لیکواله: و.ا. اوسیوا
ژباړونکی: ګل جان صابر
یورا(د کوچني هلک نوم دی) ښاري موټر ته وخوت او د کوچنیانو په ځای کې کېناست. په یورا پسې یو افسر موټر ته وخوت، یورا له ځای څخه پورته شو او افسر ته یې وویل:
– مهرباني وکړه دلته کېنه!
– کینه، کینه، زه به هلته کېنم.
افسر د یورا په شا کې کېناست. په زینه کې یوه سپین سرې ښځه را پورته شوه. یورا غوښتل چې خپل ځای سپین سرې ته پرېږدي خو بل هلک تر ده مخکې شو او خپل ځای یې سپین سرې ته پرېښود.
«ښه کار و نشو»، یورا له ځان سره دا وویل او په ځیر یې د موټر دروازې ته کتل.
د سرویس د مخ د دروازې څخه یوه نجلۍ را ننوتله. هغې په ځان پورې وړينه کمپله چې د سنیو خولۍ ترې راوتلې ټینګه نیولې وه.
یورا ولاړ شو او نجلۍ ته یې وویل:
– مهرباني وکړه دلته کېنه!
نجلۍ سر وښوراوه، کېناستله، کمپله يې پرانیستله او له هغې څخه یې لویه نانځکه را و ایستله. سپرلیو وخندل، د یورا رنګ سور شو او له ځان سره یې وویل:
– ما فکر وکړ چې ښځه ده او ماشوم ورسره دی.
افسر په مهرباني سره هغه په اوږه وټپاوه او ویې ویل:
– پروا نه لري! پروا نه لري! نجلۍ ته هم باید ځای ورکړ شي! او بیا هغې نجلۍ ته چې نانځکه ورسره وي!