لیکواله: و. ا. اوسیوا
ژباړونکی: ګل جان صابر
تانیا او ماشا ډېرې ښې ملګرې وې، تل به وړکتون ته یو ځای سره تللې. کله به ماشا په تانیا پسې ورتلله او کله به بیا تانیا په ماشا پسې. یو ځل کله چې نجونې وړکتون ته روانې وې باران په اورېدو پیل وکړ. ماشا باراني او تانیا لمن او کمیس اغوستي وو. نجونو د وړکتون لوري ته منډې وهلې.
تانیا په منډو کې ماشا ته وویل:
– خپل باراني وباسه موږ دواړې به پکې پټې شو.
ماشا په باراني کې خپل پټ سر کښته واچاوه او تانیا ته یې وویل:
– زه خپل باراني نه شم ایستلي، لمدېږم!
په وړکتون کې روزونکې وویل:
– عجیبه ده، د ماشا کالي وچ دي او ته، تانیا، ټوله لمده یې. دا ولې داسې ده؟ تاسو دواړې خو یو ځای راغلې یاست؟
تانیا وویل:
– ماشا باراني اغوستې وه او ما یوازې کمیس او لمن.
– تاسو کولی شول چې په یوه باراني کې پټې شی. روزونکې دا وویل، ماشا ته یې وکتل، سر یې وښوراوه او زیاته یې کړه:
– مالومېږي چې ستاسو ملګرتیا تر لومړني باران پورې وه.
د دواړو نجونو مخونه سره شول: د ماشا د خپلو کړو له امله او د تانیا د ماشا له امله.