ژباړونکی: ګل جان صابر
موږ- زه او بوم ( د سپي نوم دی) د ډوډۍ خوړلو په کوټه کې یوازې وو. ما تر مېز لاندې پښې ښورولې او بوم زما له لوڅو پښو سره لوبې کولې. زه تخڼېدم او خوشاله وم. د مېز د پاسه د پلار لوی انځور را ځوړند و، ما او مور په همدې نږدې ورځو کې هغه لوی کړی و. د پلار څېره په دې انځور کې ډېره خوشاله ښکارېدله. ما چې د بوم سره لوبې کولې د مېز څنډه مې ونیوه او په چوکۍ ودرېدم، داسې را ته ښکاره شوه چې پلار ما ته سر ښوروي…
– ګوره بوم…- ما دا وویل او له زنګېدو سره سم مې د مېز پوښ څنډه ونیوه. مېز پوښ زما لوري ته را کش او کړنګ شو…
زما زړه په دربېدو شو، له چوکۍ څخه آرام راکښته شوم او لاندې مې وکتل. په غولي ګلابي کودي پراته وو او طلایي لیکه لمر ته ځلېدله. بوم د مېز د لاندې څخه راووت، ورو یې کودوړي بوی کړل، سر یې یوې خوا ته کوږ کړ او یو غوږ يې بوڅ ونیو.
د پخلنځي له لوري د بیړنیو ګامونو غږ شو.
– دا څه دي؟ دا چا وکړل؟ – مور دا وویل، په زنګنو شوه، لاسونه یې مخ ته ونیول او په خواشیني يې په پرله پسې ډول ویل:
– د پلار پیاله. . . د پلار پیاله. . . هغې لږ وروسته سر را پورته کړ او په ګواښ یې وویل:
– دا تا ماته کړه؟
د مور په ورغوي کې رنګ الوتي ګلابي کودوړي ځلېدل.
زما پښې لړزېدلې او په ګنګړو مې وویل:
– دا. . . دا. . . بوم ماته کړه!
– بوم؟ مور راجګه شوه او ورو یې له ما څخه بیا پوښتنه وکړه:
– دا بوم ماته کړه؟
ما سر وښوراوه. بوم چې خپل نوم واورېد غوږونه یې څک کړل او لکۍ یې
وښوروله. مور کله ما او کله بیا بوم ته کتل.
ـ هغه څرنګه ماته کړه؟
زما په غوږونو کې کړنګهار شو، لاس مې خلاص کړل او ومې ویل:
– هغه لږ راټوپ کړ. . . او په پنجو یې…
د مور څېره تیاره شوه. هغې بوم تر غړوندي ونیو او د دروازې لوري ته روانه شوه. ما په وېره په دوی پسې کتل. بوم په غپېدو انګړ ته ووت.
– هغه به وروسته له دې په څپره کې اوسېږي. مور دا وویل، مېز ته کېناستله او په څه فکر کې ډوب شوه. هغې د ډوډۍ خڅوکې راټول کړل، په ګوتو کې یې وړې وړې مردکی ځنې جوړولې او سترګې یې د مېز د پاسه یوه ټکي ته نیولې وې.
زه ولاړ وم او د دې زړورتیا مې نه لرله چې مور ته ورشم. بوم په خپلو پنجو دروازه ګروله.
مور وویل:
– هغه د ننه مه را پرېږده! مور دا وویل او زه يې ځان ته ورنږدې کړم. هغې په داسې حال کې چې د کوم څه په برخه کې یې فکر کاوه خپلې شونډې یې زما له ټنډې سره ولګولې او په کراره یې پوښتنه وکړه:
– ته ډېر ووېرېدلې؟
زه رښتیا هم ډېر ووېرېدم: له هغې ورځې چې پلار مړ شوی زه او مور د هغه هرڅیز ته ډېره پاملرنه کوو. پلار په دې پیاله کې هر وخت چای څښلو…
مور بیا هم وویل:
– ته ډېر ووېرېدې؟
ما سر وښوراوه او د مور تر غاړه مې ټینګ لاس تاو کړل.
مور بیا په آرامي وویل:
– که چېرې تا ناببره…
ما د هغې خبرې پرې کړې او په سلګیو مې وویل:
– پیاله ما نه ده ماته. . . هغه بوم ماته کړه. . . هغه راټوپ کړ. . . هغه لږ راټوپ کړ. . . بوم وبښه!
د مور مخ سور شو، ان آننګي او غوږونه یې هم سره شول، ولاړه شوه او ویې ویل:
– بوم وروسته له دې کور ته نه شي راننوتلی، هغه به په څپره کې اوسېږي.
زه چوپ وم. د میز د پاسه را ځوړند انځور څخه پلار ما ته را کتل…
بوم په چوتره پروت و. وربوز يې په خپلو پنجو اېښی و سترګې يې تړلې دروازې ته نیولې وې او له کور د ننه په هر را وتونکي غږ یې غوږونه بوڅول. د هر غږ په اورېدو یې ورو کوړنجل، لکۍ یې په چوتره وهله. . . وروسته یې بیا هم سر په پنجو اېښوود او په لوړ غږ یې سا ایستله.
وخت تېرېدو او د هر ساعت په تېرېدو سره زما زړه نیول کېده. زه وېرېدم چې ژر به تیاره شي، د کور ټول څراغونه به مړه کړي، ټول ورونه به بند کړي او بوم به ټوله شپه بېرون پاتې شي. . . د هغه به ساړه کېږي او وېرېږي به. زه ډېر ووېرېدم.
