لیکواله: ولانتینا اوسېوا
یوریک سهار له خوبه راویښ شو. له کړکۍ څخه یې بېرون ته وکتل. لمر ځلېږي. ښه ورځ ده.
هلک وِغوښتل چې په خپله یو ښه څه وکړي.
دا دي هغه ناست دی او فکر کوي:
«که چېرې زما خور په اوبو کې ډوبه شوې واي ما به بچ کړې وه»
په همدې وخت کې خور د ده څنګ ته راغله او ویې ویل:
– یورا، راځه چې وګرزو.
– ورځه له دې ځایه ولاړه شه، ما له فکر کولو مه وباسه!
خور خوابدې شوه او ولاړه.
یورا فکر وکړ: «که چېرې په ترور لېوه حمله کړې وای ما به هغه ویشتلی و».
ترور چې همدلته وه یورا ته یې وویل:
– یورا جانه، دا لوښي خو ټول کړه.
– زه یې نه شم ټولولی ، پخپله یې ټول کړه!
ترور سر وښوراوه.
یورا بیا هم فکر وکړ:
«که چېرې تریزورکا(د سپي نوم دی) په څاه کې لوېدلی وای ما به هغه را ایستلی و»
تریریزورکا په دې وخت کې راغی، لکی ښوروي او یورا ته داسې ور پوهوي:
«یورا، لږ اوبه خو راکړه!»
– ورځه ورک شه! ما له فکر کولو څخه مه باسه!
تریزورکا خوله پټه کړه او په بوټو کې ننوت.
یورا مور ته راغی او هغې ته یې وویل:
– زه څه ښه کار وکړم؟
مور د زوی په سر لاس را تېر کړ او ویې ویل:
– د خور سره وګرزه، د ترور سره د لوښو په ټولولو کې مرسته وکړه، تریزور ته اوبه ورکړه.