښه سیوری پکې و تېر شوې وای. په لاره تودوخه او دوړې وې خو په ځنګل کې هوا سړه او په زړه پورې وه. ورور خپلې خور ته وویل:
– ته پوهېږې چې زه څه ویل غواړم؟ ښوونځي ته موږ هسې هم تللی شو. په ښوونځي کې به خواشیني او سا نیولي وو خو په ځنګل کې به ډېر خوشاله شو. ته غوږ ونیسه، الوتونکي څرنګه چوڼېږي! ډانګ لکي څرنګه د ونو په څانګو کې ټوپونه وهي! خورې، زه او ته ځنګل ته ولاړ نه شو؟
خور ته هم د ورور وړانديز ښه ښکاره شو. کوچنیانو کتابونه په وښو وغورځول، تر لاسو يې سره ونیول او تر ګڼو ونو لاندې په شنو بوټو کې پنا شول. په ځنګل کې رښتیا هم خوښي او شور ماشور و. الوتونکو وزرونه ټپول او سندرې یې ویلې، ډانګ لکیو په څانګو کې ټوپونه وهل، حشرات په وښو کې کښته او پورته کېدل.
کوچنیانو لومړی ګونګټه ولیدله او هغې ته یې وویل:
– راځه زموږ سره لوبې وکړه.
ګونګټې کوچنیانو ته وویل:
– زه به ډېره خوښه وم چې ستاسو سره مې لوبې کړې وای خو زه د لوبو لپاره وخت نه لرم، د غرمې لپاره باید ځان ته خواړه پیدا کړم.
کوچنیانو د ګبینو مچۍ ته وویل:
– راشه زموږ سره لوبې وکړه.
د ګبینو مچۍ کوچنیانو ته وویل:
– زه ستاسو سره د لوبو کولو لپاره وخت نه لرم، زه باید ګبین را ټول کړم.
کوچنیانو مېږي ته وویل:
– ته زموږ سره لوبې کوې؟
مېږي د دوی خبرې ته هېڅ غوږ و نه نیو، تر ځان دوه ځله لوی واښه یې په خوله کې نیولی و او په بيړه د خپل غار لوري ته روان و.
کوچنیانو ډانګ لکي ته مخ ور واړاوه او هغه ته یې وویل چې له دوی سره لوبې وکړي خو ډانګ لکي خپله نرمه لکۍ وښوروله او دوی ته یې وویل چې هغه باید د ژمي لپاره مټک زیرمه کړي.
کوترې وویل:
– د خپلو کوچنیو مرغیو لپاره ځاله جوړوم.
خړې سويې سیند ته منډې وهلې چې خپل مخ و مینځي. د ځمکنیو توتو ګلانو هم له کوچنیانو سره د لوبو وخت نه لرلو، هغوی د ښې هوا څخه ګټه اخیستله او بيړه یې لرله چې په وخت خپله اوبړنه خوندوره مېوه تیاره کړي.
کوچنیان خواشیني شول چې ټول په خپلو کارونو بوخت دي او هېڅوک نه غواړي چې له دوی سره لوبې وکړي. سیند چې په ډبرو لګېده د ځنګل په منځ کې روان و. هلکانو هغه ته وویل:
– ته لکه چې هېڅ کار نه لرې؟ راځه زموږ سره لوبې وکړه.
سیند و غړومبېدو او په خواشیني یې وویل:
– تاسو څه وایاست! زه هېڅ کار نه لرم؟ ای ټنبلو کوچنیانو! تاسو ما ته وګوری: زه شپه او ورځ کار کوم او یوه شېبه هم آرام نه لرم.زه ټولو انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو ته اوبه نه ورکوم؟ څوک زما په غیر لباسونه مینځي، د ژرندو څرخونه تاووي،بېړۍ یوې او بلې خوا بیایي او اورونه وژني؟ زه دومره ډېر کارونه لرم چې د هغو له امله مې سر ګرزي. سیند دا وویل، په ډبرو لګېدو او په غړومبهار روان شو.
کوچنیان نور هم خواشیني شول، هغوی فکر وکړ چې دوی باید لومړی ښوونځي ته تللي وای او کله چې له ښوونځي را خلاص شوي وای بیا به ځنګل ته راغلي وو. په همدې وخت کې هلک په یوه شنه څانګه ناسته کوچنی ښکلې مرغۍ ولیدله. هغه آرامه ناسته وه، داسې مالومېده چې هېڅ کار نه لري له همدې امله یې خوږې سندرې بللې. هلک مرغۍ ته ور غږ کړ:
– ای ښې سندرې ویونکې! داسې مالومېږي چې ته هېڅ کار نه لرې، را ځه زموږ سره لوبې وکړه.
مرغۍ د خواشینی شپېلک وکړ او ویې ویل:
– ته څه وایې، زه هېڅ کار نه لرم؟ ما ټوله ورځ غوماشې نه دي نیولې چې خپل بچیان ماړه کړم؟ زه دومره ستړې شوې یم چې اوس ان خپل وزرونه هم نه شم ښورولی، اوس سندرې بولم چې خپل کوچني بچیان ویده کړم. کوچنیو ټنبلانو، تاسو نن څه وکړل؟ ښوونځي ته ولاړی نه، هېڅ مو زده نه کړل، په ځنګل کې یوې او بلې خوا ته منډې وهی او نور له کار کولو څخه وباسی. هلته ولاړ شی چېرې یې چې تاسو استولي یاست. دا هم په یاد ولری چې له آرام او لوبو کولو یوازې هغه څوک خوند اخیستی شي چې خپل ټول اړوند کارونه یې سر ته رسولي وي.
کوچنیان وشرمېدل او ښوونځي ته ولاړل. هغوی ښوونځي ته ناوخته راغلل خو د درسونو په زده کولو کې یې ډېره خواري وکړه.