که له ژوند څخه احترام لرې کړو، نو بېخي به بې مینې شي، همدا احترام دی چې د زوی او پلار، مور او زوی، خور او ورور، ورور او ورور، خور او خور، ښوونکي او زده کوونکي… مینه یې رامنځته کړې. که دوۍ یو بل ته احترام نه درلودی، نو ایا دوۍ به په یو بل دومره سره ګران وای؟ نه. خو زموږ په ټولنه کې چې ځینې کړنې د احترام په نامه ترسره کېږي، احترام نه دی، بلکې وړتیا وژنه، حق پرېښود او زړورتیا بایلل دي.
زموږ بااخلاقه ماشوم هغه دی چې د پلار، ترونو او نورو مشرانو امرونه په پټو سترګو ومني، کله چې هغوۍ مجلس کوي، دوۍ باید خاموش ناست وي، هېڅ باید ونه وايي. په ځينو مسائلو کې چې نظر هم ولري، باید اظهار یې نکړي. نه یوازې دا چې مشران له دوۍ څخه د نظر پوښتنه نکوي، ماشوم او تنکی ځوان د ځان او ملګرو په اړه هم خبرو کولو ته نه پرېږدي، یوازې د هغو امرونو د اجرا پوښتنه ترې کوي، چې دوۍ ته یې کړي وي.
ځوانان که په خپل ژوند کې د فیصلې کولو حق وغواړي، نو بې احترامه او سپین سترګې بلل کېږي. ګڼ داسې ځوانان شته چې خپل مسلک یې په خپله خوښه نه دی ټاکلی. له یو مسلک سره به یې لېونۍ مینه وي، خو بیا هم دی د پلار او یا نورو مشرانو په خوښه بل مسلک ټاکي. حتا د خپل ژوند شریکه (مېرمن) هم په خپله نشي ټاکلی.
دا ستونزه یوازې په کور او کلي کې نه وي، بلکې په ښوونځي کې ښوونکی، مدیر او سرښوونکی هم دا خپله بې احترامي بولي چې زده کوونکی یې ورسره دلیل ووايي. ښوونکی چې څه وايي، زده کوونکی یې باید پرته له چون او چرا ومني.
پوښتنه دا ده چې که یو ماشوم یا ځوان د پلار او یا نورو مشرانو په مخکې خبرې وکړي، داسې چې هغو ته په سپکه په کې ونه ګوري، نو په دې کې څه بې احترامي ده؟ که یو ځوان ته د خپل راتلونکي لپاره د ټاکنې حق ورکړل شي او یا ورسره مشوره وشي، نو کوم ارزښتونه به تر پښو لاندې شي؟ د دې اصلي عامل دا دی چې مشر یا پلار فکر کوي چې که کشران دا فیصلې په خپله وکړي، یا زموږ څخه حق وغواړي او یا زموږ په مخکې خبرې وکړي، نو دا په دې مانا چې دوۍ له موږ څخه ډېر پوهېږي. دا خپله یو ډول خودخواهي ده، پلار نه غواړي چې حتا زوی یې له ده ډېر وپوهېږي، همداسې ښوونکی او نور مشران هم درواخلئ.
له دې خودخواهي پرته ځینې پلاران خپلو ماشومانو ته ځکه د نورو په مخکې د خبرو اجازه نه ورکوي چې دوۍ ښې خبرې نشي کولی، که د مشرانو په مخکې وغږېږي او یا نظر څرګند کړي، نو زوی به یې بې عقل مالوم شي. دې پلارانو ته باید وویل شي چې که ستاسو زوی نن ستاسو او نورو مشرانو په مخکې ونه غږېږي، نو په دې سره خو یوازې د ده کم عقلتوب پټ شو، هوښیار خو نشو. د دې لپاره چې هوښیار او زړور شي، خپل زوی ته مو د نورو په مخکې د خبرو کولو اجازه ورکړئ. که یې غلطي وکړه، وروسته یې له یوې مناسبې لارې پوه کړه، خو که نن ونه غږېږي، سبا چې ته نه یې نو له دې لا ډېر ګډوډ غږېدای شي. همداسې د خپل انتخاب او غوښتنو د اظهار حق هم درواخلئ.
لازمه دا ده چې موږ په خپلو احتراماتو فکر وکړو، هغه احترام چې مقابل جانب ته مادي یا مانوي ګټه رسوي، پالل یې په کار دي او که ګټه نه رسوي او یا د ګټې په ځای تاوان کوي، نو دا احترام، احترام نه دی.
عزیز انیس
۱۴۰۰/۱۱/۲۳