که پیاله د پلار نه وای. . . او که چېرې پلار ژوندی وای. . . هېڅ خبره به نه وه. . . مور زه هېڅکله د خپلې خطایی له امله نه یم رټلی. . . زه د رټلو څخه نه وېرېدلم- ما به په خوشالي هره سخته رټنه منلې وه. مور د پلار هر څه ته خورا ډېره پاملرنه کوله! له بلې خوا زه په لومړي سر کې پوه نه شوم، ما خپله مور تېر ایستله او اوس د هر ساعت په تېرېدو سره زما ګناه زیاتېږي…
زه چوترې ته ووتم او د بوم څنګ ته کیناستلم. خپل سر مې د هغه نرمو وېښتانو ته ور نږدې کړ خو چې سترګې مې را پورته کړې مور مې ولیدله. هغه په خلاصه کړکۍ کې ولاړه وه او موږ ته یې کتل. زه ووېرېدم چې هغه به زما د څېرې څخه په هر څه پوه شي نو ځکه مې بوم ته ګوټه وښوروله او په لوړ غږ مې وویل:
– تا باید پیاله نه وای ماته کړې.
د ماښام تر ډوډۍ وروسته ناڅاپه تیاره شوه، د کوم ځای څخه ورېځ راغله او زموږ د کور په سر ودرېده.
مور وویل:
– باران به و اورېږي.
ما له مور څخه غوښتنه وکړه:
– بوم کور ته را پرېږده…
ـ نه.
– مورجانې، په پخلنځي کې که وي هم ښه ده…
مور سر وښوراوه. زه چوپ شوم، د خپلو اوښکو د پټولو لپاره د دسترخوان تر څنډه لاندې ننوتم.
مور سوړ اسوېلی وایست او ویې ویل:
– ورځه ویده شه.
ما کالي وایستل او سر مې په بالښت کېښود. مور را ووتله. د هغې د کوټې د نیم کښ وره څخه پر ما د زیړې رڼا نری لیکه ولګېده. کړکۍ بېخي تیاره وه. باد ونې ښورولې. د شپې په دې تیاره کې کړکۍ ما ته ډېرې وېروونکې وې. په همدې تیاره کې باد تر ما د بوم غږ راورساوه. هغه یو ځل زما د کوټې کړکۍ ته راغی او ویې غپل. زه په څنګلو راپورته شوم او غوږ مې ونیو. بوم. . . بوم. . . هغه خو هم د پلار دی. موږ له بوم سره یو ځای د وروستي ځل لپاره پلار تر بېړۍ پورې بدرګه کړ. کله چې پلار ولاړ بوم هېڅ هم نه خوړل، مور د اوښکو د تویولو سره یو خای هغه ته ډاډ ورکاوه او ورته ویل یې چې پلار بېرته راخي خو پلار بېرته رانغی…
د بوم خواشینې غپېدل کله نږدې او کله لیرې اورېدل کېده. هغه د وره څخه کړکۍ ته راتلو، غوښتنه یې کوله، هیله یې کوله، په خپلو پنجو یې کړکۍ ګروله او په خواشینې یې انګولل. د مور د کوټې د دروازې څخه لا تر اوسه همغه نری د رڼا لیکه ښکارېدله. ما خپلې پښې وګرولې. مخ مې په بالښت پورې وسولاوه خو هېڅ پرېکړه مې و نشوه کړی. ناڅاپه زما د کوټې په کړکۍ تېز باد ولګېد او د باران غټو څاڅکو ښیښې وګړنګولې. زه را پورته شوم. لوڅې پښې په یوه کمیس کې د مور د کوټې دروازې ته ورغلم، هغه مې خلاصه کړه او ومې ویل:
– مورې!
مور د میز شا ته ناسته وه دواړه لاسونه یې په مېز ایښي وو، سر یې په لاسونو اېښی و او ویده وه. ما په دواړو لاسونو د هغې سر را پورته کړ. چوملک لوند دسمال د دې تر مخ لاندې و.
مورې!
مور سترګې خلاصې کړې او په خپلو تودو لاسونو یې زه په غېږ کې ونیولم. د باران د چړپهار په منځ کې د سپي د خواشیني غپېدو غږ تر موږ پورې راتلو.
– مورې! مورې! پیاله ما ماته کړه. ما، ما! پرېږده چې بوم…
مور ولړزېده، زه یې تر لاس ونیولم او موږ دواړو د دروازې لوري ته منډه کړه. زه په تیاره کې له چوکۍ سره ولګېدم او ولوېدم. بوم په خپله یخه او زيږه ژبه زما اوښکې پاکې کړې، له هغه څخه د باران او لندو وېښتانو بوی راتلو. ما او مور بوم په دسمال وچ کړ، هغه په دواړو پښو را پورته کېدو او په خوشالي یې په غولي یوې او بلې خوا ته منډې وهلې. هغه لږ وروسته آرام شو، په خپل ځای پرېوت او دوې سترګې یې موږ ته نیولې وې. بوم به فکر کاوه چې: «ولې یې زه انګړ ته وایستلم، او ولې یې اوس بېرته را پرېښوولم او ویې نازولم؟»
مور تر نا وخته پورې ویده نه شوه. هغې هم فکر کاوه: «ولې زما زوی ما ته سمدلاسه رښتیا و نه ویل او زه یې د شپې را ویښه کړم؟»
زه هم په خپل ځای کې پروت وم او فکر مې کاوه چې:«ولې زه مور و نه ښکنخلم، هغه ولې خوشاله شوه چې پیاله بوم نه بلکه ما ماته کړې ده؟ ».
موږ دری واړه په دې شپه تر ناوخته پورې ویده نه شوو او له موږ هر یوه سره خپل، خپل «ولې؟» وو.