د روسیې د خلکو کیسه
د ګل جان صابر ژباړه
یو وخت په ځنګل کې سوی او کنګل سره مخامخ شول. کنګل په باټو وویل:
– زه په ځنګل کې تر ټولو ځواکمن یم. په هر چا غالب یم، هرڅه کنګل کوم او د کنګل په ګونګړیو یې بدلوم.
سوی وویل:
– کنګله، ډېرې باټې مه وهه، په هر چا هم نه یې غالب.
– نه، په هر چا غالب یم!
سوی په خپله خبره ټینګ ولاړ و او ویې ویل:
– نه، په هر چا نه یې غالب!
هغوی خبرې وکړې، وکړې او په پای کې کنګل له ځان سره فکر وکړ چې سوی به کنګل کړم نو ځکه یې وویل:
– سویه، راځه له ډېرو خبرو به تېر شو، زه به اوس تا ته وښیم چې پر تا غالب یم.
سوی د کنګل له خبرې سره موافقه وکړه او ویې ویل:
– سمه ده، و به ګورو چې ته څرنګه پرما غالب کېږې.
کنګل په همدې وخت کې وغوښتل چې سوی کنګل کړي. ساړه زیات شو او سوړ باد راوالوت. سوی په ډېره چټکتیا منډې او ټوپونه وهل. په منډو کې ساړه نه وي. هغه په واوره منډې وهي او وایي:
– سوی تود دی، د سوی ګرمي کيږي! لمر روښانه، تود او سوزند دی.
کنګل په ستړي کېدو شو او له ځان سره یې وویل: « دا سوی څومره ځواکمن دی!» ساړه دومره زیات شو چې د ونو پوټکې وچاودل او ډډونو یې درزونه وکړل. خو دې ساړه هم په سوی کوم اغېز ونکړ، هغه کله غره ته په منډو خېږي او کله بیا له غره څخه په رغړېدو را کښته کېږي او کله بیا په همواره کې ورو، ورو ګامونه پورته کوي.
کنګل بېخي ناتوانه شو خو سوی د کنګل کېدو په برخه کې هېڅ فکر هم نه کوي.
– تا، کږه څوک کنګل کولی شي- څومره ښې منډې وهې.
کنګل سوی ته سپین پوستین ډالۍ کړ. له همغه وخته را په دېخوا ټولې سویې په ژمي کې په سپینو پوستینو کې ګرزي.